په پاکستان کي پارلماني ټاکني پیل شوي

59 | مې 11th, 2013


اسلام آباد:نن شنبه دمي دمیاشتي یوولسمه په پاکستان کې دمرکزي یا فدرالي او صوبايي پارلمانونود ټاکنو لپاره درايې اچوني لړۍ پیل شوه ،دپاکستان (۸۶) میليونه وګړي دنوې ملي اسمبلۍ اوڅلورو ولايتي اسمبلۍ لپاره رايې ورکونې ته نومليکنه کړې ده.په دغو ټاکنيزوکړیوکې چې دسختې سيالۍ اټکل په کې شوی، ۷۴ يې په پنجاب، ۱۸ يې په سند، ۱۳ يې په خيبر پښتونخوا او ۵ يې په بلوچستان کې دي. دپاکستان په ټاکنو کې ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه برخه اخلي خو ویل کېږي، چې سخته سیالي به د(۱۵ )سیاسي ګوندونو ترمنځ وي ،چې په کې مهم، مسلم لیګ (ن)، پیپلزګوند، تحریک انصاف، متحده قامي غورځنګ، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علما اسلام، جماعت اسلامې، پښتونخوا ملي عوامي ګوند اویو څو نورې ملت پاله ډلې شاملې دي. داسي اټکل کیږی چي په ټاکنوکي به دمسلم لیګ(ن) ګونددنواز شریف په مشری دپیپلزګوند دآصف زرداری او دتحریک انصاف ګوند دعمراخان په مشری ډیری رایې لاسته راوړي.
دپاکستان د کورنیوچارو وزارت ویاند پرون رسنیو ته وویل، چې زرګونه تازه دمي او اضافي پولیسو ته يې د امنیت خوندي ساتلو دندې سپارلې دي. چې شاوخوا اویازره پوځيان به دامنیت ساتلواو رای پاڼودلیږد چارې ترسره کړي.
ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي د ځانګړي امنيتي پلان په لړ کې به نن ټوله ورځ د تورخم دروازه تړلې وي او له بیړنیو ناروغانو پرته هیچا ته به دتګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
په عین حال کې د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې دټاکنو په ورځ دې په خپلو کورونو کې و اوسي او له بیځایه ګرځيدو دې ډډه وکړي.
بله خوا ه د پاکستان دطالبانو تحریک خبرداری ورکړی چې په خپل ټول توان به د ټاکنو ګډوډولو هڅه وکړي.
د ټاکنوخپلواک کمیسیون دمعلوماتو له مخې د مرکزي پارلمان د۲۷۲ او څلورو صوبو د ۵۷۷ انتخابي څوکیو لپاره به په څه کم اویازره ټاکنیزو مرکزونو کې رايې واچول شي.
مرکزي پارلمان به د پاکستان لومړی وزیرد اکثريت رايو له مخې غوره کړي او صوبايي پارلمانونه به بيا د ايالتونو وزيراعلی وټاکي.د ټاکنو لپاره د رایې اچوونې بهیر له پیل سره سم، د تشدد لړۍ هم روانه ده. کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د دفتر ته څېرمه چاودنه شوې، چې په کې ۱۰ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي. بله خواه دډېورنډ کرښې ته څېرمه دبلوچستان ایالت دچمن ښارګوټې کې هم ددووسیاسي ډلو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شوی، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي. همدارنګه دخبرسرچینه وایې چي دجماعت اسلامي ګوندکراچۍ کې د ټاکنیز بهیر پر مهال د ټګیو برګیو تور پورې کړی او له ټاکنو یې د لاس په سر کېدو اعلان کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024