کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د وتلي فولکلور پوه عبدالکريم پتنګ په وياړ غونډه جوړه شوه

د وتلي فولکلور پوه عبدالکريم پتنګ په وياړ غونډه جوړه شوه

د هېواد دوتلي او منلی فوکلورپوه ليکوال عبدالکريم پتنګ د څيړنيزو هڅو لمانځوغونډه  پای ته ورسيده .



د روان  2008 /5/23 مه نېټه د پيوستون کلتوري او خپروندويه ټولنې په زيار دخوست دجرګو په تالار کې دجمعې په ورځ د سهار په 8 بجو د ښاغلي محمد اياز آواب  لخوا د قران کريم د څو اياتونو په تلاوت پيل شوه دسټيج چارې دښاغلي محمد الياس وحدت اونوراجان بهير په غاړه وې  ورپسې ملي سرود وغږول شو بيا د غونډې مشر او ميلمانه  په ګوته شو ل استاد محمداصف صميم د غونډې مشر ، پوهندوی ډاکتر عبدالغني برزين مهر  د بلخ پوهنتون استاد ، دخوست ولايت  مرستيال حاجي صبری ، عبدالغفور مهدي  ، د خوست پوهنتون رئيس ډاکتر ګل حسن ولي زی ، عبدالکريم پتنګ ، استاد شريف ځدران ، ذبيح الله احمدي ، اسدالله دانش ، ډاکتر خوشال روهي ، اسرار کريمزی او …. دسيمينار ځانګړې ميلمانه وو .


په پيل کې نوراجان بهير د ښاغلي عبدالکريم پتنګ ژوند ليک ولوست ، محمد الياس وحدت د سيمينار د ازرښت او اړتيا په اړه وغږيده  ورپسې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ  د وزير ښاغلي عبدالکريم خرم  پیغام ښاغلي وحيدزي ولوست  . نصير احمد روښان د عبدالکريم پتنګ د فوکلوريکو هڅو په اړه مقاله ولوسته دويمه مقاله  د بلخ پوهنتون  داستاد عبدالغني برزين مهر ولوسته ،چې د پښتو د لنډيو اودري هغو تر منځ يې په زړه پورې  پرتله کړې وه درېيمه مقاله د خوست پوهنتون  استاد ذبيح الله احمدي ولوسته  د کاروان صيب ليکنه  ښاغلي عبدالغفور مهدي ولوسته  دغه ليکنه ښاغلي کاروان همدغه سيمينار ته ليکلې وه خو د ځينو بوختياوو له کبله  ونه توانيده ، چې  په سيمينار کې ګډون وکړي څلورمه مقاله د ښاغلي محمد نبي صلاحي وه ، چې د خلکو تجربې نومې اثر ته یې لنډه کتنه کړې وه ، ولوسته  پنځمه مقاله  د استاد شريف ځدران وه  نوموړي ( ګړني ادب ) کتاب په اړه مقاله  درلوده د تواب الدين مقاله ، چې ډېره په زړه پوري معلومات یې درلودل او د ( الهي حقیقت ) نومې اثر ته ځانګړې شوې وه ولوسته ورپسې ښاغلی برهان د پتنګ صيب د ( الهي حقيقت او فوکلوريکي مرغلرۍ ) په نوم دوو اثارو وغږيده . له ده وروسته استاد صميم خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه ، چې زه به خپلې خبرې په ليکلې بڼه پيوستون کلتوري ټولنې ته  وسپارم ،چې د مقالو  په ټولګه  کې يې چاپ کړي وروسته  ښاغلي ډاکتر خوشال روهي د سيمينار په اړه وغږيده او د فوکلور په ارزښت يې خبرې وکړې  نوموړي وويل ، چې دغه برخه  بيخې له پامه لويدلې  موږ بايد دېته نورخپل پام راواړو همداراز نوموړی د پښتنو د ادبي فرهنګي هڅو د يووالي په اړه مفصلې خبرې وکړې او د افغان کلتوري ټولنو دجرګې په  فعاليتونو یې رڼا واچوله  په پام کې وه ، چې په خوست کې د کلتوري ادبي بهیر بنسټ کېښودل شي خو کله ، چې خبر شو ، چې د سيدجمال الدين افغان ادبي بهير له يو کال راهیسې منظمې غونډې کوي او د پام وړ ګډونوال لري  نو ځکه  د بل بهير له جوړونې تير شوو ده له دوستانو وغوښتل ،چې دسيدجمال الدين افغان ادبي بهير پياوړې کړې او په غونډو کې يې منظمه برخه واخلي  ده د سيدجمال الدين افغان بهير له برخوالو وغوښتل ، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې ته  خپل  استازي وروپيژني .


د پيوستون کلتوري او خپرندويه ټولنې ځوان ليکوال محمد قاسم ته د استاد محمد اصف صميم او تواب الدين غورځنګ ته  د ډاکتر ګل حسن ولي زي  په لاس  د دوی د فرهنګي برياليتوبونو له کبله  ستاينليکونه ورکړل .


د غونډې په پای کې الحاج عبدالکريم پتنګ له پيوستون کلتوري  او خپروندويه ټولنې مننه وکړه د غونډې  په پای کې له بلخ څخه راغلي ميلمه ډاکتر عبدالغني برزين مهر ته د خوستوالو ددود له مخې پګړۍ ورپه سر  شوه .


لراوبر :  د دې غونډي د جريان او برخه والو په زړه پوري عکسونه وروسته له دې ځايه پرليکه کيږي ، ليدل يې مه هېروئ .