روزگان: دوه پوليس وژل سوي او دوه نور تښتول سوي دي
عطاالله محمدي
په روزګان کي دوه پوليس وژل سوي او دوه تښتول سوي دي .
د روزګان په چهارچينو ولسوالۍ کي دوه محلي پوليس وژل سوي او دوه نور تښتول سوي دي .
پيښه تېره شيه د دې ولسوالۍ د لوړ دوان په سيمه کي د محلي پوليسو په يوه پوسته کي رامنځ ته سوې ده .
د روزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد اسلم وايې چې د پيښي په اړه سيمي ته پلاوی ته تللی دی څو څرګنده کړي چي پيښه د چا له لوري او په څه ډول رامنځ ته سوې ده خو يوه امنتي سرچينه وايې چې په پيښه کې د پوليسو د قوماندان معصوم په ګډون درې پوليس د وسله والو طالبانو له لوري په چړو وهل سوي دي .
سرچينه وايې چي د پوستې پيره دارو پوليسو د وسله والو طالبانو سره لاس درلود او تر پيښي وروسته پوليس هم د طالبانو سره تللي دي خو خپله تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .