کور / تازه خبرونه / د ولسمشر وياند:پر ډيورنډ د امریکا نظر زموږ دریځ نه شي اړولی

د ولسمشر وياند:پر ډيورنډ د امریکا نظر زموږ دریځ نه شي اړولی

کابل: دامريکا دبهرنیو چارودوزارت مرستیال ویلیم برینز چي اوس په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی دی ،دیکشنبې په ورځ ( د مې ۱۲) نیټه یې په کابل کي دیوه ځایې ټلویزیون سره دډیورنډ پرکرښه څرګندونې وکړي او وايې چي دامریکامتحدایالات د ډیورنډکرښه دافغانستان اوپاکستان ترمنځ نړیواله پوله بولي.


 هغه زیاته کړه، چي دامریکا دريځ به ددي موضوع په باره کي تغیرونکړي اوموږ ته دمارک ګروسمن څرګندوني دډیورند دکرښي په هکله دتآئیدوړدي اوحقوقي بڼه لري.


مارک ګروسمن دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکاپخواني ځانګړي استازی وو،هغه ویلي چي واشنګټن ته دډیورندکرښه دیوه رسمي سرحدپه توګه دمنلووړده ،دغه خبره په افغانستان کي دامریکالوی سفیرهم تآئیدکړی وه.


د امريکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال ویلیم برینزدا هم زیاته کړه چې پاکستان اوافغانستان بایداوس پر هغومسایلو ډير پام وکړي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي اودسیمې د ثبات اوامنیت لپاره مهمې دي. ښاغلي برینز تر دې خبرو وړاندې له حامد کرزي سره ليدلي و و.چې دافغان چارواکو په وینا په هغه ناسته کې هم پر ډیورنډکرښه خبرې شوې وې.


دکرزي ویاندایمل فیضي دښاغلي ویلیم وروستیوڅرګندونو ته مخامخ څه و نه ویل خو زیاته یې کړه دډیورنډ پرکرښه زموږ دریځ پر خپل ځای دی اودامریکا دریځ موږ له خپل نظره نه شي اړولی.


ولسمشر حامدکرزي ویلي چې لکه د بل هر افغان حکومت په څېر دوی هم دا کرښه هېڅکله نه مني. دډیورنددکرښي موضوع هغه وخت ډیره توده شوه ،چي پاکستاني ځواکونودافغانستان پرسرحدی پوستوباندي وسله وال بریدونه پیل کړل .


وروسته افغان سرحدی ځواکونودپاکستاني ځواکونوسره په وسله واله نښته کي دهغوي ټولي هغه پوستي ویجاړي کړي چي دڅوکلنو راهیسي یې دافغانستان په خاوره کي جوړی کړی وي.په دغه نښته کي دافغانستان یوسرحدی سرتیري محمد قاسم شهید شو. دمحمد قاسم شهادت دافغانستان دټولوخلکو دوطن پالني پاک احساسات را وپارول اودهیوادپه ټولوولایتونوکي دپاکستان پر ضد له خښمه ډک اوږده لاریونونه ترسره شول. دیادولوړده ،چي د ننګرهارپرګوشتې ولسوالۍ د افغانستان اوپاکستان دامنیتي ځواکونوترمنځ نښتوته هم ځینو افغان چارواکو په دې سترګه کتل چې ګواکې اسلام ابادددوی په ویناپه لوی لاس دډیورنډکرښې موضوع راپورته کوله.