زابل بندیان ستونزي لري
جاويد احمد تنوير
ددي ولایت مرکزي زندان دځای او مساحت له مخي کوچني او همیشه یی زندانیان له ستونزو سره مخ وي ، دامهال پدی زندان کی لسګونه جنایی او سیاسی زندانیان دبند شپی او ورځي تیروي ، دوی وایی په زندان کی ورته امکانان کم دی او ددوی ستونزي نشی هواره ولي ، دزندان بندیان وایی دولت باید دوی ته څومره چی ددوی حقوق دی په هغومره اندازه امکانات برابرشی
دزابل دمرکزي زندان مدیر عبدالکریم ناصري دزندانیانو ستونزي پرځای بولي او زیاتوی چی ددوي دمحبس مساحت کم دی چی ورسره دبندیانو ستونزي هم زیاتیږی ، نوموړي وایی ورځ تربلي ددوي بندیان زیاتیږی خو محبس پرهغه خیال دی ، ناصري وایی له دولت لخوا ورته ځمکه معلومه شوی خو تراوسه پري کار ندي شروع شوی ، ښاغلي ناصري وایی دبندیانو داستراحت لپاره باید ژر لوی محبس ورغول شی ، ترڅو دده په خبره دبندیانوستونزي ورسره هواره شی
دزابل دمرکزي زندان بندیان دخپلو دوسیو پروخت نه څیړل بله هغه ستونوزه بولي چی ددوی دبند په موده کی یی زیاتوالي راوستي ، دوی وایی اکثره مهال یی مربوطه ریاستونه دوسیوته پام نه کوي چی دوی ته یی ستونزي جوړي کړي دی ،پدی زندان کی دمګړي ۲۷۲ جنایی او سیاسی بندیان په بند کی شپی کوي