روزګان: چاودونو څلور كسانو ته مرګ ژوبله واړول .

عطاالله محمدي | مې 10th, 2013


په روزګان ولايت كي دوو جلا چاودنو څلور كسانو ته مرګ ژوبله اړولې .
لومړې چاودنه تيره ورځ سهار مهال د روزګان ولايت د چهارچينو ولسوالي د سرچينې په سيمه كي د پوليسو پر رنجر موټر سوى .
د روزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايي چي په پيښه كي يو پوليس وژل سوى او يو بل زخمي سوى دى .
د عايل په خبره چي په همدي ورځ ماځيګر مهال د چهار چينو ولسوالې ددوان په سيمه كي د ملكي خلګو پر موټرسيكل هم د سړك د غاړي د ماين چاودنه سوى چي پر موټر سيكل سپاره دوه تنه يي وژلي دي .
د پيښو مسوليت تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندى اخيستى .

Copyright Larawbar 2007-2024