كندهار:د تيرو لاريونونو په تړاو ۳۰ مضنون كسان نيول سوي

عطاالله محمدي | مې 15th, 2013


د کابل څخه راغلي پلاوي وايي چي د تيرو لاريونونو په تړوا (٣٠ ) تنه مضنون کسان نيول سوي دي
په کندهار ولايت کي دتيرو لاريونو نو دلاملونو او را ولاړو سو ستونزو د څيړلو په موخه، دمرکز کابل څخه، په قومي چاروکي د جمهور رئيس سلاکار محمد صديق عزيز نن د ولايت مقام سرپرست او مرستيال عبدالقديم پتيال او د يو شمېر ادارو د رئيسانو سره په يوه جوړه سوې غوڼدي کي وکتل.
دو ي په ياده غونډه کي د تيرو مظاهرو په ستونزو او زيانونه بحث وکړ .دغه پلاوي د مرستيلا والي سره تر کتني وروسته ، دولايت مقام د ر سنيو په مرکز کي ، په يوه جوړه سوې غونډه کي خبريالانو ته وويل چي دوي د خپلو پلټونو په نتيخه کي، دتيرو مظاهرو په تړاو (٣٠) مضنون کسان نيولي، کوم چي د تخريبي کارونو په ترسره کولو تورن دي.
د ده په خبره په ياد وکسانو کي دوه تنه يي د وسلوالو طالبانو له ډلي څخه دي چي دا مهال د لا پوښتنو او ګر وېږنو په موخه عدلي او قضايي اورګانونو ته سپارل سويدي.
هغه وويل چي په تيرو لاريونونو کي يو شمېر خلګو ته مالي او ځاني تاونونه هم اوښتي دي چي په خبره يې کندهار ته د دوي د راتګ اصلي هدف ، د يادو کسانو سره مرسته کول وه. ښاغلي عزيز وويل چي د مېوند ولسوالۍ د زيانمن سو کسانو سره يې مالي مرسته وکړه کوم چي دوي ته زيات زيانونه اوښتي وه.
هغه زياته کړه چي د کندهار ولايت په تيرو لاريونونو کي درې تنه کسان شهيدان او يو تن ماشوم زخمي سوى دي.
دياد وني وړه ده چي د پاکستان د يرغل پرضد لاريون د( ثور) د مياشت په (١٨) نېټه ترسره سووه چي د مېوند ولسوالى په لاريونونو کي د وسلوالو مخالفينو له خوا د تاوتريخوالي له امله د ياد ولسوالى اوسېدونکو ته په زياته پېمانه مالي زيانونه اوښتي دي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024