نن په کابل کي دایران پرضدپراخ لاریون ترسره شو
59
کابل: لراوبرته راسیدلي خبرونه وایې،چي نن په کابل کې دمدني ټولنو،دځوانانودبېلابېلوټولنوپه سلګونواستازو،محصلینواویوشمېرنوروکسان دکابل واټونوته را ووته اوپه افغانستان کې دایران د لاس وهني پر ضدیې پراخ لاریون وکړي اودخښمه ډک شعارونه یي ورکول.
لاریون کوونکودولسمشر ددویم مرستیال محمدکریم خلیلي، حاجي محمد محقق، دولسي جرګې دغړو احمدبهزاداو لطیف پدرام اودبلخ دوالي عطامحمدنورپه عکسونوکرښې راښکلي وي اودوی یې دایران ګوډاګیان بلل.
مظاهره کوونکي دکابل د نوي ښار له سیمې د ایران سفارت په لور په حرکت کې وو ،اود ایران د لاس وهنواو فرهنګي یرغل پر ضد یې شعارونه ورکړل.دوی دا هم غوښتل، چې ارګ او نورې دولتي ادارې باید د ایران له اجنټانوڅخه پاکې شي.په مظاهره کې د تاوتریخوالي دمخنیوي لپاره په لسګونوپولیس ځای پرځای شوي وو.
دیادونې وړده ، چي دکابل دټولنیزوعلوموپوهنتون محصلینو او استادانو،هغه وخت دایران دلاس وهني ښکاره نښاني ولیدي کله چي ،دهزاره توکمو ټبرمحصلینو چي شمیر یې ۷۰ کسانو ته رسیدي داجتماعي علومودپوهنتون درئیس اویوه استادپر ضد یوه اووني مظاهر وکړه اودډوډۍ نه خوړلوهوډ یې کړي وو.دارګ چارواکوپه لوړه کچه دکرزي ددووسلاکارانواودلوړوزده کړودوزیر په ګډون ددوی ټولي غوښتني ومنلي . دکرزي سلاکارانودټولنیزوعلومودپوهنتون رئیس اواستاد دپوهنتون داستادانودعلمي شورادنظر نه پرته دواړه له ددندي څخه ګوښه کړل.
ددي پوهنتون استادانو، محصلینو دارګ داپریکړه ،غیرعادلانه وګڼله اودخپلوحقوقو دساتلوپه خاطر یې نني لاریون وکړي.دوی وایې چي ددي دسیسي تر څنګ دایران دولت ښکاره لاس دی .