صفر، ټکى يو شمېره تور قلم ( 0.1 )
رټه ګيله راته ودرېده کله چې يوه مامور صيب د خوست ولايت د جنايي په څانګه کې په خپله اداري ژبه راته وويل ددې لپاره چې ستا اطلاعيه ورباندې وليکم لاړ شه له بازاره يو 0.1 شمېره تور رنګه قلم او ورسره يوه دوسيه راوړه.
ما فکر وکړ لکه چې دا خلک د مېزونو شاته په امريکايي چوکيو نه بلکه په وچ ډاګ ناست دي زه هېچا هم نه وم پوهولی چې په خوست کې شنه امريکايي رېنجر موټر چې پوليسو ته ورکړل شوی د ځايي غلو لپاره د ښار د سوارليو له بسونو څخه زيات ارزښت نلري او هم دا راز د پوليس دريشی او د موټر ونو د جوړونکو مستريانو دريشي ورته په ټوله مانا يو شان بريښي ځکه چېرته چې بډې او رشوت ځاله جوړه کړي نو مسئوليت،دنده او اېمانداري يې لومړي قربانيان وي .
په دوبۍ کې به مې د هغو مسافرو له خولې چې له وطن څخه به راتلل د وطن او په ځانګړي ډول د خوست په اړه ډېرې خبرې اورېدې وايي چې د ډول غږ له لري ښه اورېدل کېږی ، هر چا به ويل چې ډېر ښه امن دی څوک په چا لاس نه شي پورته کولای هر څوک کولای شي چې د امن په فضا کې ژوند وکړی .
پوليسو ته نوي امريکايي رېنجر موټرونه رسېدلي او اوس ددې خطر نشته چې د چا په سر يا موټر ،بايسکل او کر اچۍ باندې يې وخېژوي .
د مخدره موادو پروړاندې هم ښه مبارزه روانه ده، ځانګړی وزارت ، رياست ، غښتلي کارکونکي او زياته بوديجه لري، خو کله چې زه (ليکوال) په خپله نپوهېږم چې شکر پر ې اوباسم او کنه دادى په خوست کې يم نو ټول هغه څه چې ما د نورو مسافرو له خولو څخه اورېدلي وو نه يواځې دا چې وچ دروغ وو بلکې هغه ټولې خبرې سرچپه وې، ځکه دلته چې ما په اولس کې کومه څېړنه وکړه کوم مالومات مې چې تر لاسه کړل هغه دادی چې په خوست کې د پولیسو ځینې ډلې د ورځې پولیس وی او بیا کله چې ماښام دریشی بدله کړی نو څېره یې هم ورسر ه بدله شی لارې ته راووځی او پردی مالونه لوټوی ځینې ډلې یې بیا په دفترونو کې د مېزونو شاته جېب وهونکی دی خو کله چې ماښام کورنو ته ولاړ شی له جامو سره یې اروا هم بدله شی بیا نو د کلی په جومات کې امامت کوی درېیمه ګټه ګوری یې بیا ډېره خطرناکه ده دوی پاخه کمونستان دی چې اوس یې په لوړو ادارو کې د چاپلوسۍ د اوصولو د ښه په پام کې نیولو له برکته غټ کارونه موندلی دی دوی نه دنده پېژنی نه اېمان پېژنی نه وطن پېژنی او نه د خلکو له خدمته خبر دی که زه درته ووایم او کنه اولس په خپلو سترګو د دوی خدمت ، اېمان ، عقیده ، دنده او له وطن سره تکه سره مینه لیدلی ده او همداراز یې د خدای پر نعمتونو د دوی شکر ایستل هم لیدلی دی چې د جوارو ډوډۍ به یې په سرکونو کې په ځمکه ځمکه وهله او په لغتو به پکې ختل ویل به یې چې دا د سپیو روزی موږ نه غواړو ځکه یې وطن د شمالی قطب په سره تناره کېښوده چې غربت ، فقر، لوږه او تنده پکې ورکه کړی دوی په خدای باور نه درلود له خدایه یې هېڅ نه غوښتل د دوی مرکزی شعار د خپل خرڅ کړی شعور له مخې دا وو چې ((کور، کالی ،ډوډۍ)) مطلب دا چې په کور کې چې په تن پټ او په ګېډه ماړه وو نور مو نو نه دین په کار دی نه مو وطن په کار دی نه مو له خدای او رسول سره کومې راکړې ور کړې ته ضرورت شته او نه مو جومات ته څوک په څلورو تنو ورننه ایستلی شی .
همدغه د روسانو بړېڅی اوس هم د هېواد په ځانګړی ډول د خوست په اداره کې لوړ مقامونه لری لوړې دندې لری او د ملت لپاره د وړ لارې د ورلټولو هڅې کوی .له سهاره تر ماښامه د شرابو په نشه کې ډوب وی د کار په وخت کې هم په (شعبه) کې له خپل امرصیب څخه د شرابو خرڅونکی ښه پېژنی او نږدې انډیوالی ورسر ه لری د دوی په (شعبه) پورې تړلی کار ونه د ملا، ښوونکی او یا کوم بل کسبګر لپاره دومره زر نه کیږی لکه د یوه شرابخور ، غله او د مخدره موادو د سوداګر لپاره چې کیږی .
هغه وخت چې د هېواد لوی څارنوال عبدالجبار ثابت خوست ته راغی له راتلو سره سم یې څو تنه د زندان کوټو ته په سمبولیک ډول ورننه ویستل نو له خلکو سره پوره خوښباوری مله شوه چې اوس مو لکه چې غوا لنګیږی خو خبر نه وو چې لوی څارنوال صیب چې کابل ته رسیږی دده هغه بندیان چې د اداری فساد خو ورته نه وایم ځکه چې د ټولې ادارې عمل ګرځېدلی نو ماته په خدای ځان بد ښکاری چې د ټولې ادارې عمل ته فساد ووایم هغه بندیان چې د اداری عمل په تور یې نیولی وو هغوی به هم خوشی کیږی او ورته ویل کیږی به چې دوی بې ګنا وو .
اوس یې نو ښه راته وغټول ځکه هغه وخت چې ګنا کار ته ووایې چې ګنا دې وکړ هغه وارخطا کیږی د ځان د خلاصون لپاره له ګنا څخه لاس اخلی او توبه اوباسی خو کله دې که د ګنا د ترسره کولو په مقابل کې ورته وویل چې ته ګناکار نه یې هسې درباندې غلط شوی ومه بس نو ستوری د ور کړ او س دې نو ښه غاښونه ورتېره کړل .
اوس د خوست خلک پدې ګروهه او عقیده دی لکه چې لوی څارنوال صیب هم په خوست کې د خپل تجارت او په خوست کې د خپل لاس د ښه اوږدولو لپاره د بازار موندنې په موخه راغلی وو او دخوست پتمن ملت یې په زړه کې نه وو ښخ ځکه خو نو د خوست اولس دا غږ کوی چې ثابت صیب د خدای په خاطر دومره خو مو پوه کړه چې د کومو بدو غچ دې له خوستیانو څخه واخیست ولې د دا جېب خوړونکی بلاوې راته په ملا وټپولې او راته غټې د کړې زه چې د دولتی ادارو سره دومره راشه درشه نلرم او د نور اولس تر کچې یې ډډ ته ورخبر هم نه یم د خپلو مالوماتو له مخې څو مثالونه غواړم درته ولیکم .
1- خوست ته له راتلو سره سم ما د خوست په ښار کې د تکواندو په یوه کلپ کې ددې لپاره چې وازده مې یو څه کمه شی تمرین پيل کړ هر مازدیګر به په دریو بجو نوموړی کلپ ته ورتلم او په پنځو بجو به مې ترېنه رخصت اخیسته نږدې لس ورځې وروسته کله چې له کلپ څخه راښکته شوم البته نوموړی کلپ په درېیم پوړ کې موقیعت لری نو ګورم چې موټر سایکل مې نشته او چا تښتولی دی ښه مې راپه یاد کړل چې موټر سایکل خومې چې ودراوه نو قلف مې هم کړ او د چالانولو کلی یې هم له ما سره وه بالاخره یوه تن رانه وپوښتل ماما ولې یوې خوا بلې خوا ګورې څه درپېښه ده ما ورته وویل دلته مې موټر سایکل درولی وو قلف کړی مې هم وو خو اوس نشته . ده وخندل ویې ویل په پولیسو باندې دعوی وکړه ماته بده وبرېښېده ورته ومې ویل د اولس په جامه پسې بد مه وایه ده راته وویل له ما څخه یې هم یوه میاشت مخکې موټر تښتولی وو ډېر مې ولټاوه پولیسو هم د دوی له خولې شپه ا و ورځ پلټنه ورپسې کوله خو پيدا نشو اخر د پولیسو یوه تن افسر یوه ورځ راته وویل چې موټر موږ پیدا کړی خو که ته څلوېښت تنه داسې شاهدان چې ږیرې یې پاکې خرېیلی او قره قلی خولۍ یې پر سر وی راولې تر څو شاهدی ورکړی چې دا موټر په حقیقت کې ستا ملکیت دی بیا به یې موږ تا ته وسپارو.زه څو ورځې په شاهدانو پسې ستړی ستومانه ګرځېدم خو د دوی په شرایطو پوره شاهدان مې نو څه رنګه موندلی وای .
اخر مې یوه ملګری ته وویل دا څو ورځې کیږی چې موټر مې رانه ورک وو اوس لکه چې پولیسو موندلی خو هغه اوس زما د ملکیت د ثابتولو لپاره پدا ډول شرایطو برابر څلوېښت تنه شاهدان رانه غواړی کېدای شی چې مرسته راسره وکړې !
ده وخندل او له جېب څخه یې د پاکستانی کلدارو زرګون نوټ راوکیښ او د محمدعلی جناح په عکس باندې یې ګوته کېښوده او راته ویې ویل دا سړی وګوره په هغه شرایطو چې پولیس یې غواړی پوره دی او کنه ؟
ته اوګوره هم یې ږیره پاکه خرېیلی او هم یې قره قلی خولۍ په سر ده خو اېله یې څلوېښت عکسونه باید ورته پیدا کړې په خدای چې دا سپینکی موټر مې خپل موټر ته یې اشاره وکړه هماغو څلوېښتو تنو شاهدانو د پولیسو په لاس بېرته ماته راکړ .
یوه بله پېښه چې پدا نږدې ورځو کې ورسره مخ شوی یم زما لپاره ډېره په زړه پورې ځکه ده چې زه یې په خپله عینی شاهدیم پېښه داسې وشوه چې زما یوه کشر ورور غوښتل چې نهم ټولګی ته د سویې ازموئینه ورکړی زه هم د ښوونې او روزنې ریاست ته ورسره ولاړم نوموړی ریاست ته چې ورننوتو د مخامخ کړکیو په ښیښو باندې کاغذونه سرېښ شوی وو چې په ماشینی خط ورباندې غټ غټ لیکل شوی وو ((د سویې له امتحان څخه معذورت غواړو))
زړه نازړه شوم غوښتل مې چې ووځم ځکه مافکر وکړ چې خبره خلاصه ده بېرته را روان شوم د ودانۍ سترې دروازې نه وم رسېدلی چې یو ملګری مې په مخه راغی روغبړ مو سره وکړ د کابلیانو غوندې مې له ډېرې مینې څخه د غوږ تر څنګ غلی غوندې ښکل هم کړ دده د پوښتنې په بدل کې مې خپل مشکل ورته بیان کړ ده راته وویل اسانه خبره ده دې ته مه خفه کېږه ما ورته د هغو کړکیو په لور اشاره وکړه چې کاغذونه پرې سرېښ شوی وو ورته ومې ویل هغه یې چټی لیکلی ؟ ده راته وویل ته هم په ریښتیا د شپاړسمې پېړۍ سړئ یې دا لیکل یواځې د کړکیو د ښیښو پر مخ سرېښ شوی شاته یې چې ((جناح)) وی هر څه کېدلای شی ته راځه چې په نهم کې نه چې صبا په صبا یې په دولسم کې درته کېنوم توبه مې وایسته او له ریاسته راووتم .
کله مې چې هیله نیله شوه چې موټر سایکل مې لکه چې په ریښتیا ورک شو نو ماښام نږدې امنیې قوماندانۍ ته ورغلم او خبر مې ورکړ . ښاغلی نوکریوال ته مې وویل چې له ښار څخه د وتلو لارو پر سر پاټکونو ته خبر ورکړی چې موټر سایکل له ښاره ونه باسی هغې خدای د ښه ورسره وکړی د جنایی له مامور صیب څخه ښه وو قلم او کاغذ یې لرل هغه یې راواخیستل د موټر سایکل رنګ دماشین او هډوکو شمېرې یې ولیکلې زما نوم د پلار نوم د کلی قوم ټول ادرس یې ولیکه په مخابره کې یې پاټکونو ته ورکړل بیا یې هماغه کاغذ د ټاپې په لغته وواهه لاسلیک یې کړ او راته ویې ویل چې جنایی ریاست ته یې وروړه رخصت مې ترېنه راواخیست له کوټې څخه چې راوتم غږ یې راپسې وکړ ویې ویل بښنه غواړم عارضه درج کړه خو پام دې وی چې پدا ډول پېښو کې پولیس دومره موثر رول نلری ته باید زر تر زره له غلو سره په تماس کې شې دوی خپل سره پوهیږی ما وخندل او له کوټې څخه راووتم .
په لاره مې فکر وکړ چې ریښتیا وایی هغه متل راپه یاد شو چې د سپی څرمن د سپی غاښونه څیرلای شی له لږ مزله څخه وروسته د جنایی ریاست ته ورسېدم په ریاست کې نور څوک نه وو یواځې څو تنه د ریاست د ودانۍ مخې ته سره ولاړ وو د خورا درناوی وړ چلند یې راسره وکړ له روغبړ څخه وروسته مې کاغذ یوه تن ته ورکړ ویې کوت او راته ویې ویل چې اوس رخصتی ده سباته راشه اجرآت به وکړو .
سبا سهار وختی کله چې د جنایی ریاست ته ورغلم نو لس ځله د هرې (شعبې) له مامور څخه د پوښتنې کولو څخه وروسته مې په یوه (شعبه) کې خپل بېګانئ کاغذ وموند په (شعبه) کې ناست یوه تن مامور چې د همدې (شعبې) د رئس د نشتوالی له امله د رئس په چوکۍ ناست وو په یوه کونج کې پرتې چوکۍ ته اشاره وکړه ویې ویل کېنه چوپه خوله په هماغه چوکۍ کېناستم نږدې دوه ساعته چوپه خوله په چوکۍ کې وپړسېدم اخر مامور صیب مخ راواړاوه ویې ویل وروره ته لاړ شه له بازار څخه یو 0.1 شمېره تور قلم او یوه دوسیه راوړه تر څو زه ستا عارضه ورباندې ولیکم بیا یې په اروپایی سټائل سره مټې پورته واچولې او زیاته یې کړه ته خو پوهېږې چې د کرزی صیب حکومت دی په سوال یې چلوو ما له قهره خو تشریفاتی غوندې وخندل او له (شعبې) څخه راووتم .
په لاره کې مې د کرزی صیب له حکومت سره په ملیاردونوډالره مرستې په هغه کې د خوست د اداری سمون لپاره بېله شوی بودیجه ډالری تنخواګانې او د جنایی ریاست مخې ته ولاړ لوکس موټرونه دا هر څه مې سترګو ته ودرېدل .یوه نږدې کتابپلورنځی ته ور ورسېدم صفر عشاریه یو شمېره تور قلم او ورسره مې یوه دوسیه راواخیستل د جنایی په ریاست کې هماغې (شعبې) ته ورننوتم د مامور صیب په مېز باندې مې کېښودل ده په شونډو کې وخندل ویې ویل افرین ځکه چې هاغه تور کاپر قلم په شپېته افغانیو وو او څو میاشتې یې د رنګ ذخیرې هم دوام کاوه زر زر یې څو پوښتنې رانه وکړې په دوهم کاغذ یې ولیکلې زما بېګانۍ کاغذ یې هم ورپورې د سنجق په سیم ټکواهه د دوسیې په منځ کې یې کېښود پاڅېد یوې زړې المارۍ ته یې وروغورځاوه راته ویې ویل لږ صبر وکړه اوس رئس صیب راځی هغه به یې امضاکړی بیا نو کار خلاص دی .
قلم یې لټ په لټ واړاوه ویې خندل او په چاپلوسانه انداز یې ماته وویل دا قلمونه ډېر ښه لیکل کوی .
لږ شېبه وروسته د (شعبې) رئس صیب راغی له ستړی مشی څخه وروسته یې له ټولو ناستو کسانو څخه دمشکلاتو په اړه پوښتنې وکړې له ما یې هم وپوښتل ما ورته له خپلې عارضې وویل لکه چې زما مشکل کوچنی ورته وبرېښېده او یا لکه چې زما تکو سپینوجامو او اوتو واسکټ هغه د چا په ژبه چې لپ و جپ ورباندې ښه اغېز وکړ له مامور صیب څخه یې غوښتنه وکړه چې عارضه مې ور وسپاری .
له مامور صیب څخه لکه چې د صفر عشاریه یو شمېرې تور قلم تورې نشې زما دوسیه هېره کړی وه .چې کومې المارۍ ته یې وروغورځوله ماته ښه راپه یاد وه چې مامور صیب زما دوسیه چېرته کېښوده خو د (شعبې) د رئس په وړاندې مې د مامور صیب له سرګردانۍ څخه چې کله به یې یوه او کله بله المارۍ لټوله عجیب خوند اخیسته .
پداسې حال کې چې له ډېر قهر او نفرت څخه مې خبرې په ستونی کې ښخېدې پاڅېدم رئس ته مې له غرېوه په ډک غږ وویل رئس صیب زه ځم کار لرم مامور صیب چې کله زما دوسیه ومونده نو مهربانی وکړی تاسو یې امزا کړی تر څو قانونی بڼه ومومی له هماغه ځایه مې سلام علیکم وویل اوله (شعبې) څخه راووتم .