کور / کتاب / د احسان الله آرینزي دوه کتابونه ( اسيا او استراليا

د احسان الله آرینزي دوه کتابونه ( اسيا او استراليا

 (آسیا) د څلورم ځل او (استرالیا) د درېیم ځل له پاره خلکو ته وړاندې شول

ګرانو لوستونکو ته په ډېره خوشحالۍ سره خبر ورکول کیږي چې د هېواد د وتلي لیکوال، مولف او ژباړن ښاغلي احسان الله آرینزي دوه کتابونه، له نویو معلوماتو سره بیا چاپ او ټولنې ته وړاندې شول.

دا کتابونه یو (آسیا) نومېږي چې 1280 مخونه لري او بل (آسترالیا) په 450 مخونو کې، دواړه په سپین کاغذ او ښه صحافت د الاذهر خپروندیه ټولنې له خوا چاپ شوي دي.

باید ووایو چې دا دوه کتابونه په حقیقت کې د (نړۍ هېنداره) لومړی او دوهم کتابونه دي چې ټول پنځه ټوکه دي: آسیا، استرالیا (اوقیانوسیه)، افریقا، اروپا او امریکا. اوس به په هر کتاب جلا – جلا رڼا واچوو:

 

 

۱ _ آسيا:   

48 آسيا هېوادونهآذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، عربي متحده امارات، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنګله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان، تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنګاپور، سوريه، عراق، سعودي عربستان، عمان، فلېپين، ختیځ تیمور، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، كوريا(شمالى)، كوريا(جنوبي)، كمبوديا، كويټ، ګرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا، مغولستان، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن) لري چې په دې کتاب کې په بشپړه توګه معرفي شوي دي. دا پېژندنه پنځه برخې لري: طبیعي جغرافیه، بشري جغرافیه، سیاسي جغرافیه، اقتصادي جغرافیه، تاریخ او له افغانستان سره سیاسي اړیکي چې دلته به لږ رڼا پرې واچول شي:

 
الف – طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى يا مساحت په km² او m²، د هېواد څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km، لوى غرونه، جګې څوكې، پراخه سيندونه، اقليم او په پاى كې نورې جفرافيايي ځانګړتياوې   

ب – بشري سياسي جغرافيه : پايتخت (پلازمېنه) او نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى په km²  كې، ښاري او كليوال نفوس، د ښاري کېدلو سلنه، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو ماشومانو كې مړينه، د نفوسو كلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د هرې ښځې د زېږون منځنى كلنى قابليت، د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس، حكومت، اساسي قانون، ولسمشر، لومړى وزير، ملى شورى، قضاييه ځواك، سياسي ګوندونه او د هغوى مشران، د فشار ډلې او د هغوى مشران؛ نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ ورځ، په UN او نورو نړيوالو موسساتو كې غړيتوب، ملي بيرغ، ملي سرود او ملي نښان.   

ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په بحث كې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع كتنه شوې او بيا لاندې واړه سرليكونه راغلي:  

غيرخالص كورنى توليد GDP، د غيرخالص كورني توليد كلنۍ وده، د غيرخالص كورني توليد سكتوري جوړښت، د سړي سر كلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د كار قوت د شمېر او سكتورونو په تفكيك؛ وزګارتيا، بودجه د عوايدو او لګښتونو په تفكيك، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع، د تېل او ګاز تولید، لګښت، زېرمې او احتمالي صادرات او واردات، كرنه، څاروي، ځنګلونه، سيلانيان، غټ كانونه، صادرات او واردات د بيعې، اقلامو او سوداګريزه شريكانو په تفكيك، بهرني پورونه، مخابرات، رسنۍ، ترانسپورت د اورګاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليكو، سوداګريزه الوتكو او بېړيو په تفكيك؛ د راډيويي او ټلويزيوني خپرونو د مركزونو د شمېر او د هر هېواد ټولنيزه پرمختیا: د ټولنیزې پرمختیا په بحث کې په هر هېواد کې د باسواده خلکو، د ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو د شمېر، مطبوعاتو، روغتیا او ورزش په هکله لنډ معلومات راغلي دي.  

له دې وروسته د هرهېواد د سيمه ييزو يا نړيوالو احتمالي لانجو ذكر راغلى، په پوځي تشكيلاتو رڼا اچول شوې او له هېواد څخه د وتلو یا راغلو مهاجرو او کورنیو بېځایه شوو خلکو په هکله معلومات وړاندې شوي.

تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په برخه كې په لرغوني تاريخ ډېرې لږ خبرى شوي او هڅه شوې چې په معاصرو پېښو ډېر بحث وشي. له دې وروسته له هر هېواد سره د افغانستان د اړیکو برخه  راغلې. دا برخه د کتاب په لومړي او دوهم چاپونو کې نه وه او اوس پرې زیاته شوې ده.

د نړۍ هېنداره لومړى ټوك يا (آسيا) د لومړي ځل له پاره په 2000 (1379 ل.هـ) كال كې چاپ شوى دى. د كتاب ليكوال ليكې چې د دې كتاب د تاليف له پاره يې له 92 اخځونو كار اخستي، چې ټول د كتاب په پاى كې معرفي شوي دي. دا كتاب يو قاموس(سيند) يا نوملړ هم لري، چې 80 مخه دى او له لوستونكيو سره د ځينو جغرافيايي نومونو يا اصطلاحګانو د معنا په پوهيدنه كې مرسته كوي. لكه ټاپو، ټاپو وزمه، طول البلد، نقشه، استوا، حاره، سمندرګى او داسې نور.

دا كتاب په كال 2003 كې الازهر خپرندويه ټولنې پرته له كوم متني توپيره بيا چاپ كړ. دا ځل په كتاب كې يو بل قاموس هم زيات شو چې هغه نړېوالې ټولنې پکې معرفي شوې چې مطلوب هېواد پکې غړیتوب درلود. لکهUN ، IAEA، NAM، WTO او داسې نور. كېداى شي چې ځنې درانه لوستونكي دا ټولنې سمې و نه پېژني، له همدې امله ليكوال په دې قاموس كې كابو 70 نړيوالې ټولنې په لنډه توګه معرفى كړي،  چې د موضوع د ښه درك په برخه كې مرسته وكړي.

له هغه ځایه چې زده کوونکو، محصلینو، د جغرافي استادانو او ژورنالیستانو دې کتاب ته ډېره اړتیا درلوده؛ ځکه مولف په 2012 کې د دې کتاب د نوي کولو او بیا لیکنې کار پیل کړ. نوي کتاب د کال 2012 په مې کې بازار ته راغی. په لومړیو او دوهمو چاپونو کې د کتاب مخونه 835 وو، خو په درېیم چاپ کې دا شمېر 1280 ته لوړ شو. کتاب ته د ډېرې تقاضا د شتوالي له امله خپرندویه موسسې دا کتاب د 2013 په اپریل کې بیا چاپ کړ او په دې توګه دا هغه کتاب دی چې په تېرو 13 کلونو کې څلور ځلې چاپ شوی دی. 

2  اسټراليا: 
د نړۍ هېندارې دوهم ټوك اسټراليا(اوقيانوسيه) نوميږي. دغه كتاب لومړی ځل په كال 2003( 1382ل.هـ) كې په پېښور كې (د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز) له خوا خپور شوى دى.

 د اسټراليا د كتاب په پيل كې د مولف په سريزه سربېره، د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي چې د آسیا په کتاب کې هم شته، په دې جدولونو كې د هرخپلواكه هېواد يا ناخپلواكه سيمې موقعيت(په نړۍ كې)، د پايتخت يا پلازمېنې نوم، د نامه لنډيز او په UN كې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د كتاب متن پيل كېږي، چې د اسټراليا يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې دغه هېوادونه پكې معرفي شوي دي. د اسټراليا لويه وچه، د استراليا هېواد، فيجي، كريباتي، مارشال، ميكرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوګيني، ساموا، سليمان، تونګا، تووالو او وانواتو.

دا کتاب په 2005 کې د دوهم ځل له پاره چاپ شو چې اوس یې درېیم؛ خو ښکلی چاپ بازار ته راغلی دی.  

د دې كتاب د تاليف له پاره له 51 معتبرو اخځونو كار اخستل شوى او كتاب ټول 450 مخونه لري. په دغه 450 مخونو كې هغه دوه قاموس ګوټي هم شته چې د آسیا د ټوك په پاى كې راغلي وو.

د کتاب ښاغلي مولف د آسیا او آسترالیا کتابونو په سریزو کې لیکلي چې د دې کتاب په درېیم ټوک (افریقا) کار روان دی چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به چاپ او ښاغلو لوستونکو ته وړاندي شي. ښکاره خبره ده چې له دې وروسته به د (اروپا) او (امریکا) وار وي چې د نویو معلوماتو په مرسته تالیف او بازار ته وړاندې شي.

په افغان مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونو د پېژندګلوۍ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د كوچني يا ستر او تفصيلي كتاب ځاى، چې ښاغلى آرينزى يې دايره المعارفګوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندګلوۍ په اړه ليكل شوى دى. كتاب ټول له ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى، چې په پښتنو سربېره نور هم استفاده ورځنې كولى شي.  

په كتاب كې د خلكو، ځايونو، ګوندونواو نورو مهمو نومونو تر څنګ د هغو انګليسي نومونه هم راغلي، چې له لوستونكيو سره د كتاب د لوستلو په وخت كې د سم تلفظ مرسته شوي وي.

سربېره په دې په كتاب كې د هېوادونو نقشې او ملي بيرغونه هم راغلي دي. كه څه هم چې د چاپ د لګښت د لږولو له پاره نقشې تورې او سپينې چاپ شوي؛ خو ملي بيرغونه په خپلو اصلي رنګونو چاپ شوي دي. 

د نړۍ هېندارې معلومات زمونږ د ښوونځيو د جغرافيې د ښوونكو، زده كوونكو، د پوهنتونونو د محصلينو، ژورناليستانو او د عمومي معلوماتو د ليوالو له پاره په زړه پورې دي. كه څوك د يوه هېواد د طبيعي جغرافيې په اړه معلومات غواړي، كه څوك د كوم هېواد د نفوسو او يا د نفوسو د جوړښت په اړه څه پوهېدل غواړي؛ كه څوك د كوم هېواد د حكومت يا سياسي ګوندونو يا پارلمان په اړه څه معلوماتو ته اړتيا ولري، همدا راز كه څوك د كوم هېواد د اقتصاد يا تاريخ په اړه څه غواړي؛ نو ټول په دې كتابونو كې پيدا كولى شي. د كتاب ډېرى شمېرنې نوې دي او له همدغو وروستيو كلونو سره تړاو لري.

د كتاب اخځونه، چې د هر ټوك په پاى كې راغلي خورا د ډاډ وړ دي. دا اخځونه كتابونه، دايره المعارفونه، مجلې، اخبارونه، د كمپيوټر سي ډي ګانې CDs او د انټرنت پاڼې دي.

دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې د نړۍ هېندارې په خپرولو نه يوازې د كابل كالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه، بلكې له هغې څخه په لوړ كيفيت او له معاصرو تخنيكي او علمي امكاناتو څخه په استفاده د نړۍ د ټولو خپلواكه او ناخپلواكه هېوادونو، هېوادګيو او سيمو عمومي او انسکلاپیدیک معلومات په نوي او علمي بڼه د هېواد د فرهنګ مينانو ته وړاندې شول. 

ناويلي دې نه وي پاتې چې د كتاب ښاغلي مولف د(آسيا)، (افريقا)،(اسټراليا)، (اروپا) او(امريكا) د ټوكونو په هره سريزه كې له ښاغليو لوستونكيو او فرهنګيانو څخه په كلكه هيله كړې، چې له ده سره د دې دايره المعارفګوټي په بشپړولو كې مرسته وكړي او مشورې وركړي. ليكوالو او مولفينو ته د مشورو وركول او د دوى پر كارونو علمي كره كتنې، له هغوى سره مرسته كوي چې د خپل كار نيمګړتياوو ته ځیر شي او داسې آثار خپاره كړي چې ټول پرې وپوهېږي. 

درې کاله مخكې په كابل كې د غازي محمد جانخان علمي مشورتى شورى، په دغه كتاب د كره كتنې يوه غونډه رابللې وه. په دې غونډه كې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د جغرافيې څانګې مشر پوهاند غلام جيلاني عارض او پېنځه استادانو، د ښوونې او روزنې د پوهنتون د جغرافيې څانګې استازو، د كابل پوهنتون او پوليتخنيك ځينو استادانو، پوهانو او علمي شخصيتونو برخه اخستې وه. 

ښاغليو ويناوالو د داسې علمي او معلوماتى كتابونو د ليكلو او خپرولو په برخه كې د افغانستان د پوهانو او علماوو د كار او زيار په ارزښت ټينګار وكړ او وې ويل، چې په افغانستان كې د يوه نوي فعال، زيارايستونكي، پوه او مدبر نسل د روزنې له پاره علمي آثارو ته ډېره اړتيا ده او د ښاغلي آرينزي په شان مولفينو او ليكوالو زيار د ډېر قدر وړ دي، چې همدا يو كتاب يې 3850 مخونه لري. اوس د دې کتاب د پاڼو شمېر 6000 په پام کې نیول شوی دی.

د نړۍ هېندارې مولف ښاغلی احسان الله آرینزی وايي چې د (آسیا) او (آسترالیا) اوسني کتابونه د همغه سیمینار د علمي سپارښتونو په بنسټ تالیف شوی او تر ډېره بریده یې مسلکي معیارونه په پام کې نیولي دي. 

  ښاغلي آرينزي د (نړۍ هېنداره) د ستر كتاب ليكوال او د ګران افغانستان ټولو پوهانو، استادانو اوعلماوو ته د ډېرو برياليتوبونو په هيله، د دې ليكنې لمن رانغاړو او انتظار باسو، چې د دې كتاب نور دری ټوکونو (افریقا)، (اروپا) او (امریکا) هم ژر بازار ته وړاندې شي او لکه څنګه چې ژمنه شوی د دې کتاب دري ژباړه هم بشپړه او چاپ شي.