کور / تازه خبرونه / هلمند:د وسلو زيرمه د بهرنيو ځواكونو لاس ته ورغلې

هلمند:د وسلو زيرمه د بهرنيو ځواكونو لاس ته ورغلې

نړيوالو ائتلافي ځواكونو د سه شنبې په ورځ  له بګرام څخه  د يوې رالېږل سوي خبرپاڼي له لاري د هلمند ولايت د ګرمسېر په لسوالۍ كي ددولت د څو تنو وسله والو مخاليفينو چي د نشيې توكو په قاچاق كي يې هم لاس درلود د وژل كېدو خبر وركړى دى .


په خبرپاڼي كي راغلي چي ائتلافي ځواكونو په سيمه كي عمليات كول چي وسله والو مخاليفينو ورباندي د سپكو وسلو ډزې وكړي چي وروسته ائتلاف په جګړي لاس پوري كو او ګڼ شمير وسله وال يې ووژل .


خبرپاڼه وايې چي په ياده سوې نښته كي يوه د وسلو زيرمه هم  د بهرنيو ځواكونو لاس ته ورغلې .


دا په داسي حال كي ده چي له يوې مياشتي را په دېخوا په ګرمسېر ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو پر وړاندي د امريكا د سمندري ځواكونو پوځي عمليات روان دي چي د چارواكو په وينا پكي نژدې دوه سوه ددولت مخاليفين چي ډېره برخه يې پاكستانيان دي وژل سوي دي