مستقله پاليسي او مداخلې [محمد نعمان دوست – کابل]
پرون د پولنډ د بهرنيو چارو وزير ردوسلاو شکورسکي Radoslaw Shkorski له خپل افغاني سيال ډاکټر رنګين دادفر سپنتا سره ، په کابل کې يوه ګډه خبري ناسته کې حکمتيار يو جنايتکار وباله .
پولنډي وزير همدارنګه ټينګار وکړ چې د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار سره دې خبرې نه کېږي او هغه دې د محاکمې ميز ته راوړاندې شي .
په دغه غونډه کې که څه هم لکه وړاندې چې وويل شول ، سپنتا حاضر و خو هغه د پولنډي وزير فرمايش ته ځواب ونه وايه او دومره يې وويل چې له ترهګرو سره د مبارزې يو اصل خبرې اترې هم دي ، خو حکومت به يې له ترهګرو سره په ټول ځواک جنګېږي .
پولنډي وزير په داسې حال کې حکمتيار جنګي جنايتکار و باله او د هغه د محاکمې غوښتنه يې وکړه چې په دې وروستيو کې له حکمتيار سره د خبرو اترو ګونګسې ډېرې شوي دي .
له څرخي زندان څخه د حکمتيار د زوم غيرت بهير خوشې کېدل ، د ځينو په باور د همداسې هڅې يوه برخه ده .
له بلې خوا پولنډي وزير په داسې حال کې د حکمتيار په محاکمه ټينګار کوي ، چې تېره اونۍ د هند – افغانستان د بهرنيو چارو وزارتونو په يوه ګډ کنفرانس کې سپنتا ويلي و چې نور هېوادونه بايد دا ومني چې افغانستان خپلواکه کړنلاره لري .
سپنتا ، ددې پوښتنې په ځواب کې چې د هند او افغانستان نږدې والي ، ګاونډي هېواد پاکستان اندېښمن کړى دى ، وويل :
(( څوک چې اندېښنې کوي ، اشتباه کوي ))
خوپرون د همدغه خپلواکې پاليسۍ لرونکي حکومت خارجه وزير سپنتا ، د پولنډي وزير ته ونه ويل چې زموږ پاليسي مستقله او په دې اړه ستا اندېښنه بېځايه ده .
شپږ کلونو جګړو وښوده چې مخالف وسلوال ځواکونه د حکومت او بهرنۍ نړۍ له لافو سره – سره يو کمزورى او د ځپلو وړ ځواک نه دى .
دغه مخالف ځواک اوس دنړۍ د څلوېښتو هېوادونو شاوخوا ( ٥٣ ) زره پرمختللى پوځ ، ملي اردو او ملي پوليس اندېښمن کړي دي او ټول هېواد ، حتى مرکز ته يو ستر ګواښ دى او له هغوى سره له خبرو پرته ټيکاو ناشونى دى .
د پولنډي وزير پرونۍڅرګندونې ، نوې خبره نه ده ، هرکله چې زموږ په هېواد کې د سولې او خبرو اترو لپاره هڅه پيل شوې ، بهرنۍ نړۍ او د هغوى کورنيو لاسپوڅو يې د ځپلو هڅه کړې ده .
وګورئ ، د بشرحقونو د څار نړيواله ټولنې د افغانستان د جنګي جنايتکارانو راپورونه څو ځلې په داسې وخت کې خپاره کړي او داسې وخت کې يې د جنګي جنايتکارانو نومونه په ډاګه کړي چې د سولې لپاره يواځې يوه وړه هيلمندي ښکاره شوې ده .
شايد نړيوال هېوادونه د خپلو اوږدو ګټو لپاره په افغانستان کې ناامني و غواړي او شايد دهمدې موخې لپاره د سولې هڅې شنډې کړي .
بهرني هېوادونه که زموږ د هېواد په جګړه کې هره ګټه لري ، هغه نه ده روښانه خو يو څه روښانه دي او هغه داچې په هېواد کې د جګړې اوږدېدل زموږ له تباهي ، فقر ، بدبختۍ پرته نوره هيڅ پايله نه لري .
په کار ده چې د مستقلې پاليسي ( !) لرونکي هېوادونه ، په خپل ولس ورحمېږي او د خپل هېواد او ولس د ګټې لپاره د نورو فرمايشونو ته غاړه کېنږدي .