په امریکا کي دلمړۍ ځل لپاره يوه ښځه دڅارګری اداري مرستیاله وټاکل شوه

59 | جون 13th, 2013


واشنګټن:په امریکاکي داستغفاراتودڅارګرۍ اداري مرستیاله آیریک خاینس وټاکل شوه. نوموړې پخوادامریکادولسمشربارک اوبامادویاندمرستیاله اوپه حقوقي برخه کي دهغه دملي امنیت سلاکاره وه. اغلي خاینس دڅارګری اداري دسرپرست مایکل موریلا ځای ونیوی،کوم چي دوه ځله یې ددي اداری دسرپرست په تو ګه دنده ترسره کوله.
آیریک خاینس دامریکا په تاریخ کي دلمړني ښځې په توګه دلمړي ځل لپاره دملي امنیت داستغفاراتو پټي اداري یولوړپوړي چوکي ته ورسیدله .
دخبرسرچینه وایې،چي آیریک خاینس ددووکلنو په موده کي دامریکادملي امنیت په ټولو پټوځانګړوغونډوکي ګډون درلودي او هغي دملی امنیت دحقوقي څانګي دډلي مشري هم په غاړه درلوده،په ټاکلي موده کي نوموړي دسلګونو پټوپیښو دراز سره مخامخ شوي اودډیروستونځوپه هکله یې ددي اداري دمشرسره ځانګړي مرستي کړی دي.
دامریکادڅارګری اداری سرپرست مایکل موریلا ځکه دخپلي استعفا وړاندیزوکړی، چي دامریکا دڅارګري پټي اداري جنجال ددي اداري دغړو په منځ کي ستونځي راپیدکړي .ددي اداري غوښته داسي وه ،چي دعادي ملکي خلکو دانترنیټ اوتیلفون خبرو ته دي غوږ ونیول سي ،ولي مایکل موریلا خپله وایې،چي پخپله خوښه له دندي څخه لاس په سرشو.

Copyright Larawbar 2007-2024