کور / تازه خبرونه / هلمند كي يو پوليس مړ او بل ټپي سو

هلمند كي يو پوليس مړ او بل ټپي سو

د شنبې په ورځ د هلمند ولايت په دوو جلا جلا پيښو كي يو پوليس وژل سوى او يو بل ټپي سوى دى ،


يادي سوي پيښې د مارجې او نهرسراج  په ولسواليو كي را منځ ته سوي دي چي د هلمند د پوليسو د مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په خبره تېره شپه وسلوالو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د مالك پر څلور لاري د پوليسو پر پوسته بريد كړى چي په پايله كي يې يو پوليس ټپي سوى او  طالبان په تېښته بريالي سوي دي .


دوهم پيښه د نهرسراج په ولسوالۍ كي د دولت د مخاليفينو لخوا د شخصي موټر څخه د يوه پوليس كښته كېدل او وژل ښودل سوي دي .


ښاغلى انډيوال وايې چي وژل سوى پوليس په شخصي جامو كي طالبانو له موټر څخه كښته كړى دى .


وسله وال طالبان په رامنځ ته سويو پېښو كي  پوليسو ته د زياتي مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعا كوي طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي د مارجې په نښته كي يوولس پوليس وژل سوي دي .


او د هلمند د ملي امنيت چارواكو د نادعلي په ولسوالۍ كي د ۲۲۵ كيلو ګرامو تارياكو د نيول كېدو خبر وركړى دى .