غزل

د لراوبر اداره | جون 1st, 2008


درد چه په زړه کی شی پیدا غزل ته رنګ ورکوی
لکه وږمه دسپین سباغزل ته رنګ ورکوی


یاد چه دی زړه کی نڅوم تری نه درمان اخلمه
پکی دژوند پټه معنی غزل ته رنګ ورکوی


راشه چه تنده به می ماته په خبرو شی ستا
ستا دشیرینی خولی وینا غزل ته رنګ ورکوی


غلیم دژبی مو خبر خو پټ په زړه کی وایی
همداوطن دپښتونخواغزل ته رنک ورکوی


لکه رڼا ته ضرورت داسی دمور دعاته
واه دشیرینی مور دعاغزل ته رنګ ورکوی


لدی کبله وه خوشحال توره دننګ تړلی
عمری توره دبابا غزل ته رنګ ورکوی

Copyright Larawbar 2007-2024