کور / تازه خبرونه / انجلیناجولي دسرطان دمخنوي پخاطرخپل تیونه له ځانه لیری کړل

انجلیناجولي دسرطان دمخنوي پخاطرخپل تیونه له ځانه لیری کړل

نیویارک تایمز: دنړۍ دهالیوود دسینما وتلي او نامتوستوري انجلینا جولی هغه وخت دخپلي سیني تیونه له منځه یووړل ،کله چي ډاکترانوتشخیص کړله چي دهغي په سینه کي په سلوکي (۸۸ )یا (۹۰)٪سلنه د سرطاان دودي امکان شته .نوموړي دطبي ډاکترانوپه مشوره دسرطان دمخنیوي پخاطر خپل دواړه تیونه دیوه جراحي عمل په مرسته له ځا نه څخه لیره کړل.
جولی وایې چي دسیني سرطان دهغي موروژلي ،اودا غواړي چي خپلو بچانو ته ووایې چي ددوی مورله دغه مرض له لاسه مړه نشي. هغه وایې چي دجراحي دغه عمل په څومرحلوکي پای ته ورسیدي.
انجلیناجولي دافغانستان دخلکوسره دښه نیت اومرستي په اړوند هغه خیر اندیښه بهرني ښځه ده ، چي دوه ځله یې افغانستان ته سفرکړي اودهیوادپه لیروپرتوسیمو کي یې دبيوزلوافغانانوسره ډیر مرستي کړي دي . هغه خپله دافغانستان ولایتونواولسوالیواوکلیو ته ته تللي اودافغاني بیوزلواوغریبوکوچنیانو لپاره یې ښوونځي اوکلینیک جوړ کړی اودهغوی سره یې ډول ډول نوري مرستي هم کړی دي .
یادونه:
دسیني سرطان څه شی دئ؟
دسیني یا تیونوسرطان په ښځوکي یوپیژندل سوی مرض دي کوم چي دودي په وخت کي دښځودمرګ سبب کیږی . دسرطان دغه مرض که په خپل وخت تردرملني لاندی ونه نیول شي کیدای شي پایلي یې ډیری خطرناکي وي .
په دي مرض اخته شوي ښځي د (۳۵ )کلنوڅخه تر ۵۵ کلنو پوري زیات ژوند نشي کولاي . کله کله دتیونواوسیني له منځه وړل هم ددي مرض دخلاصون سبب نشي کیدلای. په ښځوکي ددي مرض نښاني اوعلامي هغه وخت راڅرګندیږي چي ښځه په تیونوکي دیوه نابلده درد احساس وکړی،دسیني یا تیونو په څوکوکي ویني جاری شي، دسیني شکل یا بڼه تغیرومومي ،دسیني دپستکي واړه رګونه له ورایه ښکاره شي ، په اوږواوبغلوکي بیځایه درد ونه احساس شي ، دسیني دپوستکي رنګ بدل شي او یا تیونه راوځړیږي.
که چیري دغه پورته علامي او نښاني احساس شی نواړینه ده ته چي ډاکتر ته مراجعه وشي اودامکا ن په صورت کي شایدددي ناوړه مرض دمخنیوي لاري چاري ونیول شي .