د کابل پر نړۍ وال هوايي ډګر برید وسو

جان محمد مهربان | جون 9th, 2013


نن سهار وختي پرڅلور نیمې بجې دکابل پر هوايي ډکر دوسله والو طالبانو له خوا برید وسو. دسیمي داوسېدونکو په وینا دبرید سره سم د درنو او سپکو وسلو ږغونه لا د سهار تر اتو بجو پوري اورېدل کېدل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي پېښه تاید کړې ده او رسنیو ته ئې وویل چي حمله کوونکي د هوايي ډګر شمال خوا ته په یو زاړه کور کښي ځای پرځای سوي او پرهوايي ډکر ئې برید کړی. دصدیقي په وینا، د حمله کوونکو شمېر درې الی څلور کسانو ته رسیږي چي دا مهال افغان ملي اردو او پولیس جګړه ورسره کوي. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي رسنیو ته وویل چي دا وسله واله جګړه او بمي چاودنه ده.

وسلوالو طالبانو د حملې مسؤلیت منلی او وايي چي حمله د هوايي ډګر په هغه برخه کښي دوام لري چي د ناټو د قوماندانۍ مرکزونه هم سته خو صدیق صدیقي دغه وینا رد کړه.

Copyright Larawbar 2007-2024