غزل

د لراوبر اداره | جون 2nd, 2008


څومره که دژوند پرلاره ستړي یو
دومره به په مینه کی پیاوړي یو
 
نا څی دشباب وینه رګونو کی
پوه شه که سپین ږیري شو نومړي یو


وخت غیږته راغلئ تری به تاؤکړو لاس
بیابه ګوره خړو اوبو وړي یو


راشه له وبا دجنګه لری شو
څوبه له خپل کوره پوروړي یو


خپل دی یمه خپل می شه پدی خاطر
خپلی مور په غیږ کی رالوی کړي یو


ګوره عمری نن پردئ مه ګڼه
اه که سره بیل دبدن غړي یو

Copyright Larawbar 2007-2024