کور / اسلامي / کبرجن څوک ده؟

کبرجن څوک ده؟

زما مسلمانه وروه:
پوښتلی شم چې ايا کبر دې خوښېږي؟
کبرجن انسان دې خوښېږي؟
په يقين سره ويلی شم چې نه …… هيڅکله نه.
خو زما خوږه وروره:
کله دې فکر کړي چې ته خو به کبرجن نه ېې؟
ته خو به کبر نه کوې؟
يو ځل بيا نه ……………..هېڅکله نه.
خداي دې نه که چې ته کبر جن شې .
مګر کله کله سړي پدې نه پوهېږي چې هغه کبر کوي
خو کبر ترېنه کېږي.
ايا ستا کله دې خبرې ته خيال شوی؟
ته داسې وګڼه چې تا په يو ملګري ډېر احسانونه کړي دي.
د هغه هر څه ستا دي.
هر څه چې هغه لري؛ ټول تا ورکړي.
مګر ته هغه ته بلنه ورکوې چې راشي ؛ تاسره وګوري؛ خبرې درسره وکړي……
خو ستا دا ملګری ستا بلنه نه مني.
تا ته نه راځی؛ خبرې در سره نه کوي او همدا کړنه بيا بيا تکراروي.
نو دا راته ووايه چې ستا په اند ستا دا دوست کبرجن ده او که نه؟
ته پخپله پرېکړه وکه؛ ستا دا دوست څنګه دی؟
اوس نو د لوی خاوند(ج) د بلنې (اذان) په هکله څه واېې؟
تا ته الله (ج) په ډېره مينه بلنه درکوي چې راشه.
زما سره وګوره؛ خبرې راسره وکه (لمونځ وکه).
نو وروره: ايا تا دا بلنه منلې؟
يقين لرم چې دا بلنه دې منلې او ښه په مينه دې لمونځ کړی.
مګر ته وګڼه که چېرته دا بلنه ونه منله او لمونځ دې ونکړ.
نو خپل ځان باندې به څه پرېکړه کوې؟
د کبر جن پرېکړه که نه نور څه……؟
الله پاک دې مونږ ټول د کبر څخه وساتي.
(وايي چې تر ټولو غټ کبرجن هغه ده چې لمونځ نکوي)