دناټوغړوددفاع وزیرانوپه بروکسیل کي دوه ورځنې غونډه پیل کړه

59 | جون 4th, 2013


بروکسیل: دناټوغړوهیوادوددفاغ وزیرانوځانګړۍ غونډه نن سه شنبه اوسباچهار شنبه دبلجيم په پلازمینه بروکسیل ښارکي پیل شوله
دغونډي مشري دناټوعمومي منشي راسموسن په غاړه لری. دناټو د۲۸ هیوادو غړي ددفا ع وزیران به ددوو ورځوپه درشل کي دغړوهیوادوپرامنیتي چارواوله ۲۰۱۴ کال نه وروسته دافغانستان دامنیت په باره کي خبري اتري وکړي.
دناټوددفاع وزیرانوپه غونډه کي دافغانستان ددفاع وزیر بسم الله خان هم وربلل شوی دی. دناټوددفاع وزیران غواړي په افغانستان کي دمیشتوناټواودایساف ځواکونودلیږ داوسپارلوپرپړاو باندي خبری وکړي اوافغان ځواکونوته دامنیت دټینګولوپه چاروکي هم لازمي پریکړی ترسره کي.
مخکي دناټواوامریکاېي ځواکونومسئولینوویلي وو،چي دوی به افغانستان یواځي نه پریږدي ،مګردوی تراوسه پوری نه ده جوته کړی ،چي د۲۰۱۴کال وروسته به په افغانستان کي څومره سرتیر ي پاتي شي اودوی به ترکومه وخته پوري په افغانستان کي شتون ولری.

Copyright Larawbar 2007-2024