کور / تازه خبرونه / دپوليسويوافسردشخصي زندان دلرلوپه تورونيول شو.

دپوليسويوافسردشخصي زندان دلرلوپه تورونيول شو.

 


يادشوى افسرپه هلمندولايت كې ددوشنبې په ورځ دهلمندولايت دكشفي ارگانونولخواپه ناوې ولسوالى كې نيول شوى دى.


دهلمندولايت نظامي څارنوال حاجي محمدانوروويل  چې نيول شوى تن دناوې ولسوالى امنيه قوماندان نفس خان دى چې شخصي زندان يې درلوداوپه داسې حال كې نيول شوى چې دامهال يې هم په زندان كې څلورتنه چې له ده سره يې دنده ترسره كوله بنديان كړي وو.


هغه زياته كړه چې موږددې زندان په اړه له مخكې څخه معلومات درلودل خودځينوستونزوله امله په دې ونه توانيدوچې پخپل وخت ځان ورته ورسوو.


نوموړي وويل چې دقانون له مخې پوليس كولاى شي چې يوازې ۷۲ساعته يومجرم له ځان سره وساتي داچې يادشوي افسردپوليسوديونيفورم اومقام څخه ناوړه گټه پورته كړې نومجرم گڼل كيږي اودقانون سره به سمه سزاوركول كيږي.


داپه داسې حال كې ده چې نفس خان خبريالانوته وښودل شوخوله هغه سره دخبروكولواجازه نه وه.


له بله پلوه هغه څلورتنه چې له يادشوي افسرسره بنديان وو،وويل چې دوى اته مياشتې په شخصي زندان كې تيرې كړې دي.


سيداحمدچې دهزارجوت اوسيدونكى دى اوشاوخوا۳۰كاله عمريې درلودوويل چې زه نفس خان اته مياشتې بندي كړى وم كله به مې چې له هغه څخه دخپلې تنخواغوښته وكړه نوبدردبه يې راته ويل ،او اته ورځې يې سخت وهل ټكول راسره وكړل.


هغه زياته كړه كله به چې چيرې جنگ جگړه وه نوموږبه يې وروستلواوله هغه به يې وروسته بيرته په همغه خونوكې چې ده ترې دشخصي زندان گټه پورته كوله زنداني كولو،ده وويل چې په زورباندې يې ديوه تن چې دده لخواوژل شوى وپرمايې شاهدي وويله.


همدارازجمعه گل هم يوله هغه كسانوڅخه دى چې كابواته مياشتې يې په همد ې زندان كې تيرې كړې دي.


هغه وويل چې زه مخكې هم ورسره بندي وم يوځل ترې په تيښته بريالى شوم كله مې چې دهلمندامنيې قوماندانى ته عريضه وكړه دپيژندپه شعبه كې يې بياونيولم اودادي شپږمياشتې يې بياراباندې تيرې كړې.


هغه زياته كړه چې پرموږيې خپل شخصي كارونه لكه دغنمولو،خټې كول اونورراباندې كول ،هغه وويل چې ډيرزورزياتى يې راسره كړى دى اوسخت يې وهلي اوټكولي يو.


ديادونې وړده چې دالومړى ځل دى چې په دې ولايت كې دشخصي زندان خبره راپورته كيږي خوددې ولايت زياتره عام وگړي تل دپوليسوله ناوړه چلندڅخه سرټكوي.