کور / راپور / هلمنديان له لوږي سره مخ دي، عاجلي مرستي غواړي

هلمنديان له لوږي سره مخ دي، عاجلي مرستي غواړي

په زرونو هغه كسان چي د هلمند له ګرمسېر ولسوالي څخه د جګړو له امله لښكرګاه ښار ته راغلي دي، د عاجلو خوراكي مرستو غوښتنه كوي.


دوى له تېر اپرېل راهيسي په ګرمسېر كي د طالبانو او امريكايي ځواكونو ترمنځ د جګړې له كبله د هلمند مركز لښكرګاه ته راغلي دي.


۴۳ كلن احمدشاه چي د سرې مياشتي د رياست مخته تر سوځنده لمر لاندي ناست دئ، وايي په بسته هفته كي فقط يوه شپه له پټاټو څخه جوړه سوې شكنه خپلي كورنۍ ته وركولاى سي. او دا نوري شپې يا په نيم نس وچه ډوډۍ خوري او يا خو بېخي وږي پرېوزي.


د احمدشاه په وينا دى او ښځه يې له درو بچيانو سره درې اونۍ مخكي د خپل كور پرېښودو ته اړ سول، چي اوس د لښكرګاه په لس كيلومترۍ كي پر ښوى ډاګ په داسي حال كي ژوند كوي، چي خېمه او د كور نور اړين وسايل خو څه كوې، بلكي په نس هم نه دي ماړه.


احمدشاه وايي: ((زما بچيان مري، موږ وږي يو، موږ بې كوره يو او موږ ډېرو مرستو ته اړيو)).


هلمند چي په تېرو دوو كالو كي د طالبانو په يوه عمده مركز اوښتى دئ، له تېري يوې مياشتي راهيسي په افغانستان كي مېشت بهرني ځواكونه هڅه كوي، چي د طالبانو تر كنترول لاندي سيمي بيرته ځني ونيسي.


په كابل كي د امريكايي عسكرو وياند آيرين آژانس ته وويل دوى به ډېر ژر ۲۴۰۰ سمندري پوځيان د طالبانو د ځپلو دپاره هلمند ته ولېږي.


د هلمند د والي ګلاب منګل په وينا له تېري يوې مياشتي راهيسي د هلمند له مختلفو ولسواليو څخه ۴۰۰۰ كورنۍ د جنګو له امله لښګرګاه ته راغلي چي اوس عاجلو مرستو ته اړتيا لري.


د ملګرو ملتونو خوراكي سازمان (WFP) خبر وركړ، چي جنګ ځپلو خلګو ته يې د خپلي ادارې له خوا د ۱۸۰ ټنه په شاوخوا كي خوراكي توكي لېږلي دي، چي غنم، غوړي مالګه او ځيني نور مواد پكښي شامل دي.


په كابل كي د WFP يوه مسول ريك كارسينو وويل: ولايتي چارواكو د ۱۵۰۰ كورنيو چي ۹۰۰۰ تنه كېږي، په باب يو ليست ورلېږلى، چي كه عاجلي مرستي ورسره ونه سي د مرګ له خطر سره مخ كېږي.


خو د ARCS دفتر چارواكي وايي دغه مرستي به تر هغه وخته ونه ويشل سي، چي د رښتينو اړو او دوه مخو كسانو ترمنځ توپير نه وي جوت سوى.


د چارواكو په وينا ستونزه دا ده چي ځيني سراښ او دوه مخي كسان د رښتينو جنګ ځپلو كورنيو پر حقونو تېرى كوي او د هغوى په منځ ورګډېږي او په اصطلاح په رزق كي يې لغته وهي.


خو د ARCS مسول اسدالله مايار وويل: د لښكرګاه له ښار څخه دباندي يې داسي كسان هم وليدل چي په دې سوځنده ګرمي كي د ونو تر سيوري لاندي په داسي حال كي ژوند كوي، چي نه ډوډۍ او نه هم د اوسېدو ځاى لري.


په كابل كي د WFP دفتر د چارواكو په وينا همدا اوس له دوى سره همكاري انجوګاني په سيمه كي په څېړنه بوختي دي، چي رښتيني اړ او ځپل سوي كسان له دروغجنو كاروباريانو څخه بېل كړي.


د WFP دې مسول ريك كارسينو زياته كړه، چي څنګه رښتيني او دوه مخي سره بېل سول، ډېر ژر به د مرستو وېش پيل سي.


خو د هلمند والي ګلاب منګل وويل د جنګ ځپلو شمېر تر ۱۵۰۰ كورنيو ډېر لوړ دئ چي بايد نوري مرستي هم ورسره وسي.


د يادوني وړ ده چي په تېرو څو كلونو كي د هلمند د ولسواليو په سوونو كسان د جګړو له امله وژل سوي او په زرونو كورنۍ له خپلو اصلي مېنو څخه مهاجرت ته اړ سوي دي، چي د هجرت لړۍ يې آن تر پلازمېني كابل پوري هم رسېدلې ده.