په تیره میاشت کي دافغان پولیسوپه لیکوکي(۳۰۰) تنه پولیس وژل شویدي

59 | جولای 1st, 2013


دکورنیوچارووزارت نن په یوه خبرکي رسنیوته په ډاګه کړه،چي دافغانستان دبیلابیلو سیموپه ناامنیو کي تیره میاشت افغان پولیسو دري سوه تنه سرتیري اوپوځیان له لاسه ورکړي دي.
دکورنیوچارووزارت ویاندصدیق صدیقي وایې،چي تیره میاشت په بمي چاودونو اودوسله والو سره دجګړي پرمهال ( ۲۹۹) افغان پولیس وژل شوی او(۶۱۸) تنه ټپیان شوي دي.
دهغه په وینادتیري میاشتي په درشل کي (۷۵۳) مخالف وسله وال وژل شوي او (۳۰۰) تنه مخالفین نیول شوي دي ،چي دمګړي په زندانونو کي اوسیږي.
صدیقي زیاته کړه،چي په دغه موده کي دشخړو اوجګړیزونښتوله کبله دټول افغانستان په کچه(۱۸۰) بیګناه ملکي کسان وژل شوي دي.
هغه وایې چي دکورنیوچارو په زرات کي مرګوني پيښي هغه وخت زیاتي شوي،چي افغان پولیسو دبهرنیوځواکونوڅخه دامنیت ټولې چاري په خپله غاړه واخیستي.
دکورنیوچارووزارت ویاندزیاتوی،چي له (۲۰۱۳ )کال له پیل نه په جګړواونښتوکي دپنځو میاشتوپه موده کي (۷۰۸) تنه دافغان امنیتي ځواکونو غړي وژل شوي او(۳۶۵)تنه ملکي کسانوخپل خوږ ژوندله لاسه ورکړيدي.
دصدیقي دوینا له مخي دیوه کال په موده کي دائیتلافي ځواکونو لخواه (۶۳)تنه افغان امنیتي پوځیان،(۳۶۵)تنه دملي امنیت غړي، او(۳۳۸) تنه ملکي کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی دي. ولي په دغه موده کي بهرنیو ایتلافي ځواکونو (۱۷۷) تنه پوځیان اوسرتیري له لاسه ورکړی دي.
دصدیقي په ویناځان مرګي اودانتهاري پیښوخطرونه هغه څه دي،چي زموږامنیتي ځواکونو ته یې زیاتي اندیښني راپیدا کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024