کور / تازه خبرونه / پنځه ښوونځي ګټې اخيستنې ته چمتوشول

پنځه ښوونځي ګټې اخيستنې ته چمتوشول

 

  وردګو په و لايت کې  دپنځو ښوونځيو ودانۍ د نږدې درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت  جوړې او  اونن ګټې اخستنې ته چمتو شوې.   


 


دميدان وردګو ولايت د  پوهنې دچاروريس  عبدالواحد حکمت  وويل چې دغه ښوونځې ديادشوي ولايت په جغتو ،بهسود ،دايميرداد ،نرخ ولسواليو اوپه مرکز ميدان ښار کې جوړشوي دي .


 


 حکمت زياته کړه چې دغه ښوونځي دپوهنې وزارت دپراختيايي بودجې څخه په ٢٦٨٢٠٥ امريکايي ډالروديوکال په موده کې دشجاع په نوم دساختماني چارو ديو خصوصي شرکت لخو جوړشوي دي .


حکمت دمعلوماتو له مخې په دغه ښوونځيو کې په ټوليزه توګه ٣١٦٠ تنه په ښوونه اوروزنه بوخت دي .


 


 د دې ولايت د پوهنې درييس په وينا، په

  وردګو  کې دا مهال په  ٣٠١ ښوونځي فعالي دي او    ١٢٧ زره هلکان او نجونې   زده کړې کوي او ددغو ښوونځيو له ډلې څخه يې ٩٠ ښوونځۍ  ودانۍ نه لري .


 


 د  وردګو والي عبدالجبار نعيمي د نوي لمريز کال په پيل کې ويلي وو چې په دې  ولايت کې به دروان  کال ترپايه  د اويا  ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي .