کور / تازه خبرونه / دهلمنددبریښناشرکت وایې چي دکندهاراوهلمنددولتي اداري یې (۲۴۶) میلیونه افغاني پوروړې دي

دهلمنددبریښناشرکت وایې چي دکندهاراوهلمنددولتي اداري یې (۲۴۶) میلیونه افغاني پوروړې دي

د بي بي سي سرچیني دخبر له مخي دهلمندولایت دبرېښنا شرکت چارواکي وایي دهلمند ټولې دولتي ادارې یې۹۶ میلیون افغانۍ پوروړې دي، چې د لګول شوې برېښنا لګښت یې نه دی ورکړی.د هلمند د برېښنا امر انجنیر فیض الله وایي دبېلونودسیسټم په فعالولوسره به د دولتي اداروسربېره له کورونوڅخه به هم خپل عواید پر وخت راټول کړي.
وړاندې هم برېښنا شرکت ویلي وو، چې حکومتي ادارې یې ۳۰ میلیون ډالر پوروړې دي.هغه زیاته کړه چې د هلمند ټولودولتي ادارو له خپل ټاکل شوي تخصیصه زیاته برېښنا مصرف کړې، چې دده په ویناد برېښنا شرکت ۹۶ میلیون افغانۍ پوروړې دي.
تر دې وړاندې دکندهار حوزې د برېښنا شرکت ویلي وو ،چې د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت برېښنا لګول شوې چې یوازې ۲۵ میلیون افغانۍ د دوی حساب ته تحویل شوې.
دغه اداره وایي، څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ دولتي اداري اویوشمېر شرکتونه پوروړي دي او دبرېښنا دناسم سیسټم له کبله د ۲۰ میلیونوافغانیو په ارزښت برېښنا ضایع شوېده .
د هلمند دمرکز لښکرګاه اوګرشک ولسوالۍ د برېښنا سیسټم یو تر ټولوخراب پخواني او زوړ هغه سیستم دی چې د برېښنا لویه برخه یې له ګټې اخیستنې پرته ضایع کېږي.
د امریکا د مرستو د څار ادارې ”سیګار” په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د هلمند د برېښنا سیسټم د رغولو لپاره د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته کړې.
د دغې ادارې د راپور له مخې په هلمند ولایت کې د ظرفیتونو د نشتوالي له کبله مرسته شوې وسایل په ګودامونو کې پراته دي او ترې ګټه نه ده اخیستل شوې.خو د کندهار حوزې د برېښنا شرکت مرستیال مشر امان الله فاروقي وایي، چې ډېر ژر به د لښکرګاه او ګرشګ د برېښنا سیسټم له سره ورغوي.
د یادولو ده چې د کندهار حوزې د برېښنا شرکت چارواکو ویلي وو، چې د کندهار د ولايت مقام په ګډون يې ټولې دولتي ادارې په دغه ولایت کې ۱۵۰ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.