کور / تازه خبرونه / په کراچي کي دپاکستان دتحریک انصاف ګوندمرستیاله ووژله شوه

په کراچي کي دپاکستان دتحریک انصاف ګوندمرستیاله ووژله شوه

کراچي: دپاکستان دخبری سرچینو په حواله نن دپاکستان په کراچۍ ښارکې ناپیژندووسله والوکسانودعمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیاله اودمېرمنودټولنې څانګې یوه مشره زهره شاهدحسین په ډزوسره ووژله. میرمن زهره شاهد د(۶۰ )کالو څخه زیات عمر دلودی اودتحریک انصاف ګونددمیرمنودټولني څانګي مشره وه.هغه دپاکستان دسیاست په ډګرکي دښځوپه ډله کي یوه وتلي سیاست واله بلل کیده.
رپوټونه وايي چې مېرمن زهره شاهدحسین تېره شپه دکراچۍ په ډیفینس سوسایټي سیمه کې دخپل کورمخ ته دوسله والوموټرسایکل سپروکسانولخواه تر برید لاندي راغله او ووژل شوه . دتحریک انصاف ګوندمشرعمراخان دمیرمن زاهدی دوژني پړه دمتحده قومي غورځنګ پرمشر الطاف حسین باندي اچولي ده خودالطاف حسین دمتحده قومي غورزنګ ګونددغه ادعا په کلکه ردکړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې دپوليسودسرچينو له خولې ويلي ،چې ډزې دشوکې په يوې هڅې کې شوي دي .
خو ځیني رسنیي بیا وایې ،چې مېرمن حسين دوه ځله په سر په ډزولگېدلې، نو له دې سره دا شکونه ډېرېږي چې گواکې دا يوه هدفي وژنه وي اووژونکو غوښتل چې ظاهراً”د شوکې يوه هڅه وبرېښي.”
بل لوري ته د تحريک انصاف دگونديوه ځايي مشر ويلي، چې مېرمن شاهدحسين داسې وانگيرل چې وسله وال غواړي د نوموړې لاس بکسه وتښتوي نوځکه يې بکسه هغوى ته وسپارله خو هغوی بیا هم هغه ووژله.
يادونه:
دپاکستان دتحریک انصاف ګونددعمراخان په مشری دلمړي ځل لپاره دتیری اووني دټاکنو څخه وروسته دپاکستان ددوووتلوګوندونوپه ډله کي راغلی . دتحریک انصاف ګونددټول هیوادپه کچه دپاکستان دځواکمن ګوند( پیپیلز) پارتي په پرتله په ملي اسامبلي کي (۲۹تر-۳۲) چوکي ګټلي اودپښتونخواه په صوبه کي يې مطلق اکثریت ترلاسه کړی دي. دغه ګونداوس دپښتونخواه صوبي دحکومت په جوړولوبوخت دي .دتحریک انصاف ګوندمشرعمراخان دټاکنودپیل نه دوي ورځي مخکي دوینا پرمها ل دیوی لوړي جګي څخه پرځمکه راولویدی او تراوسه پوري روغ نه دی.