کور / شعر / رایه

رایه

ګران لوستونکي باید د دغه طنزیه شعر د لوستلو په وخت کې د شعر عنوان په خپل ذهن کې وساتي.

څوک یی خپل څوک یی پردي ته ورکوي
څوک یی چاغ څوک یی نري ته ورکوي
د هر چا ده خپله خوښه خپل یی کار دی
چې یی روغ که لیوني ته ورکوي
چا ورکړې مجاهد ته بې پوښتنې
څوک یی ښه پاخه خلقي ته ورکوي
د شمال ټلوالې خپلو کې ورکړې
هزاره یی پنجشیري ته ورکوي
ما کرزی ولید چې خپله یی ورکوله
اوس به یی څنګه څوک کرزي ته ورکوي
د پیلانو خو پیمخۍ هم سنډا وي
بیړاګان یی بیړاګي ته ورکوي
روشنفکر چې د غرب په لاړو لوند وي
نو هغه یی بیا غني ته ورکوي
او… امریکا په ورکولو اموخته کړو
دوی پخپله یی توري ته ورکوي
ای حفیظه! کوم خاین ته به له ورکړې
ښه هغه دی چې یی سپي ته ورکوي

ستاکهولم، جنوري ۲، ۲۰۱۴