کور / تازه خبرونه / دافغانستان جګړه به تر(۲۰۲۴) کاله پوري وغزیږي

دافغانستان جګړه به تر(۲۰۲۴) کاله پوري وغزیږي

امریکا:دامریکاپه ورځپاڼواورسنیوکي یووتلی آزادڅیړونکی اولیکوال «جك اسميت» چي په امریکایې ورځپاڼوکي دهغه زیاتي مقالي خپریږي ، هغه خپل څیړه نیز نظر دافغانستان په هکله هم وړاندي کړي دی . هغه وایې چې دافغانستان جګړه به تر (۲۰۲۴) کاله پوري دوام ومومي.
څیړونکی «جک اسمیت» دافغانستان په هکله بیلابیلي ژوري څیړني کړی دي. هغه دافغانستان په جګړه کي دامریکاښکاره دخالت اولاس وهنه دافغان تاریخ په حساسوشیبوکي دخپل بحث ترڅیړني اوپلتڼی وروسته داسي وایې : د«جک اسمیت» په اندامریکا دافغانستان له جګړۍ سره (۴۶) کلني اړیکي لري اوامریکاخپله دافغانستان په جګړه کي ښکیله ده. دهغه په وینا د(۱۹۷۶) کال راوروسته امریکادافغانستان په جګړه ګي هغه وخت ورګډ ه شوه،کله چي په ۱۹۷۶ کال کي امریکا اوسعودی عربستان دواړ پریکړه وکړه چي دافغانستان مجاهدین دشوروی اتحاد پرضد جګړۍ ته وهڅوي اودهغوی سره په میلیونونه ډالره مالي مرستي وکړي.
جک اسمیت اوس وایې ،چې امریکا شایدد (۲۰۱۴ )کال نه وروسته په افغانستان کي ښکاره حضورونلري ،ولي امریکا غواړي تر( ۲۰۲۴ )کاله پوري په افغانستان کي پا ته شي اوپه جګړه کي مستقیمآ رول ونلری .
دغه امریکا یې څیړونکی دحامدکرزی پرمؤقتي ،انتقالي اودجمهوري ریاست پردوونورودوروباندي رڼا اچوی او وایې چي ،کرزی کله کله دامریکا په هکله ډیری سختي بربنډي خبری کوی،پرامریکا باندي سخته نیوکه کوي او دامریکایې سرتیرودوتلوغوښتنه کوی . ولي دجګ ا سمیت له نظره کرزی دغه خبري یواځي ددي لپاره کوي چي دمخالفینودجزبولواوجلبولولپاره لاره پرانیزي ترڅومخالفي ډلی دیته راضي کړی ،چي دکرزی سره په ګډه په حکومت اودولت کي ګډون وکړي. جک اسمیت دکرزی دفتر ته دامریکا دڅارګری اداري دبی حسابوډالرو په هکله وا یې چي ،دغه پیسي دامریکا لخواه وکرزی ته ددي لپاره ورکړل شوی دي ،چي دکرزی سره دتودواوسړواړیکو لړۍ دامریکا په غوښتنه اوګټه ترسره شي.
دغه څیړونکي دخپل تحلیل په بله برخه کي دعراق څخه دامریکایې ځواکونو دوتلوپه اړه هم خبری کوی او وایې چي دافغانستان څخه دامریکايي پوځونودوتلولړۍ ورته بڼه لری.
په پای کي جک اسمیټ زیاتوي ،چي په افغانستان کي کومه جګړه چي جورج بوش پیل کړی وه ،هغه جګړه به نوره هم وغزیږي اودوام به ومومي. داځکه چې امریکا نشي کولای په ډیری آسانۍ سره دافغانستان دجګړي څخه ځان خلاص کړی. هغه وایې،چي په ټوله نړۍ کي چي ،کوم جنګونه روان دي ،په یوشکل اوبڼه دامریکا لاس وهنه پکښې ده. په دي اړونددامریکا خلک په ظاهری بڼه فکرکوي ،چي جګړي نوري خلاصي شوي دي، اودامریکا ونډه به نوره په جګړوکي کمه وي. ولي په اصل کي داسې نه ده .جګړي به نور هم دوام ومومي اوامریکا به په جګړوکي ښکیله وي . دامریکا خلک به دخپلي مالیي څخه دجګړودلګولوونډورکوي اودافغانستان په خاوره کي به دالقاعدي پرضد جګړه نوره هم روانه وي.