دکابل ښاریان دښاروالي دکړونوڅخه ناراضي دي

59 | جون 12th, 2013


دکابل ښاریان دپلولارو او سړکونو له بندیدلو سرټکوي، دوی وايې چې سړکونه او پلې لارې ځنیو خلکو غصب کړي او په ښارکې تګ راتګ ډېرستونزمن شوی دئ.، دښاریانو په وینا په دې برخه کې دټرافیکو او دښاروالۍ مسولینو هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلي .که له يوې خوا په کابل ښار کې د موټرو ګڼه ګونه زیاته شوی له بلې خوا ځنیو هټیوالو او لاسي پلورونکو پلې لارې او سړکونه دعامو خلکو پروړاندي بندکړي دکابل ښاریان ددغې ستونزې له امله سرټکوی او وايې،چې ښاروالي او دټرافیکو مسولین ددغې ستونزی په حل کې پاتې راغلي دي.ددوی په وینا داړتیا پرمهال هیڅوک نه شي کولای د لارو دبندیدوله امله پروخت ټاکلي ځای ته ورسیږي.
خودکابل ښار دټرافیکو مدیر مل پاسوال اسدالله یاده ستونزه نه منې وایې قانون هیچاته اجازه نه ورکوی چې پلې لارې او سړکونه دې دخلکو پرمخ وتړي نوموړی زیاتوي اوس د کابل ښارپه ټولو ساحو کې د لارو دبندیدو ستونزه له منځه تللې ده.
دځنیو ښاریانو په باور که داستونزه حل نه شی نو د خلکو پروړاندی به ځنی ننګونی راپورته کړی د دوی په وینا دلته ځني غیري مسول کسان له هغو موټرو پیسي اخلي چې مالکین یې د سودا اخیستلو په موخه د سړک یوې غاړې ته ودروی.
یادونه: که له یوي خواه دکابل ښاریان دښاروالي څخه نا راضي دي خو له بلی خواه بیا دمشرانو جرګي اونورودولتي ادارودکابل ښاروال ښاغلي محمدیونس نواندیش ته دښه کاردوړتیا له امله مډالونه او شاباسي ورکوي.مګر هغه څه چي خلک یې په خپلو سترګو ویني انعکاس یې ریښتیني انځور دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024