تحریک انصاف :د پېښور بالا حصار کلا دې ولس ته وسپارل شي’

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 16th, 2014


پېښور: دمشال راډيو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا سمبلۍ په یوه پرېکړه ليک کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د پېښور تاریخي بالا حصار کلا دې د عام ولس لپاره پرانیزي چې په کې له ډېرو کلنو راهیسې د نیمه پوځي ځواکونو فرنټیېر کور هېډکوارټر دی د خېبر پښتونخوا واکمن گوند تحریک انصاف پارلماني غړي اشتیاق اورمړ دغه پرېکړه ليک وړاندې کړ چې د اسمبلۍ لخوا په لوې اکثریت سره ومنل شونوموړي د خپل پرېکړه لیک په باب وویل په پېښور ښار کې د ساعت تېري داسې ښه ځایونه نشته چې خلک هلته ورشي او وخت پکې تېر کړي، ځکه خو ايالتي اسمبلۍ خپل حکومت څخه عواړي چې د پاکستان مرکزي حکومت څخه وغواړي چې بالا حصار کلا دې د ټول ولس د ساعت تېري لپاره پرانیستل شي. که په دې رېسټورانومه جوړ شي نو د خلکو به ډېر ښه ساعت په کې تېر وي.د بالا حصار کلا په اړه ویل کېږي چې خواشا ۵۰۰ کاله وړاندې مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه، او پېښور چې کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله. د تاریخ استاد او د کلتوري شتمنو د ژغورنې لپاره کارکوونکی عادل ظریف وايي.د پښتنو دراني باچانو به په اوړي کې کابل او په ژمي کې د پېښور دغه کلا د خپل تخت په توګه کاروله. او کله چې سیکان راغلل نو هاغو بالا حصار کلا او خواوشا ټول باغونه وران ویجاړ کړل. او بیا چې انګرېزانو پېښور ونیولو نو هغوی یې رغونه وکړه او دغه د خښتو نوې بڼه یې ورکړله. خو د دې کلا ښایست د پښتنو دراني باچانو په وخت کې یو مثالي وه.”عادل ظریف وايي، د پاکستان په نورو برخو کې ټولې تاریخي کلاګانې د عام ولس لپاره خلاصې دي خو له بده مرغه یوازې د پېښور بالا حصار کلا له ۱۹۴۹م کال راهیسې د پاکستاني پوځ په ولکه کې ده.موږ غواړو چې دا د خېبر پښتونخوا تاریخي او کلتوري شتمني او ورثه ده او پکار ده چې دا د پېښور او ټولو پښتنو لپاره پرانیستل شي، چې هغوی په خپل تاریخ خبر شي، د دې په دنني ښکلا خبر شي، د دې په ارزښت خبر شي. دا د راتلونکو نسلونو لپاره هم یوه زدکړه ده. دا خو پوځي مرکز نه دی، بلکې د ولس شتمني ده. او ولس باید ګټه ترې پورته کړي. دا د سېلګرۍ لپاره هم ډېر مهم ځای دی.”د پېښور په دغه ښکلې او تاریخي کلا کې د پاکستاني پوځ د لویو افسرانو دفترونه دي، چې کله هم هغوی دغې کلا ته ځي او یا ترې راځي نو مخې ته لویه لاره د خلکو پر مخ تړل کېږي

Copyright Larawbar 2007-2024