کور / شعر / هیواد او پسرلی

هیواد او پسرلی

په دی پوهیږم پسرلی په لر اوبر راغئ په غر په سمه په اسمان اوسمندر راغئ
تازه هوا،رڼې اوبه وږم د ګلو به وي ونې به وکړي شګوفې وخت د ثمر راغئ
ژمي ځپلو بدنوته نوې سا پوو شوه روژې نیولو نفسونو ته اختر راغئ
خو
دپښتونخوا اوبلوڅ خواپه لراوبر کلیوکی یوبل پسی دځان وژونکو نه خطر راغئ
وبی تعلیموبی روزګاره ځلمکیانو ته مو ایران،طوران،یونان لندن خواته سفر راغئ
دقیس،میرویس،بیټ اوغرغښت اودسړبڼ زامنو ولې زړه وره ناڅاپی ن ن خاک په سر راغئ؟ مڼڼه

۲-ګل دنارنج څه وايي؟
یمه زه ګل د نارنج
زړه راښکوونکې خوشبويۍ لرمه
ژیړ اوسپین رنګ می دی
نازکې پاڼې لرم
دپسرلی رارسیدوسره زه وغوړیږم
سحر ماښام مې په باغچوکی خوږخوږ وږم لګی
دپاڼو مینځ کی می
تنکئ زړګئ لرمه
ډیرۍ رژېږمه په باد باندې
هغه چه پاتیږم ،نارنج به شم
زه وایم هغه رژېدلې مې هم
راټولې کړۍ دونو لاندې باندې
دسړک غاړو،فارم اوباغونو نه
را نه یو عطر جوړ کړۍ
او په پاریس می خرڅ کړئ
خو! ډدرڼوڼو او مرمیو د باروتو په اور مې نورمه سوځوئء

په ټوله پښتني زړه وره مینه ډ.ح.ز.ص