د هیواد ښاغلی ولسمشره !

د لراوبر اداره | جون 10th, 2013


د هیواد ښاغلې ولسمشره سلام !

دا منم چی خلقی پرچمی ، مجاهد ، طالب او نورو بیلا بیلو ډلو ټپلو ته دی په هیواد کی د یو ځای اوسیدلو امکانات برابر کړه ، خو دا نه منم چی که یو افغان د ایران خلاف د خپل هیواد د ګټو دفاع وکړه ، هغه ستاسو له لوری ملامت وشمیرل سی ، خو هغه د ایران ګوډاګې چی هم می افغانستان ، هم افغان او هم تاریخی ویاړ ښکنځی ، هغه ته بیا ورو په خندا سې او نه یوازی دا چی د ملامتی ورته نه وایی ، بلکی ملا تړ یی کوې او د دولتی امکاناتو څخه د ناوړه ګټی اخستنی زمینه ورته برابروې .

ښاغلی ولسمشره !

دا هم منم چی تاسو د پښتون ولسمشر نه یاست ، تاسو د تاجک ولسمشر نه یاست ، د هزاره او نورو قومونو ولسمشر نه یاست ، خو دا نه منم چی تاسو د افغانستان د ولس یا په بله مانا د افغانانو ولسمشر نه یاست ، تاسو د هغه قانون په منلو او پلی کولو مکلف یاست چی اوس موږ ته ملی وثیقه ده . هغه قانون دا وایی چی د افغانستان هر وګړی افغان دی، لذا تاسو د افغانانو ولسمشر یاست . هر څوک چی د افغان په نوم ملنډی وهی د هغوی پرځای کښینول ستاسو دنده ده . د افغانستان اسلامی دولت هر تابع وګړی ستاسو د لوړ حضوره همدا غواړی ، که دا غوښتنه وه نه منل سی خدای مه که چی تاسو به د قانون ماتونکی ولسمشر په توګه یاد کړی . او یا لږ تر لږه دا چی تاسو داسی ولسمشر یاست چی د قانون ملاتړ نه کوی .

په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024