کور / راپور / مافيايي- انجويي ټلواله خپل پايښت په ترهګرۍ کې ويني

مافيايي- انجويي ټلواله خپل پايښت په ترهګرۍ کې ويني

                          ښوونيز- فرهنګي يون

                          4.4 – 5.2. 2008

شپږنۍ4.3:

د لندن له هېترو هوايي ډګره د اتو پرځای پر نهو د اماراتو جمبو جېټ پر هوا کړم. ټوخي راباندې کره شپه پر ويښه تېره کړه او له خوب ګولۍ سره مې چې تر څو سترګې ورتلې، تر تورو اوبو  ور اوښتی وم او د ملاوستني د تړلو بولۍ راکړ شوې وه.

اوونۍ 4-4:

ګهيځ مهال په ابوظبي نړيوال ډګر کې کښته شوم او د پلازمېنې ((دوبی)) تر دويم ترمينله په ټکسي کې ولاړم. هلته مې له اتو تر دولسو په سروږيره او درې ځله څارنه او څېړنه وخت ګوډ کړ، خو صافي الوتکې يوه نيمه ګړۍ بله هم را سرباري کړه. له څلورو پېنځلس اوښتې وې چې په کابل هوايي ډګر کې ځنې  ترې کښېوتم. د سره انګرېزي پاسپورت په پاس له امنيتي او ګمرکي ازمونه په شېبه نيمه کې مخسوری راووتم.

شړکنده باران، که څه هم د زموللي پسرلي ول د بياتاندتيازيری راکاوه، خو هغه شېبه يې دېته اړاېستم چې کراچي کښ ته د ټکسي هومره او ټکسي والا ته د اور ګاډي هومره پيسې ورکړم. هرګوره، څوک مې چې له بنز سره له يوې نيمې ګړۍ راهيسې هرکلي ته ولاړ وو،  پوليسو د مور ميرې چلند له مخې له لومړنۍ بريد ليکې ر ا دېخوا نه راپرېښووه!

په زړو مېکرويانو کې مې له جهادي جنګونو نيم نيمژوانده راپاتې کورګي تر سباګهيځه دوه ورځنۍ ستوماني و اېسته او د را مخته کړې ښوونيزې موخې لپاره يې راکې غړنده متره بيرته راتانده کړه.

پيلنۍ 5-4:

له بېګاني تېلېفوني خبر سره سم مې له خپلې پښتو څانګې راپيل کړه. شاګردانو او استادانو ته مې دوې ورځې سر پر سر د نويو ژبپوهنيزو برياوو او په ځانګړي ډول د پښتو ژبپوهنې هغو، لکه له ويونکيو سره يې تاريخي- جغرافيايي دريځ او بيايې د پښويې(ګرامر) او ليکلارښود د تازه کره کړ شوو چاپونو په تړاو لکچرونه ور کړل. هسې خو چې  ترننګرهار او خوست پورې له ورته لکچرونو راستنېدم، بيا مې هم وخت نا وخت څانګې ته سر ور ښکاره کاوه او  له استادانو او اسيستانتانو سره مې ښکالوې او سلاوې پر مخ وړې او پوښتنې اښتنې، ستونزې او ربړې مو سره په ګډه هوارولې. له ښه مرغه د صابر خويشکي او جمعه لورين تر څنګه تکړه استاد بايزيد اڅک تر دوو لسيزو نا سوبتيا وروسته هم پښتو ژبپوهنې ته راستون شوی. دغه راز قسيم چمتو  پر پوهنمل اڅک سربېره د دوديزې ژبپوهنې له پاتوړې استازې پوهندويې زرغونې رښتين همکارۍ ته هم غاړه ورکړې ده!

د څانګې دسروال استاد زغم کره تر غرمنۍ او په خيرخانه مېنه کې مې د ژبپوهنې استاد او د لوړو زده کړو اداري مرستيال خويشکي د مامازي تر لاسنيوې وروسته دا کابو وموندله چې له يونيم دوست اشناسره وګورم او يا ورسره تېلېفوني وغږېږم… . له دې ناخبره چې کورته له ستنېدو سره راته له المان او اکسفورډه د مېرمنې، زوی او نمسۍ د اويايمې زېږ کاليزې د مرغه ښې زنګونه راځي او را پر زړه کوي يې!

يونۍ 6-4:

سهار وختي استاد صميم له جلال اباده د خپل راتګ زنګ را وواهه چې د خوست او ننګرهار په چکرو کې د ملتيا وياړ راوبښي. ټکسي د علامه حبيبي تر ليکي پلور(کتابفروشۍ) ورسولم چې په تېرو کلو کې ورسره د خپلو ور کړو بوجيو بوجيو کتابونو سپيناوی وکړم. له هغه ځايه پلی را وخوځېدم او د ملي خونديځ(ارشيف)، ښوونې روزنې وزارت او ښاروالۍ پر بريد مې د خاورو دوړو، غازونو او ګڼو ګوڼو په بدرګه د اطلاعاتو او فرهنګ تراداري مرستيال وزير نبي فراهي ځان ورساوه. په دوترکې يې د وزير سلا کار او فرهنګيال دوست نجيب منلي او ځوان ليکوال نذير سهار ليدو کتو هم سترګې راروڼې کړې. ګران فراهي د غرمنۍ لپاره په زرغونه ميدان کې د فراهي حاجي بابا ګرانبيه خوړنځای ته بوتلم. بياورسره د ذبيح اله عصمتي د لاسنيوې په موخه تر عيدګاه هم بدرګه ولاړم. په پای کې يې هملته لنډ پر لنډه د شمشاد لروينون او ماين پاکۍ مشر حاجي صاحب فضل کريم فضل ته وسپارلم او هغه هم پر خپل همکار فرهنګيال قاضي اختيار سباوون . کورته له رسېدو سره د ورځې په اوږدوکې هماغه لنډ پلي چکر په جوشاندو رغېدلی ټوخی بيا را وپاروه او انتي بيوتيکو ته يې اړاېستم.

په دې کې له المانه د پښتيان له خوا هم د کابل ښار د بېخرته چټلتياوو په اړه د شپيګل تازه پر ليکه شوی بوږنوړی ګوزارش هم بې اغېزې نه وو چې يو داسې ټوخی يې((کابل ټوخی)) نومولی دی!

دونۍ 7-4:

سهار وختي په دې خام خيال چې د ځان مينځنې لپاره له برېښنا او اوبو څخه هممهال ګټه واخلم، تر ټولو له مخه پر تشناب ورننوتم. له دې مې څه باګه چې د اوبو له راتګ سره د برېښناد شپې نوکريوالي پايته رسي. ښه خو به داوه  چې هېواد مشر دغه دواړه بنسټيز ژوند توکي د دوو بېلابېلو وزيرانو تر منځ وېشلی وای او په دې توګه يې د يوه پرځای دوه سختدريځه ((مجاهده)) راخپل کړی وای!

غرزي نهنيمې پوهنځي ته ورسولم. په ننني لکچر کې مي شاګردانو او استادانو ته ګرامري، لېکزيکي او معياري ډو لړ سخرې غوټې ور وسپړلې او اړوندې پوښتنې ورغبرګې کړې. د پوهنتون تر ختيزې دروازې ځوانو استادانو ازمون او ښکولي بدرګه کړم او حنان جان له کږه وال کوچي او چپرهاري سالک سره د غرمنۍ لپاره بي بي سي دوتر ته څېرمه شينواري وريتې ته مېلمه کړم.

منځنۍ8-4:

ګهيځ پر شپږ نيمو راپسې له پروني جوړ جاړي سره سم د ملي لروينون ګاډی راغی او د وزير اکبرخان مېنې له کږو وږو لارو او پاټکو يې تر موخې و رسولم. يوه کارمند بياهم له څو ګوټپېرو وچورلولم را وچورلولم او د ګړۍ ستن لاپراوومه شمېره نه وه لګېدلې چې له اېمل يوسفزي سره په ستوديو کې سترګه پر سترګه شوم. تر نهو پورې يې ژوندۍ خپرونه راباندې ، له ژبپوهنې، ادب و فرهنګه نيولې تر ورځنيو پېښو، خبري او سياسي شننو پورې په مرکو او اښتنو پوښتنو تر پايه ورسوله.

ټولمشر فرهنګيال دوست واحد نظري مې هم په  يوه خواږه چای هرکلی وکړ او له وېړې ټنډې يې راجوته شوه چې زما سپينې خبرې پرې بدې نه دي لګېدلي. ان تردې چې د بلې مرکې نيمې ژمنه يې هم راڅخه واخېسته او په همدې هيله يې تر پوهنتونه يو ګاډی په واک کې راکړ.

خوږ ژبي او نوښتګر شاعر او ليکوال غفور لېوال راپسې پوهنتون ته راغی او په ګاډي کې يې له ځان سره تر سروالۍ لاندې ((د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز)) ته بوتلم. په استاد صميم پسې يې هم ګاډی واستاوه او غرمه مو سره تېره کړه. دغه منځۍ له اَره د افغانستان د پوهنو اکادېمۍ له ډېر کارو څېړنيزو څانګو څخه ده او د ډاکتر رشيد وزيري او ستار پردلي بلوڅ غوندې خورا تکړه څانګوال پکې راټول شوي دي.

څلنۍ 9-4:

سهار له نويو او زړو کتابونو سره تر سيمه ييز مرکز او پوهنتونه ولاړم. د الماني کتابونو بوجۍ مې د اړوندې څانګې سروال پوهنوال بهبود ته ډالۍ کړه او دپښتو هغه مې د علامه حبيبي پلورنځي ته دخرڅلاو لپاره و لېږدوله.

د خپلو دوو چاپ کړو((پښويې او ليکلارښود)) د راخپلولو په موخه تر کلوله

پښتې ور اخوا د ټولمنلي خپرندوی اسددانش ساپي ته ورغلم.

پاتې ورځ مې د شعروادب و فرهنګ دوستانو ليدو ته ځانګړې کړه او لنډ پر لنډ مې څو تنه په بي بي سي زده کړيز مرکز کې لاندې کړل: عابد،کاروان، مستان، پاوند، پاڅون، مقصودي… . لومړنيو دوو په چل چل د ادبي بهير او د خوست فرهنګي ټولنې له لروين سره په مرکوکې راونغښتم او وروستني په خپل کوډ ګر او ننداريز غږ کې د استاد مجروح، ننګيال، لېوال،کاروان، سحر او اروا ښاد پلار ګرم شعرونه را واورول. عبدا له پيکار راسره دوه ځله په پوهنتون کې مخ شو، علم ګل سحر مې هم کوم چېرې پر وړاندې لکه ګل را وټوکېد او بيرته را نه لکه اوراورکی په سترګرپ کې پنا شو. بابرزی مې د فرهنګيستان په غونډه او نور ډېر ليکوال او بيا ځوان شاعران مې له کابل ترننګرهار او خوسته په بيلابېلو ادبي-  فرهنګي بنډارونو کې وليدل چې د ګردو نومونه مې د زړه او ذهن پر سپينه دړه ليک پاتې شول. هرګوره،له پوخمنګو ويناوالو دوستانو مې يوازې د ټولمنلي صديق پسرلي د ليدو ارمان تر پايه و نه رژېد!

پېنځنۍ 10-4:

دغه ورځ تر نورو تېرو ورځو زياته باراني وه او د ګڼ مېشتي کابل لنډو تنګو او کنډوکپرو سړکونو، لارو او کوڅو په مردارو او بوينو خټو چکړو کې غوپې وهلې. سپرو هم چار ناچار پر پليو ور بادولې. خو يتيمان په ژړا پاخه دي او بېوزلي ښاريان ورسره له 1992 او په تېره بيا 2001 کال راهيسې هماغسې روږدي شوي، لکه له وچو ککړتياوو، لوګيو او نورو ناخوالو او بخولو سره!

زه خو پخپله ترکابل پوهنتونه يوه سوالي ګاډي خوندي رسولی وم، خو شړکنده هملته ښکېل پاتې کړم. کتابتون ته يې په دې هيله ورغلم چې د نورو استادانو د بې شمېرو قلمي اثارو په لړکې دخپلو هغو يو څرک هومره ولګوم. داړوندې ((افغانستان پېژندنې)) څانګې مېرمنې لاس ته ورغلي نوملړونه لټ پر لټ کړه او همدا چې يې زما تر نامه لاندې څه پر سترګو ولګېدل، لومړی يې راباندې زېری وکړ او بيايې د زېرينۍ غوښتنه. خو چې ټاکلې ځای ځايګی يې پسې وکوت، په مات مخ يې رانه د نه موندنې بښنه وغوښته!

د باران تر غلي کېدو بياهم وخت ګوډولوته چورت يووړم، نو راته وړنده وبرېښېده چې د پوهنتون مشر دوکتور دېپلوم انجنير عبد ا لرحمان اشرف دوتر ته سر ښکاره کړم او د ښوونيز يانه(سفر) په لړکې يې د ژبو او ادبياتو له پوهنځي سره له خپلې همکارۍ خبر کړم. په ترځ کې مې ورسره د افغانستان د ژبپوهنې اتلس ربړه رامخته کړه چې افغاني زېرمه يې څنګه د ((اسلامي وحدت)) له خوا د پو هنتون په لوټمارۍ کې پوپنا شوه او نړيواله هغه يې له دوو لسيزو را هيسې د سويسي چارواکو د برن پوهنتون د اړوندې څانګې له ناغېړۍ څخه تراوسه پايليزونې او چاپونې ته سترګې پر لار پاتې ده. هغه هم زما د دواړو هاندو هڅو تود هرکلی وکړ او د وروستنۍ ربړې په اړه يې د پوره غور و هواري ژمنه وکړه.

يا ددغه المان روزلي اشرف محمدزي افغاني- فرهنګي مينه او ولوله او يا درې کاله وړاندې د امريکا روزلي (( اشرف احمد زي)) نا افغاني او نا فرهنګي چال چلند؟

د پوهنتون تر بر سره تر سيمه ييزو څېړنو پورې بياهم د باران او ورسره د تړلو خړوبيو اوچکړوبيوله ټسه ټکسي ته اړوتلم. په خوبخونه کې رانه بلندې تودنۍ ساړه او ستوماني هېرکړل او د پاتې ورځې لپاره راکې نوې مترې غځونې وکړې. له را پاڅېدو سره په لاندېني پوړ کې پر ماښامنۍ مېلمستيا واوښتم او داسې برېښېده چې ګران لېوال زما پر وياړ رابللې وه ، خو ماته هغه هم پر کار غالي(ورکشاپ) بدله شوه. زرين انځور او مخان شينواري د ښوونې روزنې د ښوونيز نصاب د پازوالو په توګه د ليکدود و ليکلار خبرې رامخته کړې او يون هم پکې ټيکۍ راواچولې او په پاداش کې يې د نورو غوندې زه هم يوولس بجې د ارګ په لندرور کې ترکوره ورسولم.

شپږنۍ 11-4:

پر دغه لمرينه چوټۍ(جمعې) ورځ مې مټې ارامه سا واخېسته او يوولس نيمې بجې له کوربنې پېغلوټې((مينې)) سره تر مارکېټه چکر شوم. په را ستنېدو کې مې د روح الامين پرکور سترګې ولګېدې او وروختو، خو دامې کورټ هېر ول چې د غرمنۍ مهال دی. ملګرې رانه پښې سپکې کړې او زه يې په ډېرو ستونوخوړلوته اړکړم. په ترځ کې يې له سويډنه چوټي راغلي زوی ډاکتر مجيب ا لرحمان ته هم هېښ پاتې شوم چې څنګه يې دا کال نيم خپله څانګيزه دنده او هوسا او بسيا ژوند د مورو پلار له خدمته ځار کړي دي؟

دوې بجې لېوال زنګ راوواهه چې د افغان ادبي بهير اوونيزې غونډې ته ورشم چې ړومبۍ برخه يې زما ژبپوهنيزو خبرو او اښتنو پوښتنو ته ځانګړې شوې. له لارښوونې سره سم يې يو چا په ګاډي کې تر نادريې لېسې ورسولم او په اسانه مې ځای ځايګی او بهيروال پيداکړل. غونډه دومره و نه ځنډېده او له پيلېدا سره چلوونکي ماته د خبرو بلنه راکړه، خو نا ببره د بهير سرمشر شپون تر ما مخکې شو او څو دقيقې يې راڅخه  په هسې  ګپ شپ ولوټلې!

زه  د ژبپوهنې د نويو برياوو او څېړنو په رڼا کې د پښتو او پښتنو پر تېر مهال او وسمهال لنډ لنډ وغږېدم او بيا مې له تربرې ژبې((پارسۍ)) سره  د پښتو رغنده ملي سيالي د ټولو ننګونو د شنډولو يوه غوره لار وبلله. تر هرڅه له مخه يې د نوې ژبپوهنې له ټولمنلو اَرونو سره سم د يوې-کره ليکنۍ بڼې بهير ته ټول اوږه ورکړو او له وييپانګيزې پراختيا سره يې د بېلابېلو علمي، فرهنګي او تخنيکي ترمينالوجيو د راخپلولو لپاره هلې ځلې وکړو او هممهال يې د نوې ادبپوهنې او ادبي پنځونو له لارې په بډاينه کې کارنده برخه واخلو.

د يوې ګړۍ په وروستيو شېبو کې مې د ګڼو مينه والو اښتنې پوښتنې ور ځواب کړې او ورپسې د ځوانو او نوښتګرو شاعرانو د بدلبولې وار را ورسېد چې تر پېنځنيمو يې و غځوله.

ورپسې مو په هماغه ودانۍ کې بلې ناستې ته هم سر ورښکاره کړ چې وار له مخه د ډاکتر خوشال روهي په مشرۍ روانه وه. د ويينې  سکالو يې پر هېوادني کچ د سرشمېرنې پر ربړه راڅرخېده چې د تور- سپين نيواک، زبېښاک او مافيا زبېښلي افغان ولس له بې شمېرو سياسي او ټولنيزو ناخوالو او بخولو څخه ګڼل کېږي. ناسته ماښام تياره پای ته ورسېده او له شپون او افضل شېرزاد سره د کور پر لور را وخوځېدم.

پيلنۍ12-4:

دا اوونۍ مې هم له کابل پوهنتونه راپيل کړه. د الماني څانګې له سروال پوهنوال دستګير بهبود سره مې تر خبرو اترو وروسته د پښتو څانګې خبر واخېست او له پوهنوال زغم، پوهنيار جاج، پوهنيار سيار، پوهنمل وزيري … سره  د ورځنيو ښوونيزو چارو په تړاو وغږېدم او له پوهندوی کېدونکي لورين سره مې د کابل هوايي ډګر نومونې را پښتو کړې.

غرمنۍ ته ګران لېوال و بللم او بيايې چلوونکي تر علامه حبيبي ليکي پلور او مخابراتو ورسولم. هلته ښله(لېفټ) ديارلسم پوړ ته ورهسک کړم او په کمپيوټر سيانس څانګه کې مې له مشر او کشر انصاري سره درېکلن زاړه يادونه را تاند کړل. په ترځ کې ګران عمر انصاري د پښتو نومونپوهنې (ترمينالوجۍ) دلومړۍ پرانېستې پر ځنډونه او هم پکې د ده يا هغه سلاکار وزير پر ونډه ځان کورټ ناګاره کړاو (د دويمې هغې)اَره يې کال مخکې د کابل سرېنا هوټل بخوله وګڼله چې د مايکرو سافټ راغلی پلاوی ترې په توره تېښته بيرته امريکاته ستون شوی وو. هو،که خبره په رښتيا همداسې وه، نو دوه کاله له مخه خپله کړې نيوکه بيرته اخلم او بښنه غواړم!

صديق انصاري راسره  تر ملي لروينونه سپور او بياتر زړو ميکرويانو پلی بدرګه شو. په زړه پورې يې داچې د دغې بدرګې په ډاډ 12-13 کاله وروسته د امريکا سفارت پر مخامخ پلې لاره راتېر شوم،که نه، ځانته يې د زمري زړه راکړی وای، د اکبرخان مېنې هماغه اوږده او کږه وږه لاره مې پسې اخېسته!

يونۍ 13-4:

پر دغه ورځ د کابل پوهنتون دطب بريليکونو او ستاينليکونو د وېش څو دقيقه يي بنډار ته د هېواد مشر ورتګ د دې لامل شوی وو چې ګرده ورځ دوه غبرګ پوهنتونونه له زرګونو درسي ساعتونو سره د زرګونو شاګردانو او استادانو، کارمندانو او نورو اړوندانو پر مخ وتړل شي. ورسره ورسره کښته پورته نورې دولتي څانګې ښرانګې، روغتونونه اوګڼ ټوليزاوسېدونکي لاڅه کړې څه کړې!

له ټولو سره داپوښتنه وه چې ښاغلي کرزي ولې  هغه دوه درې غوره يا وار له مخه د کوم ټلوال تنظيم  غوره کړشوي فارغان له اړوندو استا دانو سره خپل دربارته نه ور غوښتل او که د دويم-درېيم ځل لپاره يې خپله نوماندي يو وار بيا انګروزه کوله، دايې هم د خپلو سرکاري رسنيو له لارې کولای شوه؟

په هغه بنده بنديا کې اړوتلم، د پوهنتون پر ځای د سيد جمال الدين، يا پخواني کابل دارا لمعلين لار ه را خپله کړم. څنګه  چې ورننوتم او تر نويو او بيا رغېدلو برخو څو ګامه ورتېر شوم، نالاسوهلو راپاتې زړو يو پوړه خوبخونو، لوستخونو او بياورزشي ميدانونو او چمنونو يې د شپږ کلن ژوند او زده کړې نيم پېړييز زاړه يادونه پر زړه راو وورول او بېواکه مې له سترګو څو تړمې اوښکې مخ کښته پر وښکيو را ورغښتې!

په پای کې يو نوې دوه پوړه ودانۍ ته ورسېدم او له ژمنې سره سم مې د ښوونې روزنې د لوستليکيو(درسي کتابونو) پښتو څانګې ته سر ورښکاره کړ. دغلته د پخوانيو هېواد مېشتو کارپوهانو په سر سر کې له لويديځه تازه راغلي او رابللي هغه ګومارل شوي، لکه: انځور، شپون، ډاکتر مخان،طلا

بازحبيبزي… . د نوې پښتو ليکلارې او ليکدود په اړه مې ورته لږوډېرې څر ګندونې او لار ښوونې وکړې، خو د لا زياتو ستونزو د هوارونې لپاره يې د يوې پرله غښتې  ناستې بلنه راکړه. له بهره د راغلو څانګوالو په لړکې مې له پوهندوی رحمت اله ځواکمن،پوهنوال رسول باوري، ډاکتر احسان اذري او د پاميري ژبو ډاکتر خوشنظر پاميرزاد سره هم کلونه وروسته د منډې له مخې ليده کاته وشو.

عزيز تحريک راسره تر لويې دروازې ملتيا وکړه او دحنان حبيبزي تر را رسېدو يې راسره د خپل اند و ژوند خوږې ترخې را واورولې. له حبيبزي سره په  ګاډي کې تر سيمه ييزو څېړنو ولاړم. هلته مې له ښاغلي هېوادمل سره يوه لنډه کتنه وشوه، هسې يې خو زما پوره لټه کړې وه او تر کوره هم راغلی وو، بې له دې چې د هرکلي په وياړ  مې  را و پاسلي.

له هغه ځايه بياهم حنان جان د هدايت اله په ملتيا اتياکلن شاعر دوست حافظ صاحب کره ور وستم. څو شېبې مو سره نيم پېړييز تېرهېر يادونه را تاند کړل او د غږېدا د ستونزې او اړوندې ناروغۍ د درملنې لارې چارې مو ور په ګوته کړې چې هيله ده، ژر تر ژره يې هغه پخوانۍ وياندي بيرته راستنه شي!

دونۍ 14-4:

د ننګرهار همېش بهار په تکل  سهارپاوکم پېنځه کرولا ګاډي ته وختم. تر بوتخاکه يې تر يو ټوټه نوي غځېدلي ډمبر سړک وروسته نور دلته بند پرهماغه زړه افسانه يي لاره ورسيخ کړم چې ډېر ځله ما او نورو بې شمېرو هېوادوالو او بهرنيانو د خپل مرګ و ژوند بر خليک ورسپارلی وو او د خدای بښلي ملنګ جان غوندې يې ډېر نازولي لارويان تر بلې نړۍ رسولي ول.

تر سروبي يې له هماغو پخوانيو نا لاسوهلو کنډوکپرو مارپېچو ګرځنو، کږلېچونو، لوړو او ځوړو څخه له پورې کړو هېندارو سره په دوو ګړيو کې تر سروبي ورسولم. پر ښوی ښاک ډمبر سړک  لکه شتۍ خوشې شو او په څو

شېبو کې يې له ورېښمين تنګي ور تېر کړم.

له کاکڅ او سرو(سرخکانو) نه له ورتېرېدوسره راته بولۍ راورسېده چې په عزيزخان کڅ کې د استاد الفت له ارامځای سره ترې کښته شم او هرکلي ته سترګې پر لار پاتې شم. ماچې ترڅو د درېژ بولۍ ته خوله جوړوله، بيا يې له تراګړه تېر کړی وم او مټې يې له تېلو ټانک سره پلی کړم. نرنګوال کارکو- ونکي هم له ډډ غږه و پېژندلم او د کاروان تر رارسېدو يې په چايو او نقلو زما مېلمه پالنه وکړه.

شېبه دوه وروسته د استاد محمد اَصف صميم په مشرۍ د استادانو، ليکوالو او لروينوالو (کمره مېنانو) له تاوده هرکلي سره مخ شوم او نيمه ګړۍ تېره نه وه چې د پاکې سپېڅلې مينې او لورېينې په بدرګه کې يې د جلال اباد پر تلسمسورګلورين ښاروسپارلم. د ملي راديو- تلويزيون سروال  پوهنيار انجينر زلمي په خپلو پېرزوينو کې راښکېل کړم او  په مرکو اوخبرو اترو او بيا شودوچايو او کېکوکولچو يې رانه د لارې ستوماني هېره کړه.

له استاد صميم، استاد ازمون، ډاکتر جاراحمد په ملګرتيا لومړی د هډې فارم پر بريد د ټولمنلي ستانه او رښتيني مجاهد  اخونزاده صاحب ارامځای، مزدک و مدرسې  ته ولاړم او له بيرته راستنېدو سره د تازه کبانو د غرمنۍ لپاره د بهسود پله رادې غاړه ښکلو او پخو ودان شويو خوړنځيو ته ور کښېوتو.

مازيګر د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ په تالارکې د ادبي بهير راوياړلې  غونډې ته ولاړم او پر پښتو ژبه او ادب تر اوږدو خبرو وروسته مې د يو  شمېر مينه والو اښتنې پوښتنې ور ځواب کړې. د رڼا مهالنۍ لپاره مې د سيد سميع اله سعيدي(زما د نهم ټولګي د تاريخ و جغرافيا استاد ارواښاد سيد مقصود سعيدي زوی) د پوښتنو اوږده ليکلړ غبرګون ته مټې د خپل کلي په چکر کې وخت وموند.

وروسته د فرهنګي دوستانو په هڅونه بې له وخت ټاکنې د ښاغلي والي حسن شېرزي د ليدو په موخه شاهي بڼ ته ولاړو. په شنه چمن کې ورسره کښېناستو.  ښوی ښاک سپين کالي پر تن او سره چکن کندهارۍ خولۍ پر سر. ساده ګپ شپ يې راسره و لګاوه او په ترځ کې يې راته د ننګرهار د بيا رغاونې د بهير چټکونې لپاره هغه ليک راوښووه چې کوم بهرني مرستندويه سازمان  ورسره د څه له پاسه دوه ملياردو ژمنه کړې ده. نري نري باران نوره کابو را نه کړه او رسخت مو ترې راواخېست.

ماښام بياهم د هغې پرتمينې  ناستې مشر مېلمه شوم چې هڅاند انجينر زلمي په نوښت او لګښت په همېشه بهار مېلمستون کې جوړه شوې وه. ماهم پر خپل وار د ادب و فرهنګ او هرې پوهې او تخنيک د ارابې په توګه د ژبې او بيا ژبپوهنې او  ژبپالنې پر ارزښت رڼا واچوله او په ترځ کې مې دوه لنډ انځوريز شعرونه واورول.

منځنۍ 15-4:

ډاکتر وراره سهار اتنيمې د غازي امان اله ارامځای له ګاونډ پېنځپوړيز استوګنځيه مخ پر ننګرهار پوهنتون وخوځولم او لنډ پر لنډه مو استاد صميم  هم له کوره راواخېست. په شړکنده باران کې پوهنتون ته ورننوتو او په پوښتنه پوښتنه مو د ژبو او ادبياتو پوهنځي سروال((معروف شينواری)) وموند.

هغه هم په يوه بولۍ تالار له مينه والو را ډک کړ او د شاولي بړو وال او حضرت ولي ناګار په ګډون اړوندو استادانو هم راسره برخه واخېسته.

ماهم ورته د پښتو او پښتنو له درېزرکلن تېرمهاله راپيل کړه او تر نوې پښويې او ليکلارښوده مې را ورسوله. د اښتنو پوښتنو په ترځ کې دا وړانديز هم  وشو چې دغه او نور لوستليکي(درسي کتابونه) مې په لوست اډانه کې ورځای کړشي. پوهنوال شينواري هم ډاډ ورکړ او داسې يې ور وښووله چې پخپله له همدغو کتابونو څخه لوست توکي ور برابروي.

دغو ټولو خبرو اترو درې ګړۍ ونيوې او څه کم دولس بجې له خپلو ملګرو سره له هغه پوهنتونه د ښوونې روزنې انستيتوت ته راغلم. دغلته بياسروال ابراهيم همکار او نورو همکارانو له ګڼو پوهنپالو سره د رڼا تر وينا خونې بدرګه کړو او د کوربه او مېلمه استاد((صميم)) تر لنډو پېژندګلويزو خبرو وروسته ماته د وينابلنه راکړ شوه.

د پښتوژبپوهنې، پښويې او يوې- کره ليکلارې په اړه مې ګړۍ نيمه د خپلو

تازه څېړنو يو نچوړ وړاندې کړ.  که څه هم د ګڼو ليکليو پوښتنو ځوابونو هم ښايسته ډېر وخت را و بلوسه، خو بيايې هم يو زړه غټاوی را وباښه او دايې راجوته کړه چې شاګردان له خپلې مورنۍ ژبې او اړوندې پوهنې سره څومره مينه او لېوالتيا لري!

د خبرتياوو او فرهنګ  فرهنګيال دوست اورنګ سليم خوندورې او مينه ناکې غرمنۍ او خوږو خبرو مرکو راڅخه پېنځه ساعته ستړيا هېره کړه. د سرو ګلو او ګلولو ښارمې په پرله پېيلو باراني شېبو کې هماغسې ډوب پرېښووه او د خپل لمرين کلي په تکل مې ترې پښې سپکې کړې. جاراحمد هم زما له تندې او تلوسې سره سم خپلې کرولا ته پونده ورکړه او يوه نيمه ګړۍ لا سمه تېره نه وه چې يې د ښکلې او پسرلي پسوللې مزينې تر بر سره او بيا د حصارک په زاړه کلي کې خپلې خټينې کلا ګۍ ته ورسولم.

د کورکهول د لويو وړو تر ليدو او چای دمې وروسته له نويو ورښتو سره يوه اوونۍ مخکې راوتلي رود نندارې ته ورکښته شو او هغه داچې تر سره انار ګله د سپين غر له سپينو سترګو يو څاڅکی اوښکه هم په اسانه نه را بهېږي!

دويمه ورځ(څلنۍ 16-4) مې له مړيستونه راپيل کړه. د مور له ارامځايه د يوازېنۍ او تر ټولو مشرې((ښاپېرۍ)) خور تر هغه پورې، چې داته څلوېښتو ورځو له ځنډ سره يې د وروستۍ مخه ښې ارمان د تل لپاره پر زړه راپاتې شو!

ورپسې د روغ رنځور د پوښتنې ګرويږنې په پلمه د وړکينې او زلمينې خوږو

ترخو يادونو په بدرګه پر کليو بانډو، ښېرازو کروندو او ګلورينو دېرو باغچو وګرځېدم راوګرځېدم. له چاسره مې سوړسک سابه وخوړل او له چا سره مستې شړومبې، شوده ورګه او له چاسره شنه او سپين چايونه.

پېنځنۍ 17-4:

د37-38 ګړيو تر تېرولو وروسته، خوښ نا خوښ له پاکې او پرېوللې پسرلنۍ هوا او ساده سپېڅلي کليوالي چاپېريال پرېښوولو ته اړوتم اوګهيځ وختي ترې بيرته د جلال اباد پر لورې راوخوځېدم. دغلته بياهم پر ليکوالو او رسنوالو واوښتم، له استاد صميمه نيولې، تر استاد ازمون پورې. په ترځ کې راته ځوان طنزيه شاعر او ليکوال عزت اله ځواب خپله((مينه)) راډالۍ کړه او بيا سره ټول په ګډه د تلويزيون د سروال پوهنيار زلمي پر دوتر ورننوتو. له ادبي ګپ و شپه  خبره رسمي مرکې ته ووته. وروستی چای غړپ مې لا تر ستوني تېر نه وو چې يوه تکړه مرکچي له دوتره لاسنيولی مخ پر ستوډيو روان کړم. هغه هم راباندې له ژبپوهنې تر ادبپوهنې د اښتنو پوښتنو يو اوږد ليکلړ بشپړ کړ او مټې يوولس بجې ترې راووتم.

له ګران ازمون سره د جاراحمد په ګاډي کې يوځل بيا ننګرهار پوهنتون ته ولاړم، خو داځل مې د لکچر پرځای د پوهاند زېور کره سر ور ښکاره کړ چې د ناروغۍ پوښتنه يې وکړم. زرغونه جانې د غرمنۍ تياری نيوه، خو موږ ورته د ګران سيد احمد د مېلمستيا له کبله تم نه شو او پرځای مو ترې پر تناره پخکړی تود سوړسک را تر ګوتو کړ.


د بېسود پله څېرمه ملت رستوران کې مو په کبانو ځانونه ښه ټنډ کړل او د سهنې په پلمه يې شېرزي لوبغالي ته پر چکر ور ننوتو. دغه ښکلی سکښتلی او تر سرپټي لمباځي پورې، په شنو چمنونو، ښايسته ونو بوټو او رنګارنګو ګلونو پسوللی لو بغالی چې له پله لږ راپورته له شاهي بڼ سره دېوال شريک مخ پر ښار راغځېدلی او د پخواني خورماباغ ښايسته ډېره برخه يې رانغښتلې، په ننګرهار او بيا جلال اباد کې د ښاغلي والي حسن شېرزي له نوښتګرانه کارنامو څخه ګڼل کېږي.

سره له دې، د لوی څارنوال له نيوکو دی هم بچ پاتې نه دی او وايي چې له ورکړو پيسو څخه يې په سل کې تر پېنځو زياتې نه دي لګولې. که دا نيوکه يې پرځای وي، نو دا پايله ترې راوځي چې  نور واليان  همدومره سلنه هم  پر خپلو خپلو ولايتو نه لوروي!

له درو تر څلورنيمو په ښاروالي تالار کې د عبداله صادق او ساير شينواري د شعري ټولګو د مخکتنې غونډې ته کښېناستو. هلته مې د نورو ادبي- فرهنګي څېرو په لړ کې راته د اغلې صفيې صديقې اصف ليدنه هم ستر غنيمت شو چې د ولسي جرګې د استازې په توګه د منډې له مخې ننګرهار ته راغلې وه او په کابل کې يې د کتو وياړ نه وو را په برخه شوی.

له نورو يارانو دوستانو  سره  دکړو ژمنو له کبله د غونډې تر پايه پاتې نه شوم له ګران ازمون سره ترې غلی راووتم. تر تالاشۍ چوکه مو په يو زړه چاودون  له بېخرته ګڼو ګوڼو ځانونه و کښل او هله بيا په رېکشا کې د انګورباغ پر لورې و خوځېدو.

شپږنۍ 18-4:

استاد صميم د يوه فرهنګيال د واده په پلمه لسيزې وروسته، هغه هم پر نوي ډمبر سړک، کامې ته بوتلم او دهمدوی له تاندو تنکيو چنارونو او نورو ونو بوټو سره له بيارغولې دېرې بيا تر ګوجه پورې را شنو شوو کروندو او سمسورو ګلباغچو تللي يادونه بيرته راسوب کړل. په ګوج کې د واده خوندورې ډوډۍ وروسته زاړه يار ملک ناصر عبدا لرحيمزي له خپل ډاکتر زوی سره پرخپلې نوې ښويې ښاکې کلا ور برابر کړو او د شودوچايو د څښنې په څو لنډو شېبو کې مو سره د تېرو ګلورينو وختونو کيسې راغبرګې کړې. په تېره هغه  ژمنۍ شپې ورځې چې د ارواښاد ګډ دوست شېراغا په ورڅېرمه دېره اوجره کې مو سره ناستې پاستې درلودې او بيا به تر نيمو شپو ټول مېلمانه او کوربانه زما او ارواښاد برکت اله کمين دوه کسيزو شعر جنګيو ته غوږ غوږ پاتې کېدل!

بېسودو ته له بيرته راغبرګېدو سره له ځوان زده کړيال شريف ناصر له مخټاکنې سره سم د چای دمې لپاره پر کاږه واږه څېرمه سړک سپاره او بيا يوه ټوټه پلي تر بينګا کلي ولاړو. ډاکتر پلاريې په خوږو خوږو مرکو کې د

شکردرې د سره جنرال د ملي- پوځي ښادنامو او په دې لړ کې په سقاوي ضد جګړه((نجات)) کې د ونډې کيسه وکړه چې زما او ملګرو لپاره نوې او په زړه پورې وه.

مازيګر مهال دا کابو لاسته راغله چې د ښوونځي او پوهنځي د وختو کيسه بول او غزلبول کره ورشم. داچې سم له لاسه له ورپېښې زړه ناروغۍ را رغېدلی برېښېده، زه ورسره هم دمه شوم. د نوښتګرانه او زړه راکښونکو غزلو او ازادو ټوټو په را اورولو يې ډېر ګډ شاعرانه يادونه بيرته راژوندي کړل. که ډاکتر يې پر خبروبنديز نه وای لګولی، ورسره نور هم کښېناستم او

او په خوږو خوږو ترانو يې لاپسې پاسللم. هسې خويې يوه ټولګه په خپل لاس راډالۍ کړه او بله يې ما د خپل کتاب نيم په ونج کې له مومند پلورنځي څخه لاسته راوړه.

پيلنۍ 19-4: د هندوکش ودانيز شرکت له مشر انجنير خليل غفور سره د سړو کوکو او تودو چايو تر څښلو او د سيند غاړې تر يوه لنډ چکر وروسته

له جاراحمد سره هډې فارم ته يو ځل بيا وختم، خو زما له خوا له يوه خټين دېوال سره د ګاډي  وربوز لګېدنې له چکره لاس پر سر کړو، د هغه د جوړولو لپاره ميخانيک خوره يي ((اجمل))ته ورغلو او دخپلو نسونو د مړولو لپاره هوټلي هغه((بلال)) ته. د غرمنۍ مېلمه پال د ډاکتر وراره د پزې د پټۍ او زما

د لاس د هډ بندۍ چاره هم وکړه.

نور مې د ننګرهار يون هم پای ته رسېدلی وو او جار او اجمل تر ښاره وتلې کابل اډې ته ارام و هوسا ورسولم. بياهم تر سروبي وروسته مې د نورو ډېرو غوندې د لته بند پرهماغه شاړه شډله لاره سر شو. نيمه ګړۍ د کړوخېلو د رڼو چينو په نلکو سپرليو او ګاډو خاورې دوړې پرېوللې او پېنځنيمې بجې مو مټې  د سپرلۍ ګاډي اربې  پر ډمبر سړک ولګېدې. دا مياشت دوی وشوې چې جهادي- اېمپرياليستي ټلواله د تنګي غارو د بيا تازه رغېدلي سړک د يوه نړېدلي پله د بيارغاونې له توغه وتلای نه شي، حال داچې د درست هېواد د بيارغاونې ډنډورو يې ټوله نړۍ پر سر اخېستې. د لته بند يوې پېړييزې زړې لارې ته بيرته ورستنېدنه دا رازبادوي  چې د همدوی په لاس وران ويجاړ هېواد او ټولنه پرمخ نه، بلکې پرشا وړي، ځکه په همدې کې يې پايښت نغښتی دی!

چې کله کوم هېواد پال و کيل يا رسنوال(ژورنالېست) هرکورني او ياهم بهرني ټلوال ته  اړوندې ناخوالې او ناغېړۍ ور په ګو ته کاندې،همدايوډول پلمې رامخته کوي چې د درو لسيزو ورانۍ ويجاړۍ بيا رغول  همدومره لسيزې غواړي. خو يو يې هم بيرته نه ورغبرګوي چې ولې درې لسيزې، د دوکتور نجيب اله د واکمنۍ تر وروستۍ شېبې خو هرڅه سم ول؟

يونۍ 20-4:

د غويي اتمې د ډرنامې له ټسه مو پر مخ  لارې کوڅې تړلې وې او کوربه چلوونکي په ډېره خوارۍ د سېمېنټ خانې له ګورنډو پر مرنجان غاښي نورمحمد شاه مېنې ته و اړولو، ماشوم يې په سياه سنګ کې د اتو بجو پرځای نه نيمې پر ښوونځي وسپاره او زه يې هم د لاهورۍ دروازې او زاړه ښار د کنډوالو له لارې  تر ګذرګاه او بيا په ميرويس مېنه(ده بورۍ) کې د سيمه ييزو څېړنو مرکز ته ورسولم. له هغه ځايه تر پوهنتونه پلی ولاړم راغلم او تر يو لړ اړينو بوختياوو وروسته مازيګر مهال د مرکز ګاډي پر کور وسپارلم. تر نيمې شپې مې له پرله پسې تېلېفوني زنګونو سره سره د زدکړيز نصاب پازوال ((انځور صاحب))  راته د استاد صميم په اړه غوڅه پرېکړه را ډاګيزه نه کړه چې سبايې راسره خوست ته پرېږدي او که نه؟

دونۍ 21-4:

استاد صميم هم چې کرۍ شپه يې د حمزه بابا((… ته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم)) شعر زمزمه کړی وو، سهار مانځه مهال زنګ را وواهه: ((دادی درغلم!)).

بيا نو کومه خرخشه را پاتې نه شوه او غرزي هم په يوه منډه د ولايتو تر اډې

و رسولو. له بده مرغه په يوازېني راپاتې نيم ګړندي ګاډي کې شاڅوکۍ را په برخه شوې چې تر ګرديز اخوايې، له سټو کنډوه تر نادرشاه کوټه په پورته پورته ويشتلو سره پر رڼا ورځ د اسمان ستوري را و ښوول.

د اسمېلخېلو دوه لاري راته انجنيري زده کړيال((مسعود)) وار له مخه نيولې وه چې تر هغې شېبې يې له استاد سره تش تېلېفوني اړيکي پاللي ول. تر مينه وړي غاړې روغبړ وروسته يې تر نوي پوهنتونه ورسولو او دنوي ټاکلي مشر پوهندوی دوکتور ګل حسن وليزي دوتر ته يې ورسيخ کړو.سره له دې چې زموږ ورتګ يو ناڅاپي وو او د ځانمرګو ترهګرو له وېرې مو وار له مخه خبر نه وو ورکړی، خو له 12نيمو تر دوه نيمو يې چې ترڅو مو لاس و مخ پرېولل او چاي ډوډۍ مو سره  کول، وخته بيا د پښتو ژبې او ادبياتو، ژورنالېزم … رسخت کړي شاګردان بيرته راسوب کړي ول.

دغه ښکلی پوهنتون د شيخ زيد بن سلطان له خواد 35 ميلينو په لګښت دغره پر ډډه ودان شوی او له همدې کبله يې په نامه نومول شوی دی. دغه نوميالی له هغو ګوتشمېرو عربي شيخانو څخه ګڼل کېږي چې له وروسته پاتې اسلامي هېوادو سره د بنسټپالۍ او ترهګرۍ پر ځای د پوهې، فرهنګ او ټولنيزې ښمر ښېګڼې  په برخه کې وړيا پانګونې کوي.

پر پښتو او د د غې شمال ختيزې(باختري) او ساکي اَرياني ژبې پر تېر مهال، پښوييز رغښت او کره ليکلار زما لکچر او اښتنو پوښتنو تر شپږو بجو پورې دوه دوه نيمې ګړۍ ونيوې، خو را دباندې د نويو لګېدلو ونو بوټو شاوخوا بېشميرو ديجيټال لروينو ګړۍ نيمه نورهم پښه پرځای پاتې کړو.

د ماښامنۍ او شپې تېرونې لپاره مو هم ګڼ مينه وال له خپل ګاډو سره تيارسۍ ولاړ ول او هېچاته مو ((نه)) نه شو ويلای. په پای کې استاد صميم د انجنير مسعود په پجه ورسېد او زه د ګران خورين رووف نېکعمل په پچه چې خپل مامايې راته په وربوی کې له پېنځو بجو راهيسې له ګاډي سره پر يوه پښه درولی وو. د لکڼو پر بريد ورسره  وخوځېدم او داچې ډمبر سړک يې ټيک ترکلي(( ترېزيو)) غځېدلی وو، نو تر نيمې ګړۍ زيات وخت يې را و نه لوټه. د مينه ناکې مېلمه پالنې په لړ کې يې تر هرڅه غوره دا وه چې په يوه تاوده تشناب يې راڅخه د ګردې ورځې ستومانۍ هېرې کړې او په درانه خوب  ويده شوم.

منځنۍ 22-4:

کوربنوګهيځ وختي بريځر را تيارکړاو شپږ- شپږنيمې مې د ګډ فرهنګي دوست انګار صاحب تر فرهنګي ټولنې ورسولم. استاد هم له لمانځه مهاله هلته ځان رارسولی وو. انګار هم د شنو چايو پرځای سپينې راولورولې او موږ هم په دې چم د مېلمه پالنې پور ور پرې کړ. له دوتره له راوتو سره يې راته د کابل په موخه راغوښتی سپرلۍ ګاډی سترګې پر لار وو او پکې راکښېناستو.

که د استاد صميم بې کچه تلوار او ټينګار نه وای، ډېر مې زړه غوښتل، لږ تر لږه يوه ورځ شپه نور هم هلته پاتې شم او په شاوخوا سيمو اوکلو بانډوکې د 1342، 1345 او بيا 1359ل. کال د هغو کرښپلونو، او ورسره ورسره د زړو يارانو دوستانو د مړي ژوندي يو څرک هومره ولګوم چې د ګړدودي څېړنو په لړ کې مې د زړه او ذهن پر دړه کښلې ول. د خوست پوهنتون د مخني سروال استاد فياض او زما داووم ټولګي ګران اومنلي پښتوښوونکي ((سلېمانزي)) او بيا تر سټو کنډوه له پرونۍ بېړ ندويې غونډې د ناسوبو زده کړيالو او مينه والو پرله پسې تېلېفونه هم د همدې خبرې ښکارندوی ول!

داچې په بيرته راتګ کې د خوستي دوستانو بېکچه مينو او لورېينو له سټو کنډوه روغ و هوسا راواړولو، نو نوره مو ترکابله کومه ستړيا و نه نګېرله او له رسېدو سره مو ټکسي ونيوه. استاد صميم مې تر خپل نوي کارځای (تعليمي نصابه) ورساوه. زه پخپله هم لا تر سيمه ييزو څېړنو نه وم رسېدلی چې انځورصاحب رانه په تېلېفون کې  پرخپل ټاکلي وخت د استاد د ور سپارنې مننه وکړه او په همدې پلمه يې سباته د خپلو همکارانو لپاره د لکچر بولۍ راکړه.

څلنۍ 23-4:

کوربه پوره اته بجې له شمشاد لروينون سره پلی کړم او سيده د خبري څانګې پازوال سباوون ته ورغلم. دويمه چای پياله مې لا په لاس کې وه چې فضل صاحب له خپل دوتره راکښېووت او بې پوښتنې ګرويږنې يې له ځان سره د اماني لېسې پر لوري و خوځولم. د محمود خان تر څلارۍ هاخوا يوه ښه شېبه

د ((بېدفاع وزير)) تر راوتو درېژ شو او په همدې ډول مو تر دوه درې سوه متره موخې پورې بېلابېلو مارپېچو پاټکونو شل دېرش پله(دقيقې) وخت ونيوه.

ډک هال په دې ډاډ من کړو چې سر چارواک به هم تر ټاکلي مهال((نه نيمو)) را

ورسي او غونډه به پيل شي. تر لسو مې د ملګري له زغم سره زما زغم هم پای ته ورسېداو بيرته ځنې ښوی راووتو. سره له دې چې سکالو((د محروميت د پايته رسولو لپاره باکيفيته زده کړه)) وه او لږ تر لږه پر اورېدو ارزېده، خو د عملي ګټې له پلوه بيا زموږ د دواړو دندې ناځنډ منونکې وې!

هغه خپل دوتر ته ولاړ او زه پوهنتون ته. دپښتو ژبپوهنې او په ځانګړې توګه د پښوييزو ستونزو په اړه  استادانو او بياکشرانو ښځمنو هغو راڅخه په اښتنو پوښتنو د غرمنۍ وخت راولوټه او په منډو منډو مې د زده کړيز نصاب تر ودانۍ ځان وږی تږی ورساوه.

هلته مې د وخت سپماپه پام سره د استاد هيله من په پياله چايو بسنه وکړه، خو د غونډې مينه والو په لمانځه اوداسه دومره وخت راولوټه چې د غرمنۍ لپاره تريوه خوړنځي ته ولاړشم راشم. ان تر دوو هم شېبه نيمه تېره وه چې ټاکلې خونه مټې نيمه راډکه شوه. انځور صاحب کومې اداري ناستې ته غوښتل شوی وو او د مرستيال تڼيوال له واک و وسه همدومره پوره وه. په دې کې هم يو شمېر ګړۍ وروسته کوروته ستانه شول او يو شل کسه را پاتې شول. په کارخو داوه چې د شمېرپوهنې(رياضۍ)، پېنځپوهنې(فيزيک)، ژوندپوهنې (بيالوجۍ) او نورو جوتپوهنو او ټولنپوهنو د پښتو برخې ګردو کارپوهانو راسره هم ګډون کړی وای!

له نا اوډيو سره سره مې هڅه وکړه، د نويو ژبپوهنيزو برياوو په رڼا کې د  پښتو ژبې پر تېر مهال خپلې خبرې را لنډې کړم او پر وسمهالو ښوونيز- پوهنيزو ربړو او ستونزو يې يوڅه زيات و غږېږم. په دې لړ کې مې ورته له نويو زياتونو اوکرونو سره د دوو غبرګو کتابونو( پښويې او ليکلارې) پر بنسټ د ((يوې- پښتوکره پښتو)) او په ځانګړې توګه ليکني او ليکدودي لار ښوونې وړاندې کړې. پوښتنو او ګرويږنو يې پردې پوره باوري کړم چې پر هغو ټولو يې پوره سرخلاص شوی، سهلې او منلي يې دي. هسې خو ډېريو ګډونوالو د پښتو ژبې او ادب په ښوونه او بيا يې د اړوندو لوستليکيو په کښنه او تيارونه کې اوږدې مخينې، ازمېښتونه، نوښتونه او برياوې  تر شا پرېښې او دادی، له ښه مرغه نن سبا، پر نړيوال کچ په ښوونه روزنه او  ژبپوهنه کې د نويو نويو  رامنځته کېدونکو برياوو ، مېتادوجيو او ترمينالوجيو سهنې او کارونې ته ور هڅول کېږي او ورسره د لوړو زده کړو څانګوال او کار پوهان هم له بهره را غوښتل کېږي.

شپږنۍ 25-4:

له کټه له راپاڅېدو سره په دې چورت کې شوم چې نن خو چوټي ده، چېرې ولاړ شم او څه وکړم. سهارنۍ مې لا تر ستونې تېره نه وه چې يو پوځيوال دوست((سيد عزيز وردګ)) زنګ راوواهه او ترڅو چې مې د خوب کالي پر ورځنيو بدلول، بياله سرکاري ګاډي سره رارسېدلی وو. نېغ يې د امينواکي پېر د ګډ زنداني دوست((تاووس)) پنډي يا اوسني نيازي ودانيز شرکت تر کورودوتره ورسولم. خو هغه ددې پرځای چې زموږ ملګرتيا وکړي او د کابل

په خوسا او بوينو کوڅو کې د چا ختم او دچاکوژدې او واده ته راسره ولاړ شي، موږ ته د بګرام او کوهستان د چکر بلنه راکړه.

ماهم د همدغه هوساييز چکر او رښتينې هواخورۍ وړانديز غوره وګاڼه او هغه بل مې خپل غم و ښادۍ ته پرېښووه. تر هغه مهاله له دې ناخبره وم چې خيرخانه مېنه  او بيا کابل ښار دې پر هغه نېغ اوستغ غاښي ورختلی او تر کارېزميره مخ پر شمال دومره غځېدلی اوسي. په دغه لړکې چمتله او پسې ورپورته شاوخوا دښتې او لمنې خو د ناسپېڅلې شمالي ټلوالې جهادي انډيوالانو ((پنجشېري فهيم)) او((پغماني سياف)) بيا وخته چورکړي او په خپل منځ کې يې سره وېشلې دي!

تازه ورښتونو شمالي رښتياهم پر((لاله زار)) بدل کړی: په دښتو او رغځيو کې يې سرو غاټولو سرونه راهسک کړي، سوي الوي انګور باغونه او کروندې بيا راښېرازه شوي، د پخواني ډمبر سړک دواړو غاړو ته نويو غوړېدلو اکاسيو پر پلو او سپرو خپلې خوږبويۍ لونلې او زړونه او  تمېزونه يې ور تخنول او مستول. د لارې په اوږدو کې مې ناببره پر هغو دنګو او پسورورو برېښنا ستنو سترګې ولګېدې چې پېړ پېړ سيمونه ورباندې له وزبکيستانه مخ پر کابل را غځېدلي او د انګروزوله  مخې د 150 مېګاواټو او په همدې انډول ديوه لوړ ولتاژ برېښنا د لېږد لپاره په پام کې نيول شوي دي. داچې له حيرتانو يې تر کابل ښاره راتګ ته د ميليونونو هېواد والو د تېرژمي کنګلې  تلوسې کله ويلېږي، اړوند مجاهد وزير ته هم پته نشته. د رڼاغر(جبل السراج ) دهغې يو پېړييزې ړومبنۍ برېښناځواک پرياد چې پر خپل مهال يې ترکابل ښاره خپله رڼايي اوتودوخه رارسوله او همدې واکمنې تورې ارتجاع يې وروستۍ نښې نښانې يو مخيزه له منځه يوړې!

له لولارې تر برمته شوي بګرام پوځي ډګره هغه يو ټوټه سړک دومره کنډوکپر او ګورنډې ګورنډې شوی چې د لته بند او سټو کنډو تېر هېر يې بيا راتاند کړل. نور نو تر عبداله برج او صياده د پسرلي پسوللو خټينو او خال خال ګټينو کلاوو کورونو، شنو کروندو او انګور تاکونو له زړه وړونکو نندارو سره ښوی ښاک او پاک ساک ورسېدو او د پنجشېر د نيم څپاند سيند له نيمايي بستره را هسک شوي کانکرېټي رستوران کې راته وار له مخه  د تازه لقه کبانو د غرمنۍغوړېدلي کوبي(دسترخوانونه) له خپلو مېلمه پالواو وسله والو ساتونکيو سره سترګې پر لار ول.

ماته تر هرڅه دا سترګو ليدلې او اورېدلې ننداره ډېره په زړه پورې او ورسره ورسره هېښنده وه چې څنګه يوه پانګوالي کاروبار سره پروني انقلابيان او جهاديان سره را پوخلا کړي او پر يوه ټغر کښېنولي دي: يو خوا ډاکتر نيازی وردګ له خپلو ما ما زامنو-کاکا زامنو او بلخواحاجي رضأ سنزی له خپلو ورونو سره.

هغوی سره په مينه مينه د مخامخ غره د کروميتو پر را يستنه او بيا يې چين ته پر لېږدونه غږېدل، خو زه د ((ملت رغاونې)) ارمانژلو شننو څپو پرمخ اخېستی وم او دامې کرل او رېبل چې که ناپانګوالي انقلاب پکې پاتې راغی او د جهادي – اېمپيريالپستي دولت، په بله وينا، مافيايي- انجويي ټلوالې د ازاد اقتصاد او بازار نارو  سورو بېلابېلې مافياوې راوزېږولې، ګوندې دغه کوشني کوشني ولسي نوښتونه د ټبرني او بيا په تېره ورسره د تړلي ملايي نظام ستنې ورو ورو راوړکوي چې  تر ډبر پېرې طالبي ترهګرۍ يې  راورسوله!

پيلنۍ 26-4:

ګهيځ اتنيمې غرزي په انصاري څلارۍ کې پلی کړم، نېغ د صافي هوايي شرکت ته ورغلم او د بيرته تګ ټېکټ مې له منځنۍ تر پېنځنۍ را اوږد کړ. د علامه حبيبي تر پلورنځي اود ښار تر منځۍ مې د نورو پليو ښاريانو غوندې خاورې دوړې او لوګي لکه زهر تر ستوني تېر کړل، خو تر پوهنتونه بياهم ټکسي ته اړوتم. په پښتو څانګه کې مې له استادانو سره په څانګيزو سکالوو ځان  ښه ستړی کړ او د پوهنتون پر نريو نريو پخو پلو لارو د سيمه ييزو څېړنو تر مرکزه ولاړم. تر يو څه ارام وروسته مې برېښليکونه وکتل او و لېږل. ګړۍ نيمه د ودانۍ په چمن کې  له فرهنګي دوستانو(غښتلي او فروتن) سره چايې و څښلې اوګپ شپ مو سره و لګاوه. لمر پرېواته هر څوک پر خپل لوري ولاړل او پخپله د ډاکتر خوشال روهي سره مېکرويانو ته ستون شوم.

اته بجې د غرزي او جار احمد په ملتيا تر کلوله پښتې ور هاخوا د پخوانيو پښتو څانګې لېسانسه دوستانو(( ګل اغا ناصري او مېرمن پښتنې حسيني)) کره ماښامنۍ مېلمستيا ته ولاړم. کشر زوی يې چې د هېند په پونه پوهنتون کې سوداګري زده کړې پر مخ بيايي او تر څنګه يې له نورو افغانانو سره يوه فرهنګي ټولنه جوړه کړې ده، خپل ښکلي شعرونه په خواږه غږکې را واورول. مور و پلار پرې هم په دې وياړي چې په کړن کې يې د دواړو لاره پر مخ اخېستې ده.

يونۍ 27-4:

پر دغه ورځ له بېګا راهيسې پر شاوخوا سيمه د((مجاهدينودبري جشن)) په نامه پر هېواد او بيا کابل د يوې اخوان- ستمي ډلې ټپلې د زور واکۍ د شپاړسم تلين له کبله ګرځبندی لګېدلی وو او څوک له کوره وتلای نه شو.

برېښنا هم نه وه چې لږ تر لږه يې د بهير په ليدو وخت ګوډ کړای شو. ناڅاپه له ټاکلي  خوا څخه  د ټک وټوک غږونه راغلل او په سترګرپ کې يې پر ټول تشيال او چاپېريال راغوړېدلې چوپه چوپتيا ړنګه بنګه کړه.

له يو دوو اجل نيولو پرته راپېښ شوی شر نور د ټولو ښاريانو پر ګټه پرېووت او د ګرځېدو راګرځېدو کابو ورته پيداشوه. زه هم  ښار ته ولاړم او له تېرې ژمنې سره سم د پخواني فرهنګي دوست، اذرخش حافظي، د ليدو په موخه د سوداګرۍ او صنعت اوتاکونو(خونو) ته ولاړم. مټې هملته مې د اَريانا تلويزيون هغه ګوزارش وليد چې څنګه ليکه ولاړ خلک پر ځمکه رالوېږي او د هېواد مشر په ګډون لوړ پوړي ملکي او نظامي چارواکي، افسران،  پوليسان، سرتېري، وکيلان… اخوا دېخوا تښتي او په منډو منډو کې يې د درغلي اتلانو عکسونه تر پښو لاندې لتاړېږي. مړي او ټپيان لا هملته پر ميدان پراته دي، خو ښاغلی کرزی بيا بيا د تلويزون پر مخ راښکاره کېږي او همدا وايي: (( خير خيريت است، با اطمينان باشيد!)). هغه بېګناه شهيدان او په تېره په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی او د څمکني ټبر ټولمنلی مشر فضل الرحمان او بيا هغه رسوايي تش ياد هم نه کړل. ځکه پوهېده چې تر شايې د خپلو ټلوالو لاسونه دي: (( له ډاره حال ويلای نه شم – د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه! )).

تر څو حافظي صاحب له دوتري کاره راوزګار شو او د يوې خوندورې غرمنۍ لپاره يې په يوه خوړنځي کې مېلمه کړم. که نه په دوتر کې بيا بيا راغبرګېد ونکې کوميک_ تراجيک تلويزوني ګوزارش او ورسره ورسره د بې توپيره

هېواد مشر ((د خيريت راپور)) ليدو اورېدو نورهم پسې پکو کولم.

له غرمنۍ نه له راستنېدو سره پر طاهر غزنوي او جاراحمد واوښتم او مخ پر پغمان يې ګاډي ته پونده ورکړه. تر درو لسيزو وروسته د هغې  تاريخي هوساينځي ليدن ډېر زاړه تېر هېر يادونه پر زړه راوورول  چې له اوسني اکربکر سره يې ډېر لږ اړخ لګاوه. د بيا رغاونې په لړ کې يې، هرګوره د((سوبې څلی)) تر پخواهم ښه ترارغول شوی خو اوږدوجنګو ځبلو مېله ځايونو، ګلبڼونو، چمنونو، پارکونو او واټونو يې له نويو هاندو هڅو سره سره بياهم  هغه تېر برم و پرتم نه دی را خپل کړی. هوټلونه، مېلمستونونه او نورې ودانۍ يې خو هماغسې کنډر کنډر پاتې دي او پر پخوانۍ اَره اماني سکڼ و سکښت بيا رغاونه يې خو بې له هغې هم له اوسني بې سروبوله دولته پوره نه ده.

د پغمان تر ځغلندې ليدنې کتنې وروسته مو د کرغې لار پسې راواخېسته.

دغه مېله ځای د کوم جهادي ميليونر له پانګونې سره، نه يوازې بيرته راسکينده شوی، بلکې د لازياتې ګټې وټې په پام سره تر پخوا ډېر غځېدلی

او ښکللی دی. د ډنډ پر غاړو مورګو يې ښکلي رستورانونه او بڼکي جوړشوي او کرايي مېخانيکي او موټري بېړۍ پکې ځغلي راځغلي، خو تر بند راکښته ونې بوټي همغسې سوکړه پاتې دي او د ګولف ميدانونه يې هم بيا رغول شوي نه دي،ګوندې ټيکه وال په بيا رغاونه کې څه ګټه وټه نه ده ليدلې!

دونۍ 28-4:

داورځ مې د ګران اومنلي فراهي له دوتره راپيل کړه. د فرهنګيستان د مېلمنو نوملړ مو سره پايليز کړ او چلوونکي يې 9نيمې  پوليتخنيک وسته د ښوونې روزنې پوهنتون ته ورسولم. له مخني جوړجاړي سره سره د اړوند پوهنځي مشر ښاغلي جمشيد رشيدي په ډېرو منډو رامنډو وکړای شول، مټې لس بجې شاګردان له دوه درو استادانو سره په يوه او بيا بله لوستخونه کې راټول کاندې. تر دولسو مې ورته پر پښتو تاريخ، پښويه، يوه _کره ليکلار او د نومهالو علمي- تخنيکي نومونپوهنو د راپښتو کولو پر اړينتيا

خپلې څرګندونې وړاندې کړې او اښتنې پوښتنې مې ورځواب کړې.

له دوکتور طاهر عنايت سره مې ايله د غرمنۍ په ترځ کې د خبرو اترو کابو وموندله او دخپل لکچر چاپي بڼه مې ور وسپارله چې د مينه والو لپاره يې کاپي کاندې. دی څلور مياشتې مخکې له المانه راستون شوی او دهغه پوهنتون د سروالۍ پازه يې پرغاړه اخېستې ده. ګاډي  يې تر کابل پوهنتونه ورسولم او هلته د ژبو او ادبياتو پوهنځي له استادانو اڅک او لورين سره د پښتو ژبپوهنې د بېلابېلو څانګو ښرانګو د ښووانې پر ربړو او ستونزو و

غږېدم.

کورته له ستنېدوسره مې مل تېلېفون ته پام شو چې چارج يې پای ته رسېدلی او د ډېرو دوستانو زنګونه هوايي تللي وي. له همدې لامله شېبه نيمه به تېره وه چې عزيز جان راپسې تر ډېرو تېلېفوني زنګونو وروسته ارور ترور راغی او مټې يې د کور په زنګ  وموندلای شوم. سم له سمونې په ګاډي کې خوشال مېنې او بيا د اَريانا لروينون مېلمستون ته ورسولم او په احسان  اَرينزي يې وسپارلم. که څه هم، له دغې اوريزې- وينيزې رسنۍ سره د ډېر کاري ليکوال دوست کورنی نوم د برابرۍ له مخې اړوندتيا موندلې، خو ښايي ډېريې باور هم نه کړي، ځکه له رامنځته کېدو راهيسې ورسره دا درې کاله د مرستيال په توګه همکاري لري او په ترځ کې ورسره پښتو برخه هم پر مخ بيايي.

منځنۍ 29-4:

لومړی تر ښار منځۍ کوربه غرزي ورسولم او له هغه ځايه د ګران فراهي په ملتيا د  سپين کلي(افشار) پر بريد د ښوونې روزنې پوهنتون ته ولاړم چې د

شهيد پوهاند مجروح د اتيايمې زوکړې يوه څېړنيزه  يادغونډه يې رابللې وه.

په يوه نيم ساته لارغه(وقفه) کې مې د کابل پوهنتون تر ادبپوهنځي يوه منډه وکړه. هلته مې د استاد لورين د پوهندويۍ د اړوند پوهنيز- څېړنيز اثر((ژبنۍ ډلبندۍ)) دفاعيه غونډې ته په وروستيو شېبو کې سرورښکاره کړ او بيرته په هماغه بيولي ګاډي کې مخنۍ غونډې ته را ستون شوم.

دوه دوه نيمې له ګران غفور لېوال سره د پرونۍ ډرنامې د بلهاري څمکني د لاسنيوې لپاره عيدګاه او بيا ورڅېرمه شمشاد لروينون ته ولاړم. له ښاغلي او منلي سباوون سره د سبا لپاره د فرهنګيستان د پرانېستغونډې پر چمتو والي و غږېدم او له هغه ځايه له اړوندو کارمندانو سره  په ګاډي کې ترخپل استوګنځي راغلم. له مخنۍ وخت ټاکنې سره راپسې د لمر لروينون ګاډی راغی او نېغ پر نېغه يې په  وزير اکبرخان مېنه کې  اړوندې خپرنۍ ودانۍ ته

ورسولم. ځوان نوښتګر ليکوال او رسنوال عزت اله پېژاند مې تود هرکلی وکړ او بيا ورسره  د ستوديو په نامه يوې لنډ تنګ وستل ته وختم. تر اوو- اوونيمو يې څه له پاسه يوه ګړۍ د لروين  وړانګو ته څنګزن غوندې پر يوه څوکۍ کښېنولم او د پښتو ژبې او د نړيوالې سيالۍ په موخه يې دڅلور ګونې وييپانګې او بيا نويزونو(نيولوجېزمونو) په تړاو په يادښت کړو او نويو رازېږېدلو پوښتنو اښتنوکې راوښکېللم او ماهم تر وسې وسې پرله پسې ورغبرګې کړې. داچې کله به ورته انډيوال((طلوع)) تلويزيون د خپراوي کابو ورکړې وي،په ورځ دوو کې يې زما تر بيرته راتګه څه پته را ونه لګېده!

څلنۍ 30-4:

له اوبو- برېښنا نه د هممهالې کارونې په اسره ان سهار درې نيمې پر تشناب ور ننوتم او په دې ډول مې د يوه مياشتني يانه د دغې يوې پاتې ورځې د نچوړلي مهالوېش د ترسره کولو په تکل و پتېيله چې تر اتو پورې له کوره ووځم. له دې ناخبره چې، پرزړه به دې يوه وي، در پېښه به شي بله، د لرخبراوي (تېلې کمونېکېشن) له دوتره خپلوانې زنګ راوواهه چې د پوهنتون خواته ډزوډوز دی او لارې سړکونه بند دي!

ماهم چار ناچارسل زړونه يوکړل، له کوره راووتم، په يوچل مې ځان تر خبرتياوو او فرهنګ وزارته ورساوه او بيا د ګران فراهي په مرسته تر

سيمه ييزو څېړنو. په ترځ کې مې تر پښتو څانګې يوه منډه وکړه او بيا له خپل خواخوږي لېوال سره د اَريانالروينون په بلنه هماغې خواته ولاړم چې ګهيځ مهال پکې د سرکاري جنګياليو او طالب پلوې ترهګرې کورنۍ تر منځ يوه خونړۍ نښته شوې وه.

د لروينون مرستيال((اَرينزي))  ړومبی پر بېلابېلو څانګو ښرانګو و ګرځولو او بيا يې  د غرمنۍ لپاره خوراکخونې ته ور سيخ کړو. ملګری رانه وروسته پر خپله مخه ولاړ، خو چې ماهم خپلې لاس ګړۍ ته وکتل، دومره وخت راپاتې نه وو چې د تېر جوړجاړي له مخې ورسره مرکه وکړای شم. هغه هم ګاډی راکړ او په کور کې يې تر کاليو بدلولو وروسته ټيک دوه نيمې پرشمشاد لروينون وسپارلم.

رابللي چې ترڅو راتلل او غونډه پيلېدله، يوه ګړۍ پرې بله هم واو ښته. په سرکې د سپېڅلي قراَن څو اَيتونه ولوستل شول او فراهي صاحب د لومړي وينا وال په توګه تر فرهنګيستانه زما پر علمي- فرهنګي منډو ترنډو زيات وږغېد. استاد صميم بيا د خپلو استادانه خبرو غوښنه برخه پر اَره سکالو

(( پښتو فر هنګيستان))  را وڅرخوله او رامنځته کېدل يې د وسمهال له اړينو

غوښتنو څخه و ګڼل. پياوړي شاعر او څېړنوال لېوال هم پر هېوادني او جهاني کچ له نورو ژبو سره د پښتو د رغنده او پرله غښتې پوهنيزې، فرهنګي او تخنيکي سيالۍ لپاره د يوې داسې ازادې، نادولتي او ناپېيلې ټولنې بنسټ اېښوونه د پېنځوس ميليوني پښتني ټولنې يوه ټولمنلې رښته او اړتياو بلله.

نوموتي هنرمند ممنون مقصودي په خپل کوډګر غږ کې زما دوه کوشني شعرونه راواورول او په پای کې ما د فرهنګيستان د تګلارې هماغه غټ غټ ټکي څرګند کړل، هسې خو يې کاپيانې ګڼو مينه والو وار له مخه تر لاسه کړې وې. دغه بنسټواله غونډه چې تر پېنځنيمو وغځېده، پر يوه مازيګرنۍ پايته ورسېده.

وروسته له پخواني فرهنګيال دوست هدايت اله وطنيار سره اووه- اته سوه مېتره وړاندې د واده يوه بنډار ته ولاړم. د يوشمېر نورو ګډونوالو دوستانو سره تر ليدو کتو وروسته له ګران حنان حبيبزي سره کور ته راستون شوم.

پېنځنۍ 1-5:

ګهيځ پېنځه له لاسي څراغ سره پر تشناب  ننوتم، مخ، لاس و پښې پرېولل او ږيره مې وخرېيله. پوره شپږنيمې غرزي، څه سپور او څه پلی د کابل هوايي ډګر تر پای بريد(ترمينله) ورسولم. لا اووه بجې نه وې شوې چې تر څو پرله پسې پوړيو او پاټکونو پر يوازېني وتوځي (ګېټ) وربرابر شوم. اته او شل پر مخامخ سکرين باندې د کامير الوتکې يادښت سترګکونه راپيل شول او چې له څنګه مې له يو جګېدونکي هم وپوښتل، د کامير ټيکټ او بوردينګ کارت يې راوښوول. زه په دې اټکل چې له افغاني دود سره سم به د صافي هغه په وخت کې څه لاندی باندی را پېښ شوی وي، تر پاو کم نهو ورته سترګې پر لار پاتې شوم. لنډه داچې تر څو مې يو پازوال  پيدا کاوه، کار له کاره تېر وو… او د الوتلې الوتکې لرې پروت دوتر هم په ډېره بې توپيرۍ راڅرګنده کړه چې ان تر نالوستو مساپرو ګردخبر دي چې دواړه الوتکې همزمان الوځي، نو غبرګو ليکنوته څه اړتياده!

او ماهم په مات مخ ورغبرګه کړه:

هو، زما هم همدا ګناه وه چې  لوستی وم او ان انګرېزي مې هم لوستلای شوه! 

په هره توګه، هغه راسرباري شوې ورځ مې بياهم  ښه شګوم و ګاڼه او په پاتې کارونو پسې شوم. لومړی د لندني دوست اسماعېل سعادت د ليدو لپاره د بي بي سي دوتر ته ولاړم چې ورځ له مخه له بوش هوسه دغلته را استول شوی وو.  له هغه ځايه له ښاغلو فرهنګيالو دوستانو، لودين او نبي پور سره اړوند زده کړيز مرکز ته ولاړم. شېبه نيمه له ښاغلو منلو کاروان او زهير او بيا عابد، پاوند او مستان سره ګړۍ نيمه پر  روان ادبي- فرهنګي بهير و غږېدم. هملته د هېواد مل صاحب له دوتره زنګ راغی او بيا يې راتلونکې اوونۍ ته د علامه استاد حبيبي د نمنځغونډې لپاره دکندهار پر لوري چې يې د پوهنتون پوروړی هم وم، د ګډ تګ بلنه راکړه. ما له مننې سره  ځنې بښنه وغوښته او ورزياته مې کړه چې کاشکې يې دوې ګړۍ له مخه خبر راکړی وای چې غبرګ ټېکټونه مې خو دويم ځلي نه غځولای!

شپږنۍ 2-5:

پردغه ورځ مې چې پر ټاکلي وخت د خپل دويم هېواد په تکل بيا هوايي ډګر ته ځان ورساوه اولکه مار له ډېروکږووږو ګوټپېرونو نه تېر او د وتوځي ناستخونې(لونژ) ته سم سهي ورسيخ شوم، زما د پرونۍ نيوکې په غبرګون کې پر ټاکلي مهال له ((کامير)) سره سم له سمونې ((صافير)) هم پر سکرين  سترګکونه را سر کړل!

تر دوبی پورې په الوتنه کې راسره درې دوستان، نوميالی ملي پانګوال بصير عمرزی، همايون اَصفي او انجنير نصير صابري،هم ملګري شول او

د خپلو او پرديو ښکېلاک و زبېښاک ، جنګ و جهل ځپلي افغان ولس  ويرژلو کيسو راباندې دوه ساته هوايي لاره لنډه کړه، خو تر لندنه بياټولو اندېښنو ته يوازې زه پاتې شوم!.

                  وړاندې د افغاني ټولنې د ژغوراو نېکمرغۍ پر لور!