زابل دشاه حیسن لیسه زده کونکي جزبوي

جاويد احمد تنوير | مې 19th, 2013


په جنوبي حوزه کی دشاه حیسن افغان تریک لیسه یو دهغو ښونځيوڅخه ده چی درسونه یی په معیار برابر او زده کونکی یی څیرک او په لوست پوهه دي ،. دا لیسه چی په کندهار کی فعالیت کوی هر کال ورته دجنوبي حوزي زابل ارزګان او هیلمند ولایتونودښونځیوڅخه تکړه زده کونکي جزبوي، په همدي موخه په زابل کی دشنبي په ورځ ددري سوه زده کونکو څخه په نوموړي لیسه کی دجزب په موخه ازموینه واخستل شول ، ترڅو بریالي زده کونکي دافغان ترک په لیسه کی زده کړي وکړي . دزابل دپوهني رئیس رحیم الله لودین وایی ددي ولایت څخه یوازي ۵ زده کونکی کولای شي افغان ترک لیسي ته لاره پیدا کړي ، نوموړي ددی ولایت څخه دزده کونکو تعداد کم بولي او غوښتنه کوي چی باید زابل ته دجزب لپاره دزده کونکو شمیره جګه شي
یوشمیر زده کونکي ددغه ازمویني څخه کوښ دی او زیاتوی چی باید پدی ولایت کی دزده کونکو دجزب شمیره جګه شی
په زابل کی زده کونکي پداسی حال کی دکندهار دشاهحسین افغان ترک لیسي لپاره دجزب په موخه ازموینه ورکوي چی ددي ولایت دزده کونکی تعلیمي سویه کښته او اکثره مهال دازموینو پرمهال له ستونزو سره مخ وي ځکه پدی ولایت کی دمسلکي ښونکو دنشتوالي له امله زده کونکي په درسی میتود نه دي برابر،

Copyright Larawbar 2007-2024