په خيبرپښتونخوا کې تحريک انصاف حکومت جوړوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 15th, 2013


پېښور:په خيبرپښتونخوا صوبه کې تحريک انصاف دحکومت جوړولو دپاره خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي دي اؤ ددغه گوند صوبائي مشران دجمعيت علماء اسلام ، جماعت اسلامي اؤ قومي وطن پارټۍ سره دمذاکراتو ترڅنگ دازادو اميدوارانو دملاتړ ترلاسه کولو هڅې هم کوي.دتحريک انصاف مشر عمران خان دپارټۍ مرکزي ستر سکتر پرويز خټک پارليماني مشر غوره کړىاؤ هغه به دصوبې راتلونکى وزيراعلي وي.خوتحريک انصاف ته نزدې سرچينو وئيلي دي چې په دغه خبر کې هيڅ حقيقت نشته دتحريک انصاف صوبائي صدر اسدقيصر سره په يوه ليدنه کې دپارټۍ مشر عمران خان په ډاگه کړې ده چې تر دې مهاله يې دوزيراعلي دپاره کوم خاص نوم نۀ دى وړاندې کړى.تحريک انصاف ته نزدې سرچينې وائي دپارټۍدننه پرويز خټک اؤ اسد قيصر دصوبې دراتلونکي وزيراعلي دمنصب سمبالولو دپاره دوه مهم نومونه گڼل کيږي.دپاکستان تحريک انصاف صوبائي ستر سکتر شوکت علي يوسفزۍ ميډيا ته وئيلي دي عمران خان په صوبه کې يو داسې حکومت جوړولو ته ليواله دى چې هغه دټول هيواد دپاره يوه نمونه وي.پاکستان تحريک انصاف په خيبرپښتونخوا کې دصوبائي اسمبلۍ 35 چوکۍ گټلي ، خو د١٢٤ چوکو په ايوان کې دغه گوند دحکومت جوړولو دپاره ٦٣ چوکو ته اړتيا لري.دمطلوبه شميرې پوره کولو دپاره دتحريک انصاف لخوا ټاکل شوې کميټې دجماعت اسلامي دمشرانو پروفيسر محمد ابراهيم اؤ سراج الحق سره خبرې اترې کړي اؤ تحريک انصاف ته نزدې سرچينې وائي جماعت اسلامي ، چې دصوبائي اسمبلۍ دصوبائي اسمبلۍ ٧چوکۍ يې گټلي په گډه تحريک انصاف سره حکومت جوړولو ته غاړه ايښودې ده.سرچينې دا هم وائي چې دتحريک انصاف مشرانو د افتاب شيرپاؤ په مشرۍ دقومي وطن پارټۍ سره هم په حکومت کې دشامليدو په اړه خبرې اترې کړي اؤ ټاکل شوې ده نن دنهې په ماسخوتن په چارسده کې يوځل بيا دپاکستان تحريک انصاف دمرکزي ستر سکتر پرويز خټک اؤ دقومي وطن پارټۍ دمشر افتاب شيرپاؤ ترمينځ دحکومت سازۍ دپاره غوڅې خبرې اترې کيږي. دتحريک انصاف مرکزي ستر سکترپرويز خټک دعوه کړې ده چې دازادو غړو په گډون دټولو سياسي اؤ ديني گوندونو سره يې رابطې روانې دي اؤ ډير په اسانۍ به خيبرپښتونخوا کې حکومت جوړ کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024