کور / تازه خبرونه / مصطفى ابواليزيد: د ډنمارك پر سفارت بريد موږ كړى و

مصطفى ابواليزيد: د ډنمارك پر سفارت بريد موږ كړى و


برتانوى مطبوعاتو په افغانستان د القاعده ډلي د قومندان مصطفى ابواليزيد له خولې خبر وركړ، چي په روانه اونۍ كي د ډنمارك پر سفارت بريد دوى كړى و.
مصطفى اليزيد وايي د ډنمارك سفارت يې ځكه په نښه كړ، چي د دغه هيواد ورځپاڼو په څو ځله د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) سپكاوى كړى دئ.
دغه بمي چاودنه بريد چي د جون پر دوهمه په اسلام آباد كي د ډنمارك سفارت ته څرمه ترسره سوه، څلور تنه يې ووژل او شپږ نور يې ټپيان كړل.