کور / تازه خبرونه / ظاهرقدیر:زاخیلوال به محکمي ته راکښ کړم

ظاهرقدیر:زاخیلوال به محکمي ته راکښ کړم

کابل: دولسي جرګي غړی ظاهرقدیردمالیي وزیرددوشنبه دورځي ټول تورونه ردکړه ،اودزاخیلوال څخه یې وغوښته که چیری هغه یادتورونه ثابت نکړي نوبیابه هغه محکمي ته راکښ کړي .
عمرزاخیلوال ددوشنبه په ورځ دولسي جرګي په عمومي غونډه کي داستیضاح پرمهال دولسي جرګي دشپږوغړو نومونه واخیستل،چي دقاچاق،شرابو نفتو،تیلو ،کاليو،باج اخیستلواوغیرقانوني کړونوکي لاس لري اوقانون یې تر پښولاندي کړی دي.
حاجي قدیرنن دولسي جرګي په غونډه کي دمالیي دوزیر لخواه پرده باندي دقاچاق د تورونه په هکله کلک غبرګون ښکاره کړي اویې وویل ،که زاخیلوال دا ثابته کړی چي زه غل اوقاچاق بر یم نوبیا زه دزولنوسره زندان ته ځم .ولي که چیري هغه خپله ادعا ثابته نکړي ،اړینه بولم چي هغه ددي تالار له لیاري محکمې ته معرفي شي او زماوشخصیت ته دتاوان رسولووڼده راکړي.
هغه دمالیي وزیرته په ډاګه کړه، چي دخپل مخ توروالې ته تیارواوسه ،هغه وویل څوک چي دغالبوزو(مچیو)چرګني ته لاس اچوي نوغالبوزي به هغه په خپله وچیچي . هغه دزاخیلوال په هکله وویل ،چي دئ زموږ دکورددسترخوان پر ډوډۍ لوی شویدي اواوس پخپل ځان باندي عارض دي.
حاجي ظاهرقدیردخپلي شخصي پانګي اندازه هم ما لومه کړه . هغه دوکیلانو په غونډه کي وویل چي زه ظاهر قدیر (۳۶۵)میلیونه ډالره پانګه لرم او( ۳۰۰) لنډکروزرموټرونه لرم نو ځکه زه قاچاق ته هیڅ اړتیا نلرم.
همدارنګه دبغلان دخلکو استازي محمدعظیم محسیني ، دپکتیا استازی محمودخان سلیمان خیل ، دفرا ه دخلکو استازی صمیم الله صمیم هم دعمر زاخیلوال ټولي ادعاوي په کلکه ردکړي.
د ولسي جرګي ځیني غړي غواړي چي دعمر زاخیلوال دتورونوپه هکله دي یو ځانګړۍ جلاکمیسون جوړکړی اودغه ټولي موضوعاګاني دي پکي وڅیړل شي او بیاوروسته ته دي دکمیسیون پریکړي محکمي ته واستول شي .
دیادوني وړده ،چي دافغانستان لویي څارنوالي پرون دماليي وزیرڅخه غوښتي دي ،چي دهغوشپږووکیلانوپه هکله دتورونو ټول اسناداو شواهدولویي څارونوالي ته وسپاري چي سمدستي څیړني او پلټني ورباندي پیل شي . په افغانستان کي دقانون له مخي یواځي قضایې ارګانونه (څارنوالي اومحکمه ) حق لری چي دڅیړونواوپلټنو لړۍ تکمیله کړي اومجرمینوته سزا وټاکي.
که چیري زاخیلوال خپلي ادعاوي ثابتي نکړي ،کیدای شي نوموړۍ په خپله دمحکمي لخواه دتهمت په تورمجرم وګڼل شي .