کور / تازه خبرونه / كندهار: كابل په فټبال كي دوهم پړاو ته ووت

كندهار: كابل په فټبال كي دوهم پړاو ته ووت


هغه لوبه چي تېره شپه د كندهار په احمدشاهي لوبغالي كي د كابل (خراسان كابل بانك) او كندهار (احمدشاه بابا ليسې) د فټبال لوبډلو ترمنځ وسوه، يو د صفر په مقابل كي كابل بانك لوبډلي وګټله.
د كندهار د احمدشاه بابا ليسه كه څه هم په مساوي لوبه خوشاله وه، خو د لوبي تر پايه له ډېرو هڅو سره – سره د ګول پر ترسره كېدو ونه توانېده.
د احمدشاه بابا ليسې تر دې مخكي له فراه ولايت څخه دوه د يوه په مقابل كي لوبه ګټلې وه، خو كابل بانك بيا دوه پر دوه له فراه سره مساوي كړې وه.
د كابل بانك را روانه لوبه د كندهار له پامير لوبډلي سره ده، خو د احمدشاه بابا لوبډلي سيال به د نن شپې تر لوبي وروسته چي د زابل او هلمند ولايتونو ترمنځ كېږي معلوم سي.
هلمند تر دې وړاندي د كندهار له پامير سره درې پر درې يوه مساوي لوبه لري، خو زابل بيا له پامير څخه درې د يو په مقابل كي ماته خوړلې ده.
د يادوني وړ ده چي په كندهار كي د شپږو ولايتونو ترمنځ دغه سيالۍ د شالمار د دوديزي مېلې په مناسبت ترسره كېږي.