کور / تازه خبرونه / طالبانو د کندهار عينو مېني اوسيدونکو ته خبردارئ ورکړ !

طالبانو د کندهار عينو مېني اوسيدونکو ته خبردارئ ورکړ !

قاري يوسف احمدي چي رسنيو ته ځان د طالبانو د رسمي وياند په توګه ورپيژنې لراوبر ډاټ کام ته په رالېږلي خبرپاڼه کي د کندهار ښار د عينو مېني اوسيدونکو ته خبردارئ ورکړئ دئ چي که ددې کورونو او مځکو له رانيولو او خرڅولو لاس وانه خلي نو د قاري يوسف احمدي په وينا ذمه واري به يې پر خپله غاړه وي .

د طالبانو دا خبردارئ په دې ډول ليکل سوئ دئ :

ددولتي ځمکو د غصب په اړه زموږ دريځ .
2008-05-18قاري / يوسف احمدي
دکندهارښار د “کابل دوراهي” په سيمه کې د “عينو مينې” په نامه چې نوې ودانۍ جوړي شوې دي ، داد حامد کرزي د ورور او د تارياقو د بډای قاچاقبر احمد ولي کرزي له خواحکومتي ځمکې غصب شوي او تعميرونه يې ورباندې جوړ کړي دي .
زموږ د معلوماتو له مخې ، په دولتي ځمکو دخيټي اچولو او غصب لړۍ لا اوس هم دوام لري .
نو موږ ټولو هغو پيريدونکو ته په کلکه داخبرداری ورکوو چې ددې ډوله کورونو او ځمکو له رانيولو څخه دي ډډه او اعراض وکړي ، کنه نو په راتلونکي کې به يې ذمه واري په خپله غاړه وي .
والسلام
د افغانستان د اسلامي امارت رسمي وياند قاري / محمديوسف احمدي


عينو مېنه د کندهار ولايت يوه تر ټولو ښکلې او په عصري سيسټم جوړه سوې د اوسيدني سيمه ده چي د تيرو پنځو کالو راپه دې خوا يې د جوړوني چاري پيل سوې او اوس په زيات شمېر هستوګن لري ، دې سيمي پارک او د سپورټ لوبغالي ( ميدان ) ته د کندهار ښار زيات ځوانان د تفرېح او سپورټ لپاره ورځي . په دې کي شک نسته چي د طالبانو له خوا دعينو ميني د مځکو او کورونو ( خرڅوونکو او رانيوونکو ) ته خبردارئ به د عينو مېني د اوسيدونکو لپاره د خواشينۍ وړ خبر وي .

تر دې وړاندي هم دکندهارد ولايتي شورا پر ريس احمدولي کرزي او کندهار والي اسدالله خالد باندي نيوکي کېدلې چي غواړي په کندهار پوهنتون کي د ښووني او روزني پوهنځي لپاره د نوي ودانۍ جوړولو مخنيوئ وکړي ، او غواړي دا پوهنځي په عينو مېنه کي اباده کړي .