ولسمشر حامدکرزي ته پرانستی ليک
بسم الله الرحمن الرحیم
د پیل خبره :
زموږ تاریخي او طبیعي افغانستان د پنځو زرو کلونو په ترڅ کې د ډیرو لوړو ژورو څخه راوتلی او خپل شتون ته یې دوام ورکړی دی . ډیرو پراختیا غوښتونکو استعماري ځواکونو په مختلفو وختونو کې پر افغانستان تیری کړی ، عام وژنې یې سرته رسولي او دلنډ وخت دپاره یې زموږ هیواد لاندې ویستلی او افغانان یې د ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي .خوپه پایله کې هر یرغلګر، دافغان واحدملت د بیسارې میړانې ،مقاومت او سرښندنو له کبله ، هرڅومره چې زورور او ځواکمن و، دجګړو په ډګرکې له افغانستان څخه سرټیټی او ماتې خوړلی وتلی دی . افغانانو چې ډیر تاوانونه لیدلي او د ستونزو سره مخامخ شوي دي ، هغه د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو پټې توطیې او پلانونه وو، چې یوه یې د« ډیورنډ » د کرښې په واسطه په ۱۸۹۳ کال کې د افغانستان دخلکو څخه په پټه ، په داسې وخت کې چې بهرنی سیاست دانګریزانو تر کنترول لاندې و ، پر امیر عبدالرحمن خان باندې دافغان واحد ملت دویشلو د توطیې تپل و . دغه توطیه چې دافغان واحد ملت څخه په پټه د فریب ، رشوت ، ګواښ او زور له لارې دخپل استعماري واک لاندې امیرسره د « لوزنامې » په نوم په نامشروع ډول دافغانستان په خلکو تپل شوې ده ، له هم هغه لومړي سر څخه هیڅکله نه خلکو او نه حکومتونومنلې ده، هیڅکله به یې ونه مني او هر څوک چې یې دمنلو هڅه وکړي دافغانانو د کرکې او دښمنۍ سره به مخامخ شي .
ښاغلی جمهور رییس !
دا چې ویل کیږي چې د پاکستان اشغالګر پوځونه ۴۵ کیلو متره د ګوشتې په ولسوالۍ کې له خپل برید څخه رامخکې شوي دي او باید خپل برید ، ډیورنډ کرښې ته بیرته پرشاشي، دپاکستان سره دستونزې د اواري خبره نه ده . ځکه چې پاکستان دګوشتې په ولسوالۍ کې یواځې ۴۵ کیلومتر ه دافغانستان خاوره نه ده لاندې ویستلې ، چې که پر شا شي ،نو افغانستان به یې له شر څخه خلاص شي . ددې دپاره چې افغانستان د پاکستان له شرڅخه خلاص شي ، باید له پاکستان څخه وغوښتل شي چې دافغانستان خپلواکۍ اوځمکنۍ بشپړ تیا ته درناوی وکړي او د ډیورنډ تورې کرښې څخه تر اباسینه پورې دافغانانو ټولې غصب شوې ځمکې پریږدي . پاکستان باید نور په دې یوویشتمې پیړۍ کې دنیم افغانستان استعماري نیواک پای ته ورسوي او د دوو مسلمانو ګاونډي هیوادونو په څیر د یو بل په کورنیو چاروکې دنه لاسوهنې او پر یوبل دنه تیري پر بنسټ دوستانه اړیکي ټینګ کړي .
دا چې ځيني پردیپال د افغانستان دخلکو ملي ګټو ته خاین عناصر د سرلوړي خپلواک ژوند څخه د بهرنیو استعماري ځواکونو تر حاکمیت لاندې د ذ لت او محکومیت ژوند غوره ګڼي او د « ډیو رنډ » کرښې دپه رسمیت پیژندلوناروا پروپیګنډې کوي ، د افغانانو استازیتوب نه شي کولای . د افغانستان ټول خلک ، په هر قوم پورې چې تړلي دي ، په خپلې خپلواکۍ مین خلک دي او د انګریزي استعمارچیانو په واسطه دافغان واحد ملت د بیلتون کرښه ( ډیورنډ ) نه مني اوهیڅکله به یې ونه مني . له امو څخه تر اباسینه پورې افغان واحد ملت په طبیعي ډول د تاریخ په اوږدو کې منځ ته راغلی دی او داستعماري توطیو پر بنسټ د دې واحد افغان ملت ویشل نور په افغانانو نه شي تپل کیدای . دا چې د یو څه وخت دپاره دا توطیه وچلیده ، هغه د استعماري سیستم د توطیو ژوروالی او پراخوالی او په افغانستان کې د ځان ساتو له بیرون څخه تپل شوو حکومتونو شتون و، چې د افغانانو په خاوره یې د پنجاب استعماري واکمنۍ ته دوام ورکړ. خو نور په دې یوویشتمې پیړۍ کې د ډیورنډ داستعماري کرښې په واسطه دافغان واحد ملت بیلتون باید پای ته ورسیږي او له اموڅخه تر اباسینه پورې افغانستان خپله خپلواکي ، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي . له امو څخه تر اباسینه پورې ټول افغانان په خپلې خپلواکۍ مین دي او د خداي پاک ( ج ) د دې ستر نعمت لاسته راوړو دپاره هرډول سرښندنو ته تیار دي . نو ځکه دې لاندې ټکو ته پام اړول پکار دی :
۱ ـ د افغانستان په ټول تاریخ کې د افغانستان دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یواځې دولتي وسله والو ځواکونو ساتنه او دفاع نه ده کړې ، بلکې د دې ملي ارزښتونو د ساتنې او دفاع دروند بار تل دافغانستان خلکو او ولسونو په خپلو اوږو وړی دی . دا دبهرنیویرغلګرو استعماري ځواکونو په وړاندې دافغانستان دخلکو مقاومت دی چې له افغانستان څخه یې دامپراتوریو هدیره جوړه کړې ده ، چې پاکستاني اشغالګران به هم که دافغانانو دځمکو اشغال ته دوام ورکړي پکې ښخیږي .
۲ ـ د یو څوپردیپالو ملي خاینانو پرته ، له آموڅخه تر اباسینه پورې د افغانستان ټول خلک د ډیورنډ استعماري کرښه نه مني او دپنجابیانو په واسطه داشغال شوې برخې دازادۍ دپاره هر ډول سرښندنو او قربانۍ ته تیار دي . نو ځکه د هیواد د ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو په هلو ځلو سره کیدای شي په ډیر کم وخت کې داسې یو ځواکمن ملي ازادي بښونکی غورځنګ منځته راشي چې پنجابي اشغالګران دکورنیو پردیپالو سره یوځای په اباسین کې ډو ب او خپل هیواد ترې پاک کړي .
۳ ـ د پاکستان له دولت څخه په غوڅ ډول وغوښتل شي چې د ډیورنډ د تپل شوې کرښې څخه تر اباسینه پورې دافغانستان اشغال پای ته ورسوي او د ستر تاریخي او طبیعي افغانستان سره دلمسونو او جګړو پر ځای لکه د دوو مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ چلندغوره او اړیکي ټینګ کړي او په دې ډول په سیمه کې د سولې او ثبات سره مرسته وکړي .
۴ ـ افغان دولت نور باید د ډیورنډ دکر ښې څخه د راولاړو شوو ستونزو او د پاکستان په واسطه دافغانستان دخاورې اشغال د دوام په هکله په رسمي ډول دملګرو ملتونو دامنیت شورا څخه د دې ستونزې د اواري غوښتنه وکړي او له دوستو هیوادونو څخه وغواړي چې د پاکستان استعماري واک پای ته رسیدو او یرغلګر لمسوونکي چلند په وړاندې د افغانانو ملاتړ وکړي .
۵ ـ د « ډیورنډ » دکرښې په اړوند له شرمه ډک ناسم تبلیغات ، چې دخلکو ذهنیتونو اود واقعیتونو په اړوند دخلکو پوهې ته زیان رسوي، باید پای ته ورسیږي . دولتي او نادولتي ټولې رسنۍ « د پاکستان شمالي وزیرستان ، دپاکستان جنوبي وزیرستان ، دپاکستان پیښور ، دپاکستان مردان او داسې نورو » پر ځای شمالي وزیرستان ، جنوبي وزیرستان ، پیښور او مردان وویل شي او په پاکستان پورې ونه تړل شي . دا ځکه چې دغه ځایونه د لوی افغانستان برخې دي ، نه دپاکستان . پاکستان دافغانستان دغه ځایونه د برتانوي استعمارچیانو په مرسته اشغال او غصب کړي دي ، چې باید ازاد کړل شي .
۶ ـ هر بهرني هیواد سره چې افغانستان د دوستۍ او همکارۍ ستراتیژیک یا امنیتي تړون لاسلیک کوي، باید د ډیورنډ د کرښې په اړوند یې دریځ روښانه او داستعمار ضد دریځ وي او د « ډیورنډ » کرښه دافغانستان او پاکستان تر منځ دنړیوال برید په توګه په رسمیت ونه پیژني . که دامریکې متحده ایالتونه خپل دې دریځ ته چې « دډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ دنړیوال برید په توګه پیژني » ، تغیر ورنه کړي او دافغانانو خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ونه کړي ، نو ددغه هیواد سره ستراتیژیک او امنیتي تړو ن لاسلیک نه شي.
۷ ـ یوشمیر پردیپالو وطنپلورونکو دپاکستان داجنټانو په څیر ملي خیانت ته ملا تړلې او له پاکستاني چارواکو څخه دوﺉ زیات دپاکستان په ګټه او د افغانستان په تاوان ناوړه پرو پیګنډې سرته رسوي . دوﺉ په دې پروپیګنډوسر ه غواړي د « ډیورنډ » د استعماري تورې کرښې په اړوندد واقعیتونو سره په ضدیت کې افغانانو اونړیوالو ته دروغ ووایي اوپه دې ډول دخپلې خپلواکۍ دلاسته راوړو او ځمکنۍ بشپړتیا دخوندي کولو دپاره دافغا ن زړور ملت اراده کمزورې کړي . نو ځکه ضرور ده چې د افغانستان دملي ګټو ضد داسې عناصرو او رسنیو د پرو پیګنډو مخه ونیول شي ، تر څو د دموکراسۍ له نوم څخه په ناوړه ګټې اخستو سره دافغانستان ملي ګټې زیانمنې نه کړي . همدارنګه دوﺉ باید د پاکستان داجنټانو په څیر افغانانو ته وروپیژندل شي ، تر څو زموږ په خپلواکۍ مین خلک د دوﺉ په ناولو پروپیګنډو ونه غولیږي او د توطیو مخه یې ونیسي .
۸ ـ باید په دې باور ولرو چې د افغانستان دملي نوامیسو اصلي مدافع د افغانستان مسلمان متدین ملت دی . دا دافغانستان خلک دي چې تل یې د بهرنیو یرغلګرو تیري کوونکو په وړاندې دافغانستان له خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړې او تیري کوونکو ته یې ماتې ورکړې ده . دافغانستان ملي وسله وال ځواکونه هغه وخت د خپلواکۍ په سپیڅلې جګړه کې بریالي وو، چې دخپلو خلکو له ملاتړ څخه برخمن وو. د دې دپاره چې دافغانستان ملي وسله وال پوځونه دخپلو خلکو باور او مرسته لاسته راوړي او دخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاغ وړتیا پیداکړي ،ضرور ده چې وسله وال پوځونه دهر ډول مشکوکو اوملي ګټوضد عناصرو له شتون څخه پاک شي . دوسله والو ځواکونو موخه یواځې او یواځې دافغانستان دخلکو له ملي ګټو او ملي نوامیسو څخه دفاع وي او په دې ډول دافغانستان دخلکو نه ماتیدونکی ملاتړ لاسته راوړي او په نه ماتیدونکو وسله والو پوځونو بدل شي .
۹ـ د دې دپاره چې د بهرنيو تيري کوونکو او ښکيلاکګرو په وړاندې د خپلې خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په برياليتوب سره دفاع او ساتنه وشي، ضرو ر ده چې په هيواد کې ټول ملي وطنپال ځواکونه په همغږۍ سره د تيري کوونکو په وړاندې مبارزه وکړي. له بهر څخه د تروريزم په نوم پر افغانانو باندې په تپل شوې جګړه کې له يو ميليون څخه زيات افغانان له منځه تللي دي. د دغې جګړې قربانيان که ملکي خلک دي، که طالبان دي او که د دولت وسله وال منصوبين دي، دا ټول افغانان دي. د بهرنيو ځواکونو له وتلو څخه وروسته نور بايد افغانان د خپل منځي جګړو پر ځای د پنجابي ښکيلاک څخه د خپلو غصب شوو سيمو د آزادولو دپاره خپله ملي او اسلامي دنده سر ته وروسوي.
د پای خبره :
دخپلو حقه حقوقو د لاسته راوړلو او ساتلو دپاره زموږ بنسټیز ځواک زموږ په خپلواکۍ مین خلک دي . موږ ټینګ باور لرو چې د پنجاب استعمارګروغاصبینو څخه دخپلې خاورې دازادۍ په مبارزه کې زمو ږ رښتیاني ملي وسله وال پوځونه دخپلو خلکو سره یو ځای دخدای پاک ( ج ) په مرسته هرومرو بریالي کیږي . دا چې موږ دخپلو حقوقو دپاره د غاصبینو په وړاندې مبارزه کوو، دا د استعمار او بهرنیو غاصبینو په وړاندې جهاد دی چې دافغانستان ملي وطنپال رښتیاني علما به هم دا خبره تایید کړي . په دې جهاد کې دخدای پاک ( ج ) مرسته دافغان مجاهدملت ، چې له غاصبینو څخه دخپلې خپلواکې دلاسته راوړو دپاره جګړه کوي ، په برخه ده . همدارنګه ټول ملي وطنپال شخصیتونه او ځواکونه خپله ملي او اسلامي دنده ګڼي چې له آمو څخه تر اباسینه پورې ټول په خپلې خپلواکۍ مین افغانان په یو سرتاسري ملي ازادي بښونکي غورځنګ کې راټول او دخپلې غصب شوې برخې افغانستان دخپلواکۍ مبارزې دپاره چمتو کړي . افغانان سوله غوښتونکي خلک دي . له پاکستان څخه به وغواړي چې په سوله ایز ډول د افغانستان څخه دغصب شوو برخو اشغال پای ته ورسوي او له اباسین څخه دیخوا افغاني خاوره باندې له تیریو ، لاسوهنو او اشغال څخه لاس واخلي . پاکستان له نظامي پلوه د برطانیې ، روسیې ، امریکې او ناټوڅخه ډیر ځواکمن نه دی چې دا تیروتنه وکړي چې دسولې پرځای جګړه غوره کړي او په لوی لاس دامپراتوریو په هدیره کې ځان دپاره قبر وکیني .
ومن الله التوفیق
پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي
دافغانستان ملي یووالي ګوند مشر
د ۱۳۹۲ کال د ثور ۲۹