کور / کتابتون - هنر او ادبيات / د ارواښاد ګل پاچا الفت {غوره نثرونه} پر لیکه اثر

د ارواښاد ګل پاچا الفت {غوره نثرونه} پر لیکه اثر

د خوږ ژبي شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت د غوره نثرونو څخه یو نثر :

لاروی
مونږ دخپلوکورونوله څنګه په دیره کښی ناست وو.
له پاسه یولاروی راغی دونی ډډته ئی ډډه ولګوله له ملانه ئی ډوډی پرانیستله اوله څه شی سره ئی په خوند خوند خوړله.
مونږ وږی تږی و، هغه ځان موړکړاویخی اوبه ئی وڅکلی .
مونږ روژه وو، هغه بوزه و،ځکه چه په مسافروباندی روژی نشته.
لاروی وویل: ماته دخوړلواجازه شته اوتاسوته نشته.
ماته خدای خواړه اواوبه رواکړیدی په تاسوئی ایسارکړیدی.
دادخدای قانون دی، ددی قانون په رمزاومعنی پوهیدل په کاردی.
دخدای کارونه بی حکمته نه دی، تاسی ددغه عملی تعلیم په اصلی معنی ښه فکروکړی.!
تاسی ولی وږی یاست اوزه ولی موړیم؟
زه په کاراومقصد پسی روان یم اوتاسی ځای په ځای پراته یاست.
ستاسوحرکت لنډ دی ځکه ئی وږی کړی.
تاسی دخدای قانون منلی دی مګرپوه شوی پری نه یاست.
زه راوګرزیدم چه تاسی په دغه رازپوه کړم اوله لوږی نجات ومومی.
پاڅیږی، روان شی اولری ځای په نظرکښی ونیسی.!
لوږه اوتنده په توقف اوسکون کښی ده په حرکت کښی نشته. د بشپړ کتاب لپاره دلته کلیک وکړئ.

د کتاب ځانګړني :
دکتاب نوم :    غوره نثرونه
ليکوال:        خوږ ژبی شاعر او لیکوال ارواښاد ګل پاچا الفت
کمپوزر :        غلام حبیب ملیار، دکرهڼی وزارت دمصوباتو مدیر
انلاين چاري :   مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون

د کتاب  د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 1.10 MB


 يادونه ::: دا  کتاب د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !