کور / تازه خبرونه / دطالبانو پخواني چارواکي دنجونو دزده کړه سره موافق دي

دطالبانو پخواني چارواکي دنجونو دزده کړه سره موافق دي

کابل: دبي بي سي راډیویورپوتګر «صادق ملیار آزاد»پخپل یوه ځانګړۍ رپوټ کي دافغان بنیادپه نامه دنجونودیوه پوهنتون په اړه یورپوټ جوړکړي دی. اودیوه اسلامي پوهنتون په اړه یی دنجونو لپاره دتحصیل په اړه یادونه کړی ،دئ وایې چي ددي پوهنتون بنسټ ایښيدونکي دطالبانوپخواني لوړپوړي چارواکي دي .په دغه رپوټ کي دطالبانودپخوانیوچارواکوپاملرنه دنجونودتحصیل اوزده کړو ته شوي ،چي بیله کومي ستونځۍ دنجونودتحصیل لپاره رضایت ښيي. دطالبانو دواکمني پر مهال نجونودزده کړي اوتحصیل حق نه درلودي . په دغه انځوریزرپوټ کي دنجونودیوه ټولګي بیلګه ښکاري ،چي یونارینه استاددکمپیوتراوغټواسکرینوپه مرسته په صنف کي دننه نجونوته درس ورکوی .
په رپوټ کي راغلي ،چي دپوهنتون بنسټ ایښودونکی په خپله وینا کی ویلي ،چي پخواه دطالبانودواکمني په وخت کي نجونوته دلوړو زده کړو لپاره امکانات نه وو، خواوس موږ کولاي شوچې دنجونو لپاره ځانګړي ټولګۍ جوړی کړواودوی وخپلودرسونو ته بیله دی ،چې وکوم چاته مزاحمت وکړی خپلوزده کړوته ادامه ورکوي.
دنجونودپوهنتون زده کونکودیوي وینا پرمهال څرګنده کړه ،چي دوی ته مهمه نه ده چي داپوهنتون چاجوړ کړی دي .خودوی وايې ،چې خوشاله دي اودآرامي احساس لري ،چي په جلاډول سره خپلي زده کړي پرمخ بیایې . دنجونودحجاب په اړه دوی وايې چي، یواځې دمخ اوسرحجاب بایدرعایت شي،کوم چي دکابل په اکثره ځایوکي دنجونولپاره دود دي.
بل لوري دکابل په یوه بله برخه کي یوه بله شخصي ښوونځۍچي هغه هم د«افغان بنیاد »لخواه جوړه شوی ده ،ټولي نجوني یې سرترنوکه دعربي حجاب رعایت کوي.
دطالبانوځینوپخوانیوچارواکودنجونودزده کړی دپوهنتون هرکلی کړي اودایوه لویه لاسته راوړنه بولي ،ولي ځينی بیا دپخوانیوطالبانو دغه حر کت ته دشک په سترګوګوري. اودا یوسیاسي چلند ګڼي .
دافغان بنیادغه تحصلي مؤسیسه دپخوانیولوړ پوړوچارواکوطالبانولخواه منځ ته راغلي اودښووني اوروزني په باره کي ځانګړي پلانونه لري.
د “افغان” پوهنتون په مشرتابه کې دطالبانو دواکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل، پاکستان کې د طالبانو مخکنی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف، دکورنیوچارو وزیر مولوي نور جلال او دسوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي فضل محمد فیضان او ځینې نورجګپوړي مخکني طالب مشران دي.