کور / تازه خبرونه / افغان تنکیو ځوانانو دکریکټ دآسیا دایلیټ جام دسیالیو اتلوالي وګټله

افغان تنکیو ځوانانو دکریکټ دآسیا دایلیټ جام دسیالیو اتلوالي وګټله

دافغانستان د١٩ کلنوعمرتنکیوځوانانودکریکټ ملي لوبډلې پرون ماليزيا ته په ماتې ورکولوسره د ١٩ کلنو لوبغاړو نړيوال جام ته لاره وموندله اوداسيا دايليټ جام دسياليوپه پای لوبه کې یې نن دمتحده عربي متحده اماراتولوبډلې ته ماتې ورکړه اوددغوسياليواتلولي يې خپله کړه.
په مالیزیاکي د( ۱۰ )آسيايي هېوادونو ترمنځ د ١٩ کلنوعمرځوانانو دلوبډلو په ګډون دغه سيالۍ تیره اووني د مي په دریمه نیټه په ماليزيا کې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.افغانستان تر دې مخکې هم دغه اتلولي ترلاسه کړې وه اودا ځل يې له خپلې اتلولۍ څخه په برياليتوب سره دفاع وکړه.
دافغانستان د ١٩ کلنو عمرلوبغاړوملي لوبډله په دغوسياليو کې بې سارې لوبې وکړی اوخپلې ټولې لوبې يې وګټلې، په ګروپي سياليوکې يې تايلينډ، اماراتو،سعودي عربستان او هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او په نيمه پاى لوبه کې يې له کوربه هیوادماليزيا څخه لوبه وګټله اودمتحده آماراتولوبډلي ته په ماتي ورکولوسره یي داتلوالي جام وګاټي.
دلراوبرویب پاڼي ټول کارکونکي دافغانستان دکریکټ دملي لوبډلي ۱۹ کلنوعمرتنکیوځوانانو ته دزړه له کومي مبارکي وایې اودوی ته په راتلونکي لوبوکي لا زیاتي بریاوي غواړي.