امریکا:په افغانستان کي دپوځي اډو غوښتنه نلرو
59
واشنګټن: په امریکا کي دسپینې ماڼۍ ویاندجې کارني پرون وویل ،چې دامریکا متحدایالات په افغانستان کي دپوځواډوغوښتنه نه ده کړي . هغه وایې یوازې دافغانانودغوښتنې په صورت کې به تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته په افغانستان کې پوځي حضور ولري.
جې کارني دا هم وویل چې، د دوه اړخیزوامنیتي همکاریوپه تړون کې چې اوسمهال تر بحث لاندې دی، پر هغو ټولو امکاناتوباندی غورکیږي چې؛ امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې کار ورڅخه اخلي.
تر دې مخکې جمهور رییس حامد کرزي دکابل پوهنتون داتیا یمي کالیزي په غونډه کي ویلي وو چې ،د امریکا متحد ایالات غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې(۹) نهه پوځي مرکزونه ولري.ښاغلي کرزي زیاته کړه: ”موږ موافق یوچې دا اډې ورکړو، تر ۲۰۱۴ وروسته دبهرنیانوپاتې کېدل منو، خو دامن په راوستلو کې باید د زړه له کمي هڅې وکړي”.
هغه وویل، ناټو مخکې ویلي وو، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به وځي، بیا وروسته دوی ویلي چې نه وځو،موږ غواړو چې له ناټو سره یوه عمومي معامله ولرواو دناټو له هر غړي هېوادسره جلا معامله ولرو.