اولسمشر : د پکتيا چاودني وغندلې
عطاالله محمدي
افغان اولسمشر د يکشنبې د ورځي چاودونو کي د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو وژنه په سختو الفاظو غندلي ده
د افغان مقاماتو په وینا، د پکتیا ولایت په څمکنیو اولسوالۍ کي یوه ځانوژونکي برید د ښونځي لس کوچنيان ووژل.
دغه راز په لغمان ولایت کپ هم پر یوه موټر د سرک د غاړي ماین وچاودیدى چي په نتیجه کي يي د یو شمیر ماشومانو په ګډون ۷ اولسي وګړي ووژل سول.
ولسمشر کرزي ویلي دي، دا چاودني د افغانستان د دښمنانو کار دی او په روان تاوتریخوالي کي يي د ماشومانو وژنه نه بخښونکي جنایت بللی دی.
افغان حکومت په پکتیا او لغمان ولایتونو کي د پرونیو پیښو پړه پر طالبانو اچولي ده خو د طالبانو له خوا تر دې دمه په دي باب څه نه دي ویل سوي.
کارپوهان وايي چي د دې ډول پېښو جبيره يوازي په غندلو نه کېږي او نه هم دا لومړى ځل دئ چي دا ډول پېښي چي قربانيان ئې اولسي وګړي دي رامنځ ته کېږي.