کور / تازه خبرونه / د پوليسو په لباس کي پر قاچاق وړونکو چاودنه شوې

د پوليسو په لباس کي پر قاچاق وړونکو چاودنه شوې

د لښكرګاه او نادعلي ولسوالۍ پر غزېدلې لاره   هغه مهال د قاچاق وړونكو پر كرولا موټر د ماين چاودنه وسوه كله چي د عيني شاهدانو په خبره دوئ د مسعود په مشرۍ پنځه سوه كيلو ګرامه تارياك  نيمروز ته انتقالوله او څلور تنه پكي وژل سوي دي ، د سيمي د ليدلو پر مهال د پوليسو څو واسكټونه او درېشاني هم تر سترګو كېدلې چي يوې خوا او بلي خوا څيري او خوې پرتې وې .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال د پيښې د پخلي تر څنګ ددوشنبې په ورځ وويل چي په كرولا كي څلور تنه قاچاق وړونكې چي د پوليسو يونيفورم يې په تن وو وژل سوي دي او نژدې درې سوه كيلو ګرامه تارياك هم په موټر كي وو نوموړي وويل چي دغه كسان پوليس نه وه .


وسله والو طالبانو  د دغي پيښي پړه پر خپله غاړه واخيستله او ادعا يې وكړه چي وژل سوي كسان پوليس دي .


د يادوني وړ ده چي څو څو ځله په ورته پيښو كي د قاچاق وړونكو سره د پوليسو يونيفيوم ليدل سوى چي د يو شمير روڼ آندو په وينا ځيني سيمه ايز چارواكي خپله قاچاق وړونكي دي . او يا خو ورسره  شريك دي