" /> " /> " /> " /> دکرکټ ملي لوبډله اتله شوه – وېډيو او عکسونه – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / دکرکټ ملي لوبډله اتله شوه – وېډيو او عکسونه video

دکرکټ ملي لوبډله اتله شوه – وېډيو او عکسونه video


افغان تکړه لوبغاړي هستي ګل په پوره میړانه کوربه هیواد جرسي ته ماتې ورکړه هغه ۲۹ منډې وکړی او بریا یې خپله کړه. داسې بریښې ده چې افغانستان به لوبه وبایلي خو دهستي ګل عابد زور دارو شاټونو دا بده هیله ورکه کړه. جرسي لوبډلې چې لومړی بېټینګ وکړ ایله یې اتیا منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل. خو افغانستان په دوو ویکټو هغوی ته ماتې ورکړه.


















 






 

تبصره نسته

  1. زه د کرکټ لوبډلي ته د زړه له تله مبارکي وايم ! دا به زما يوه خوږه خاطره وي؛ چي د افغان نوم نن د نړۍ په سطحه ياديږي …. وسلام

  2. د جرمنی په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنه او د لوې پکتیا په مرکزګردېز کې د لویې پکتیا فرهنګی ټولنه په ډېره خوښي اوسرلوړي زموږ اتل ولس ته دګران افغانستان دملي کریکټ لوبډلې د حیرانووکي بریالیتوب مباره کي وایي اود نړۍ په هره برخه کې له ټولوافغانانو څخه هیله کوي چې په خپل مادي او معنوي وس زموږ دا اتله لوبډله ونازوي .

    دپورتنيو دواړو ټولنو په استازيتوب

  3. په بلجيم کښي د افغان کلتوري بهير د مبارکۍ پيغام
    ګرانو هيوادوالو ،
    په بلجيم کښي د افغان کلتوري بهير ټول اړوندان ، مشرتابه جرګه او ټول ميشت افغانان د کرکت افغان ډلي برياليتوب ټول افغان ولس ته وړاندي کوي ٠ افغان کلتوري بهير وياړي چي افغان ورزشکارانو خپل ولس او هيواد د نړۍ سيال کړ ٠ نومياليو ورزشکارو زموږ د کاڼه وخت او ړانده اسمان تر سيوري لاندي اتلوالي وګټل ٠ مبارک مو شه ، زموږ د ټولو دي مبارک وي ٠ ښاغلي هيواد مل ته وړانديز دا دۍ چي د جلالتماب کرزي ته مخامخ ودريږي او زموږ اتله لوبډله ور پياد کړي ٠ تر دي اتلوالۍ وړاندي بايد ډير څه شوي واۍ ٠
    اوس هم زموږ دولتي مشرتابه ډير څه کولاۍ شي ٠ ښاغلي دي داسي فکر نه کوي چي افغانان ړانده دي او دوۍ نه ويني ، تاريخ دا ټول په ياد ساتي ٠
    يو ځل بيا ټول افغان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وايو ، د کرکت د ملي ټيم ټول غړي د خدای ،ج ، په يارۍ کي مل غواړو ٠
    لاره يي روښانه او برياوي يي تل ؛
    په بلجيم کښي افغان کلتوري بهير مشرتابه جرګه
    بروکسل

  4. هکله ټولو په هيواد مينو افغانانو ته او په خاص ډول د کريکټ دملي لوبډلې ټولو غړوته وړاندی کوې او هيله منديو ښايو چې په راتلونکو سياليو کې به هم د افغان ولس شمله او جنډه تل په دغه سياليو کی لوړ ساتي. دغه وياړ د ټولو هيوادوالو دي نو د افغانستان له دولت او ټولو افغان ملي سوداګرو ، فرهنګي ټولنو او موسسو څخه په درناوي هيله کوو، چې د کريکټ ملي لوبډله په خپلو مادي او معنوي مرستو ونازوي او د سپورت د ډګر د بري راوړنې دود ته يې لا وهڅوي..

    په هيوادنی مينه

    په اروپا کی د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسه

  5. دا ډير د وياړ او خوشالۍ ځی ده څي د پښتونخوا ځوانان له خپله کوره دباندي ښه ډير ليري د کرکيټ په سياليو کي اول نمبر سول .
    دا ددې ښه نښاني ده څي د لراوبر افغان هر بچی د ښه استعداد خاوند دئ ، که دنيآ له موږ سره بې مخي ونکړي زموږ هر ځوان به ددې وطن نوم او بيرغه لوړ وساتي .
    د کرکيټ اتلانو ته مبارکي وايم ، ولس بايد زموږ دانازولي شازلميان ونازوي او تشويق يې کړي .

  6. دلر اوبر په مننی سره چی خپلو اتلانو عکسونه یی مونژ ته وښودل هیله کوم چی دعکس سره دهغوی نومونه هم ولیکل شی ډیره به ښه وی .
    دامونژ ټولوافغانانوته دویاړځای دی ،تاسی با ور وکړی چی ما هیڅ د کرکت سره مینه نه درلوده خوکله می د خپلو تکړه بالرانو دمیړانی به هکله د بی بی سی په پانه باندی دکرکت په اړه خبری ولستی دخوشحالی نه با ورپه خدای وکړی ژړا راغله ډیر زیات خوښ شوم هغه وخت چی ومه لوسته کله چی افغانانو لوبه وګټله نو زمونز ملی دود اټن شروع کړ اونړی خلک وته حیران شول اوس ټولوافغانانوورونو ته مبارکی وایم اودلایزال خدای غواړم چی نور په ددی مظلومو خلکو غمونه په دغسی خوشحال باندی بدلی کړی . په درنښت مننه دلر اوبر نه

  7. د افغان کرکیټ ملي ټیم اتل او بریا ټولو وطنوالو ته دزړه له کوي مبارکی وایم ع٠حنان وقار

  8. za tolo pashtano wrono au khwandio ta da zra le kome da cricket da baryalitob mubaraki wayam che afghan zalmyano der pa baryalitub sara da jersey da 12 hewadono attal sho pa de lobgharo ke che yau zama gran wror abdul rashid zadran ham da wale che hagha zama wror da za pa tolo dase zwanano weyaram au tal de kamyaba wi sar lwari de wosi

  9. za tolo pashtano wrono au khwandio ta da zra le kome da cricket da baryalitob mubaraki wayam che afghan zalmyano der pa baryalitub sara da jersey da 12 hewadono attal sho pa de lobgharo ke che yau zama gran wror abdul rashid zadran ham da wale che hagha zama wror da za pa tolo dase zwanano weyaram au tal de kamyaba wi sar lwari de wosi

  10. ګرانو وطنوالو زه نه پوهيږم چه په کومو الفاظودرٺه مبارکي وليکم.مبارک،مبارک او بيا هم مبارک. ګران. لوبغاړو سل ځل افرين پر ٺاسي اوسٺاسي پر واليدينو.لوي او مٺعال ذاټ مو پر هر ډګر سر لوړي لره.ګرانو ورونو دا د لوي الله يوه لويه لورينه وه او پر مونږ يي وکړه مونږ لره هم په کار دي چه الله ج ددي لوي احسان ډير شکر ادا کړو. خو داسي ونه شي چه ددي احسان په بدل کي مونږ الله ج ناراضه نه کړو يعني د خپلي خوشحالي په ښکاره کولو داسي کوم ناوړه کار ونه کړو چه الله ج پري ناراضه نه شي. والسلام

    سٺاسي کشر سيد فواد عثماني د کنړ ولايټ د څوکي السوالي اوسيدونکي.

  11. میړني دي چې یادیږي

    غواړم چې له خپل ځان نه پیل وکړم – باور مو وشه چې په کومه ورځ د د کرکیټ ملي لوبډلې د بریا مې اوریدلي نو که یا یې مې له رسنیو نه اوریدي او یا مې هم په انټرنیټ کې کتلي او لوستي خدای شته چې بې دریغه مې له سترګو ورته د خوښی اوښکې روانې شوي – د زړه له تله د کرکیټ ملي لوبډلې ته مبارکي وایم او خدای مو راته تر ډېره ژوندي او بریالي لره. خدای دې لا د بریا وس در کړي چې د دغه کړیدلي، ځوریدلي، وران او ویجاړ هیواد نوم نور هم پورته کړی.

    په هیوادنۍ مینه
    عصمت الله خالد

  12. ډېر د خوښۍ ځای دئ

  13. د کرکټ ملي لوبډلې ته د جغتو د مبارکۍ پیغام ***

    د جغتو مدني او کلتوري بهیر مشرتابه پلاوی او جغتو مهالنۍ د انګلستان په جرسي ټاپو کې د ۱۲ هیوادونو د کرکټ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د اتلولي له کبله د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وايي.

    افغانستان اتل شو او ټول افغان ولس ته ښايي چې دغه اتلولي په شاندارو مراسمو سره و نمانځي، خپلو ځوانو لوبغاړو ته د ګلونو هارونه په غاړه کې ور واچوي او د راتلونکیو بریو لپاره یې د یو نیک فال په توګه و نازوي.

    موږ هیله من یو چې لوی خدای زموږ هیواد د هراخیزې سولې سره یو ځای د ژوند په ټولو برخو کې بریالی کړي. باور لرو چې که د هیواد ځوانانو ته مناسبې ښوونې او روزنې زمینه برابره شي نو افغانان د دې وړتیا لري چې په نړیواله کچه او د ژوند په هر اړخ کې د ورته بریاوو ویاړونه ترلاسه کړي.

    لازمه ده چې موږ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوانان، زیارکښه او ویاړمن لوبغاړي که نور څه نه وي نو لږ تر لږه په څو الفاظو خو و نازوو. همدارنګه خپلې ټولې هڅې په کار واچوو څو زموږ اتلانو ته هغه راز آسانتیاوې برابرې شي چې د پرمختګ لاره یې پر مخ نوره هم پرانیستل شي.

    راځی چې په نیک فال سره خپله دغه لویه بریا او جشن و نمانځو، په هیواد کې یې د سراسري سولې، خوښۍ، آرامۍ او هراړخیزې پراختیا د بهیر د ګړندیتوب لپاره یې یو ښه پيل و ګڼو.

    موږ د افغانستان د کرکټ د ملي ډوبډلې په ټولو زیارکښو اتلانو ویاړ کوو.

    تل دې وي افغانستان

    بریالي دې وي زموږ ویاړمن ځوانان

    مینه او مننه

    د جغتو مدني او کلتوري بهیر