کور / تازه خبرونه / ولسي جرګي عمرزاخیلوال سبا داستیضاح لپاره غونډې ته راوغوښتی

ولسي جرګي عمرزاخیلوال سبا داستیضاح لپاره غونډې ته راوغوښتی

کابل : دآریاناتلویزیون دخبر له مخي ولسي جرګي نن پریکړه وکړه ،چي سبا ددوشنبه په ورځ دمالیي وزیر ښاغلی عمرزاخیلوال دي داستیضاح لپاره عمومي غونډي ته راشي. عمرزاخیلوال دیوي اووني راهیسي دوکیلانو تر سختونیوکولاندي وو .
دولسي جرګي غړوپریکړه وکړه ،چي هغه وکیلان کوم چي مخکي یې داستیضاح لپاره لاس لیکونه کړی دي بیرته نشي کولاي خپل لاس لیکونه واخلي، په داسي حال کي چي ځینووکیلانوغوښته خپل لاس لیکونه بیرته واخلي.بل لوري دمالیي وزیر یوي خبری سرچیني ته ویلي ،چي هیڅکله به دولسي جرګي هغه غونډی ته ورنشي چي هلته دده سپکاوئ پکښي وی.
زاخیلوال زیاته کړه چي دهغووکیلانومونه به په ډاګه کړي چي دپاکستان څخه دننګرهارولایت له لاري داوړوپه قاچاق کي لاس لري. دمالیي وزیرمخکي هم رسنیو ته ویلي وو،چي دولسي جرګي ځیني غړي دقاچاق اودنشه توکوپه پیرودلوکي لاس لري ،ولي دولسي جرګي غړودهغه ټولي ادعاوی ردکړي.
دیادوني وړده ،چي دولسي جرګي غړودکورنیوچارووزیر هم داستیضاح لپاره غونډي ته راوغوښتي وو، مګر هغه داستیضاح په غونډه کي ګډون ونکړی.