دجنسي ځوروني پېژندنه او دمخنیوي لاري چاري
عطاالله محمدي
جنسي ځورني په کار ځای کښي ددواړو جنسونو په وړاندي رامنځ ته کیږي خو اکثره وخت ئې ښځي قرباني کیږي.کله نا کله داسي هم کیږي چي جنسي ځورني دښځو له خوا رامنځ ته سي. دجنسي ځورونو په اړه ورک حرسمینټ ټکي نیټ لیکلي دي چي په ۲۰۰۸ کښي د ۷۸۲ امریکايي کارمندانوڅخه ئې یو ټلیفوني ټول پوښتنه وکړل چي نتجیه ئې لاندي ښودل سوې ده:
۳۱٪ ښځو ویلي دي چي دوی په کارځای کښي ځورول سوي دي.
۷٪ نارینه و ویلي دي چي دوی په کار ځای کښي ځورول سوي دي.
۱۰۰٪ ښځو ویلي دي چي دجنسي ځورونکي فاعل نارینه ؤ
۵۹٪ نارینه ویلي چي دجنسي ځورونکي فاعل ښځه وه.
۴۱٪ نارینه و ویلي دي چي دجنسي ځورونکي فاعل یو بل نارینه ؤ
۴۳٪ ښځي دخپل نګران (supervisor) له خوا ځورول سوي وې.
۲۷٪ ښځي د لوړ رتبه مامور له خو ځورول سوي وې.
۱۹٪ ښځي د همرتبه مامور له خوا ځورول سوي وې.
۸٪ ښځي دکښته رتبه مامورینو له خوا ځورول سوي وې.
نامحرم ښځي ته ویل چي ته ډېره ښکلې ئې، دهغې پر اوږه لاس ایښودل، ډوډۍ ته په مسلسله توګه دعوتول، دښځي سره دهغې دراتلوونکي پلان په اړه خبري کول، لوڅ عکس ورته ښکاره کول، شهواني تجربه ورسره شریکول او داسي نور دجنسي ځوروني ابتدايي مراحل دي چي په پیل کښي به په ځینو کلتورونو کښي یوڅه سم معلومیږي خو وروسته بیا ښځي ددغسي حالاتو څخه رنځ وړي.
دمنېجمینټ له مخي ،جنسي ځورونه هغه تکرار او ناغوښتل سوي شفاهي او فزیکي عمل دئ چي دیوه په خوښي او دبل په ناخوښي ترسره کیږي.
دجنسي ځوروني ډولونه: جنسي ځورونه مختلف ډولونه لري چي هریوه ئې لاندي په مثال کښي تشریح سوی دئ::
اول- شفاهي، فزیکي، لیدونکې او سایکالوجیکي جنسي ځورونه:
شفاهي: دوه همکاران په خپلو منځو کښي مرداري ټوکي کوي. ددوي څخه یوه ښځه لږ لیري ناسته ده خو ددوی خبري اوري او ورته وايي چي دغسي ټوکي مه کوئ، دغه نارینه همکاران ورته وايي چي دا خو صرف ټوکي دي، ته نه غواړې چي داسي ټوکي واورې؟ څنګه چي دغه ښځي ددوی څخه ددغسي ټوکو دنه کولو غوښتنه وکړه، دوی باید دونده نزاکت مراعت کړی وای چي دغسي ټوکي ئې یوازي په خپلو منځو کښي شریکي کړي واي بلکي قصدا ئې په ښځه اوري، نو دې ته شفاهي ځورونه ویل کیږي.
فزیکي: نارینه کارمند یا رئیس خپله کارمنده پراوږه ټکوي چي ظاهري مفهوم ئې دادئ چي ښه کار دي کړی دئ خو اصلاً دایوډل فزیکي جنسي ځورونه ده چي نور فزیکي تماس ته زمینه برابروي.
لیدونکې Visual: نارینه کارمند یا رئیس دخپل دفتر پر دېوال داسي جنتري ځوړوندوي چي پر هغه باندي دښځو لڅ عکسونه لیدل کیږي، کله چي دده دفتر ته ښځینه کارمندان ورځي نو ددغي جنتري په لیدولو شرمیږي ا وورته وايي چي ددغو عکسونو په لیدولو ناارامه کیږي خو رئیس یا نارینه مامور وايي چي دا ازاد ډیموکراتیک هیواد دئ اودداسي عکسونو په ځوړوندلو کښي هیڅ مشکل نه سته، دغه ته لیدونکې جنسې ځورونه وايي.
سایکالوجیکي: یو نارینه کارمند یار ئیس دیوې ښځينه کارمندي سره دکار کولو علاقه ښئي چي ښځه ئې ردوي، خورئیس بیا خپله مینه ورته اظهاروي، پرمېز ئې ګلان ورته ایږدي، ددې سره دیوازی خبرو کولو زمینه پیداکوي او کله نا کاله پټ پټ ګواښوونه ورته کوي، دې ته رواني یا سایکالوجیکي جنسي ځورونه وايي.
دوهم- ددوهم ډول جنسي ځوروني پشپړه نوم (Quid pro quo sexual harassment and hostile environment sexual Harassment) دئ چي پر لاندي دوو برخو وېشل کیږي. لومړی باید دا ووایم چي د(Quid pro quo) اصطلاح له پاره مناسبه کلمه اوس زماپه ذهن کښي نه سته، په پښتو قاموسونو کښي مي هم یوه پرځای معنی پیدا نه کړل ځکه چي دا لاتین اصطلاح ده او (this for that) معنی ورکوي کله چي یو چاته دیو بل څه په مقابل کښي یوڅه ورکول سي نو دې ته « Quid pro quo « وايي. مثلاً: یو کس یو بل کس ته وایي چي ته فلانی مړ کړه، زه به تاته پیسې درکړم، دغه حالت ته « Quid pro quo « وايي. اوس چي اصطلاح واضح سوه نو خپلي موضوع ته ورګرځو:
Quid pro quo: ددغه جنسي ځوروني له مخي یو کس بل کس ته وايي چي استخدام وي ئې، پرمختګ ورکوي او معاش ئې ورته زیاتوي خو په مقابل کښي باید جنسي روابط ورسره ولري اویا باید دده په خوښه کالي واغوندي، ځان جوړ کړي، دده په دفتر کښي مېز او چوکۍ ولري او داسي نور.
ددښمني دچاپیریال جنسي ځورونه: کله چي یو کس یا یو ګروپ خلګ یوکارمند په نامساعد، بې ادبه او غیر مسترح کاري چاپیریال کښي پریږدي نو دې ته ددښمنۍ دچاپیریال جنسي ځورونه وايي. دغه خبره په لاندي مثال کښي واضح کوو: لیلا، احمد او اسد ټول پریوه ورته پوسټ کار کوي، ددوی رئیس د لیلا په معاش کښي زیاتوالی راولي خو نور کارمندان همداسي پرېږدي که څه هم هغوی مستحق وي، دلته دلیلا دپاره چاپیریال نامساعد، بې ادبه، او غیر مسترح ځکه کیږي چي نور کارمندان ورسره کینه پیدا کوي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول مسخرې ورباندي کوي. دیوه کارمند ارتقاع دنورو کارمندانو په تاوان ددښمنۍ کاري چاپیریال رامنځ ته کوي چي ښه منېجران باید ددغسي حالت درامنځ ته کولو مخنیوي وکړي.
دجنسي ځوروني په اړه غلط نظرونه او حقایقMyths and Facts about Sexual Harassment :
اول غلط نظر دادئ چي جنسي ځورونه کله کله پیښیږي.حققیت دادئ چي یوازي په چین کښي ۴۰٪ تر ۶۰٪ کارمندي ښځي دجنسي ځوروني سره مخ کیږي. دوهم غلط نظر دادئ چي دجنسي ځورونو دجدیتوب په اړه مبالغه کیږي. حقیقت دادئ چي جنسي ځورونه د جنسي ځورېدونکي ژوند تباه کوي، جنسي ځورېدنه په مفعول کښي رواني او بیولوژیکي ناروغۍ لکه ، دکمترۍ احساس، خپګان، غوسه، دسر در، دملا در خوا ګرځېدنه، دویني لوړ فشار، په وزن کښي تغیر، جسماني ستړیا او داسي نور رامنځ ته کوي. درېیم غلط نظر دادئ چي ډېري ښځي دخپلو جنسي ځورونودپیښو څخه داستانونه او راپورونه جوړوي چي خپلي وظیفې له لاسه ورنه کړي. حقیقت دادئ چي دجنسي ځورونو فقط یو فیصد شکایتونه غلط ثابت کیږي. ښځي ډېر لږ خپل دجنسي ځورونو قضيې ثبتوي. څلرم غلط نظر دادئ چي دود بېله اوره نه پیدا کیږي، ښځه په عمومي توګه په خپلو خبرو، لباس اغوستلو او سلوک کولو سره جنسي غریزې پاروي. حقیقت دادئ چي نارینه دښځو لباس، په نرمه لهجه خبري کول او سلوک دځان له پاره یو دلیل ګني، ۹۹٪ دښځو په وړاندي جنسي ځوروني ځکه رامنځ ته کیږي چي ښځي، ښځي دي. پنځم غلط نظر دادئ چي که جنسي ځورونه صرف نظر کړئ، نو به خپله حل سي. حقیقت دادئ چي دجنسي ځوروني فاعل به خپل کار ته نور دوام هم ورکړي، دښځو پټه خوله پاته کېدل په دغسي حالاتو کښي دنارینه له پاره دموافقې معني لري. شپږم او اووم غلط نظرونه سره یو شی دي، وايي چي دجنسي ځوروني قربانیان یوزاي ښځي دي. یا جنسي ځورونه ددوو مختلفو جنسونو ترمنځ رامنځ ته کیږي. حقیقت دادئ چي نارینه هم دجنسي ځوروني څخه په امن نه دي. کله کله نارینه دښځو له خوار ځورول کیږي او جنسي ځورونه د ورته جنسونو ترمنځ هم رامنځ ته کیږي.
تاسو د جنسي ځوروني په ډولو نو، غلطو نظرونو او حقایقو باندي پوه سواست نواوس لیکنه پر درو برخو ویشو چي اوله برخه ئې دکار ځای په خاوند/مالک، دوهمه برخه ئې په نارینه او درېیمه برخه ئې په ښځو پوري مربوط ده. په دغه لیکنه کښي کار ځای هر هغه ځای ته ویل کیږي چي هلته ښځي او نارینه کار کوي. په ویب سایټونو کښي مي پیداکړل چي په نړۍ کښي ۶۲٪ کمپنیاني دجنسي ځوروني پرضد خپلو کارمندانو ته روزني ورکوي او ۹۷٪ کمپنیاني دجنسي ځوروني پرضد لیکل سوي پالیسۍ لري نو که تاسو دکار ځای مالک یاست،ترټولو لومړی تاسو دجنسي ځوروني دمخنیوي مسؤل یاست ځکه چي تاسو باید خپل مسؤلیتونه مخکي له مخکي اجرا کړي وي:
دکارفرما/ یا دکارځای دمشر مسؤلیتونه: دجنسي مخنیوي له پاره دکارځای مشر یا مالک لاندي مسولیتونه لري.
اول- ددفتردلوړ رتبه کارکوونکو سره د جنسي ځوروني پرضد مناسبه، بشپړه او واضح پالیسي جوړه کړئ. د جنسي ځوروني پرمهال دبلي مؤسسې، شرکت، وزارت …. پالیسي مطالعه کړئ او بیا دشرایطو او حالتو په نظر کښي نیولو سره سم دخپل کاري ځای له پاره پالیسي جوړه کړئ.،دخپلو کارمندانو سر ئې شریکه او هغوي په پوه کړئ. کله چي هغوی یاده پالیسي ولوستل نو بیا ئې په هر مامور لاسلیک او په دفتر کښي خوندي کړئ او کله چي نوی کارمندان استخداموئ، نو دهغو سره ئې شریکه او په پوه ئې کړئ.
دوهم- کارمندانو ته وښایاست چي تاسو دغه پالیسي تطبیقوئ او دجنسي ځورني پرمهال حوصلې ته هیڅ ځای نه سته.
درېیم- دجنسي ځورني له پاره دشکایت کولو، لیکلو او وړاندي کولو میکانیزم په خپله پالیسي کښي تشریح کړئ. کله چي تاسوته د کارمندانو له خوا شکایت وړاندي سي، نو هغه شکایت ژر تر ژر وڅېړئ.
څلرم- دهغو کارمندانو حفاظت او ملاتړ وکړئ چي ځورول سوي دي.
پنځم – دکارمندانو ترمنځ دمسخرو کولو، شخصي برېښنالیکونو استولو، د موبایل یا بلي لاري دعکسونو او غزلو دشریکولو پر مهال سمدستي اقدام وکړئ ځکه چي دغه څه وروسته جنسي ځوروني ته لاره سموي.
شپږم- په منظمه توګه خپله پالیسي وڅارئ، داړتیا پرمهال ئې نوې کړئ او تغیرات پکښي راوړئ.
دکارفرما دمسؤلیتونو سره-سره، ښځینه او نارینه کارمندان دواړه خپل مسؤلیتونه لري. دواړه جنسونه باید کوښښ وکړي چي خپلو لاندي مسؤلیتونو ته پوره توجه وکړي.
دنارینه او ښځینه کارمند ګډ مسؤلیتونه: دجنسي ځورني سره اکثره وخت ښځي مخ کیږي، دا هم امکان لري چي دجنسي ځوروني زمینه دښځي له خوا جوړه سوې وي. لاندي هغه مسؤلیتونه دي چي دواړه جنسونه ئې باید عملي کړي.
اول- د خپل کاري ځای دجنسي ځوروني په پالیسي ځانونه پوه کړئ.
دوهم- دجنسي ځورونکي احساسات، غوښتني او سلوک وڅارئ، ارزیابي او تحلیل ئې کړئ.
درېیم- په هغه څه پوه سئ چي ستاسو په کارځای کښي ورته جنسي ځورونه ویل کیږي. کېدای سي چي دخلګو ځیني سلوکونه په یوه هیواد، مؤسسه او کلتور کښي په جنسي ځورونه او په بل هیواد کښي یو عام کار بلل کیږي. یو له بل سره عشقي ټوکي کول، جسمي تماس نیول،نجونو ته په خپل کورکښي دډوډۍ دعوت ورکول، لڅ عکسونه او ویډیو کتل او شریکول، پر دېوال ،دکمپیوټر پر سکرین او دمېز پر سر باندي عشقي، لڅ عسکونه، کارټونونه او رسامۍ ځوړوندول او راوستل، عشقي لیکونه استول، شهواني حرکات اجراکول، دغاړي او اوږو کښېکښل یا دې ته ورته بل ډول فزیکي تماس لرل،،څرګند شهواني سوالونه کول، شهواني اوازونه تر خولې ایستل، دښځي ځیګر، مخ او یا دبدن نور خاصو غړو ته ډېر ډېر کتل، دیوبل چا دجنسي طاقت په اړه خبري کول،دحیوانانو دجنسي مقاربت په اړه خبري کول ، په غېږ کښي نیول، مچه اخیستل، اوداسي نور په افغانستان او ډېرو نورو هیوادونو کښي دجنسي ځوروني مثالونه کېدای سي، تاسو باید ورڅخه خبر اوسئ او ددغسي او نورو حالاتو څخه دي دواړه جنسونه ځانونه وساتي.
څلرم- لومړی دخپل ځان او بیا ددفتر دکارمندانو څخه وپوښتئ چي ستاسو دخبرو څخه خو به کوم منفي مفهوم نه اخیستل کیږي، که خبره داسي وي نو په خپلو خبرو کښي مو احتیاط کوئ.
پنځم- جنسي ځوروني ته په کوچني نظر مه ګورئ. که تاسو فکر کوئ چي دیو شخص یا ګروپ له خوا ځورول کیږئ، نو ددوی خبري او کړه وړه دټوکو په توګه مه فرضوئ، مه پرخاندئ، هغه کس چي تاسو ئې په خبرو او کړو باندي ځورېږئ، په دې پوه کړئ چي تاسو ئې دخبرو څخه خوند نه اخلئ بلکي رنځ ځني وړئ. که امکان وي نو ژر تر ژره ئې خپله مخنیوی وکړئ، ورته ووایاست چي ددوي دغه ډول کړه وړه ستاسو له پاره دمنلو وړ نه دي، که امکان وي جنسي ځورونکي ته دهغه خبري، کړه وړه یا دلاس او مخ حرکات وښایست چي تاسو په ځورېږئ.
شپږم- که پورته تګلاري کومک درسره ونه کړئ، نو یوه شخصي تګلاره ولټوئ.
اووم- جنسي ځورونکي ته یو شخصي لیک واستوئ، دجنسي ځوروني ماهیت ، وخت، موقعیت او نور معلومات پکښي شامل کړئ ا وددې کار څخه ئې منع کړئ.
اتم- دلیک یوه کاپي دځان سره وساتئ.
نهم- په دوهم قدم کښي ددفتر دلوړ رتبه مامورینو او مسؤل کس ته خپل شکایت وړاندي کړئ. کله ناکله دبېلابیلو عواملو له مخي داسي کیږي چي پرتاسو ملامت کس نه مجازات کیږي ځکه چي هغه خپله یا دکارځای رئیس او یالوړ رتبه مامور وي، نو تاسو مجبوره یاست چي لاندي قدم هم عملي کړئ.
لسم- دولتي مربوط ارګان ته خبر او شکایت وړاندي کړئ. غوره داده چي تاسو ترداسي حالته ځان ونه رسوئ، کوښښ وکړئ چي خپل په دفتر کښي مو ستونزه حل کړئ.
دښځینه کارمند مسؤلیتونه: ددې له پاره چي یوه ښځینه کارمنده دجنسي ځوروني څخه ځان محفوظ وساتي نو دغه لاندي مشورې دي عملي کړي:
اول- مناسب لباس واغوندئ: که څه هم ستاسو په دفتر کښي پر لباس اغوستلو هیڅ پابندي نه وي بیا هم تاسو کوښښ وکړئ چي مناسب کالي واغوندئ چي نارینه و ته دبهاني کولو لاره مو بنده کړې وي. ښځي دنازک لباس په اغوستلو سره په لوی لاس خپل ځانونه دجنسي ځوروني سره مخ کوي. تاسو غواړئ چي سم کارمند اوسئ نو بیا ولي سم کالي نه اغوندئ؟ سم کالي په دې معنی نه چي تاسو سر ترپښو ځان پوښ کړئ بلکي تاسو داسي کالي واغوندئ څنګه چي دیو مسلکي چاپیریال سره لازم وي او دنارینه و پام نه درته اوړي.
دوهم- دسمو خلګو سره اړیکي جوړي کړئ: تاسو دداسي خلګو سره اړیکي جوړي کړئ چي ستاسو زړه هغه مني. کله چي پوه سئ چي دغه سړی، کاري چاپیریال بد دئ نواړیکي ورسره قطع کړئ.
درېیم- ډيري مه دوستانه کیږئ: که تاسو فطرتاً دوستانه جوړ یاست، ډېر او په لوړاواز خاندئ، ښه اواز او نرمه لهجه لرئ، نو کوښښ وکړئ چي داکنترول کړئ ځکه چي تاسو په رسمي چاپیریال کښي یاست او باید مسلکي سلوک وکړئ. دځینو نارینه و ذهنیت داسي جوړ دئ چي ستاسو له دوستانه طبیعت څخه منفی استفاده کوي. دا په دې معنی نه چي تاسو باید ځان ډېر دردمن معرفي کړئ خو داپه دې معنی چي تاسو باید دحالاتو سره ځان سم کړئ په خاصه توګه کله چي تاسو په یوځاي کښي نوی کار پیل کړي وي.
څلرم- پر خپل دریځ ټینګي ودرېږئ: دپورته کوښښونو سره-سره، بیا هم په دفتر کښي ستاسو یو همکار دئ چي تاسو ته په داسي توګه ګوري چي هغه ستاسو دځورېدني سبب کیږي. دغه کس دخندا په کولو سره نور مه تشویق کوئ، پرخپل دریځ ټینګي ودرېږئ، که چیري ستاسو دکار دمیز سره هر ورځ ولاړ وي نو ورته ووایاست چي: ایا خپل کار نه لرئ چي تول ورځ دلته تېروئ؟ که ستاسو همکار کوښښ کوي چي تاسو ته تحفه په سوغات کښي درکړي، مه ئې ځني قبلوئ، دهغه داحساساتو دژوبلولو فکر مه درسره کوئ بلکي په دې ئې پوه کړئ چي دغه عمل ستاسو له پاره دمنلو وړ نه دئ. که چیري دغه او ځیني نور کومکي معلومات چي ستاسو زړه ئې مناسب ګني عملي کړئ، نو به تاسو دجنسي ځوروني څخه ځان ساتلی وي. که چیري بیا هم ددغه پورته معلوماتو عملي کول درسره کومک ونه کړئ نو بیا دبشري قوا شعبې ته شکایت وکړئ.