کور / کتاب / بيا له چاپه راوتلي دي

بيا له چاپه راوتلي دي

په دې وروستيو وختونو کي تر ډېر ځنډ او انتظار وروسته ” ادب او ادبي کره
کتنه کتاب“ د دوهم ځل لپاره خپور سو.
دغه کتاب بيا هم د صحاف خپرندويي موسسې له خوا د دغي موسسې د پياوړي او
هڅاند مشر ښاغلي حمد الله صحاف په زيار چاپ ته سپارل سوى دى. کتاب
عبدالمالک همت ليکلى او د کمپوز کار يې ليکوال او د هغه لور ډېوې همت لور
تر سره کړى. دغه کتاب ٦٤٨ مخه لري، چي د ادب او ادبپوهني په هکله هر
اړخيز معلومات او د کره کتني مفهوم، ارزښت، اصول، ډولونه، ښوونځي، سوابق
او نوري ادبي څېړني او ګروېږني له (٤٨) پښتو،(٤) دري،(٢٧) عربي،(٢٧)
فارسي،(٢١) اردواو(٤) انګريزي منابعو څخه په ګټه اخيستنه پکښي ځاى سوي
دي.
دغه راز په دې وروستيو کي صحاف خپرندويي موسسې د پخلي(آشپزي) په نامه
کتاب پنځم ځل په درو زرو ټوکو کي خپور کړى دى چي په دې حساب دا کتاب تر
اوسه په څوارلسو زرو ټوکو کي خپور سوى دى.
دغه کتاب چي(٤٠٨) مخونه لري آغلي مېرمن جميلې همت ليکلى او په هغه کي يې
د پخلي په اړه اړين معلومات، د مېلمستيا د آدابو او ډوډۍ خوړلو په اړه
اود ډول ډول افغاني او خارجي خوړو د پخولو په هکله لارښووني او څرګندوني
کړي دي.
دغه دواړه کتابونه چي په ډېر ښکلي قطع او صحافت چاپ سوي دي د کندهار په
ارګ کي له صحاف کتابتون او نورو کتاب پلورنځيو او د کابل په کوټۀ سنګي کي
د شاداب ظفر د بلاکونو مخامخ له مستقبل کتاب پلورنځي څخه په ډېرو مناسبو
بيو ترلاسه کولاى سئ.